ځینی منتقدین: د رأیې ورکوونکو په نوملړ کې ځینی درج شوی نومونه خیالی دی

- ۱۰ سنبله ۱۳۹۸

mandegarپر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او سیاسی جریانونه وایی چې د رأیې ورکوونکو نوملړ ناقص او ډېرې ستونزې لری.
دغه انتقاد کوونکی وایی چې دغه نوملړ د رأیې ورکوونکو په نومونو کې اشتباه لری او په لېست کې درج شوی ځینی نومونه خیالی دی.
د دوی له ډلې یو هم نصیر احمد عابد دی چې د کابل ښار د فاضل بېګ په سیمه کې د رأیې اچونې په یوه محل کې یې نوم لیکنه کړې، خو د رأیې اچونې په نوملړ کې د نوموړی د نوم او مشخصاتو پرځای د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د اوسېدونکی نوم درج دی.
عابد وایی، د کمېسیون د اشتباه له امله شاید د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د رأیې له حقه محروم شی.
ده وویل: کله چې په ویب سایټ کې اعلان وشو چې معلومات مو چک کړئ، کله مې چې چک کړل نو معلومات د بل کس وو، په داسې حال کې چې نمبر زما و، که پروسه همداسې عملی شی چې کمېسیون یې وایی، شاید له رأیې محروم شم، ځکه معلومات بشپړ غلط دی، که چېرې بایومټریک سره مطابقت ورکړل شی، شاید رأیه ور نه شم کړای.
په دې سربېره د سیاسی ګوندونو د کمېټې غړی نور رحمان اخلاقی ازادی راډیو ته وویل چې په نوملړ کې د رأیې ورکوونکو زیات غیر واقعی نومونه درج شوی چې کمېسیون یې په تصفیې نه دی بریالی شوی.
ده وویل: شاید له څلور میلیونو زیات نومونه خیالی وی، خو یو ټکی دا دی چې هغه اصول چې د انتخاباتو کمېسیون او درملوک شرکت له لوری له سیاسی ګوندونو سره پرې هوکړه شوې، که هغه اصول پلی شی نو خیالی کسان رأیې نه شی ورکولی.
د دغو اصولو یو مورد دا دی چې رأی ورکوونکی په بایومټریک کې ثبت شی او د بایومټریک دستګاه باید د دې ظرفیت ولری چې له تکراری رایې مخنیوی وکړی.
د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د اعلان له مخې، د جمهوری ریاست انتخاباتو کې ۹ اعشاریه ۶ لکه کسان د رأیې اچونې په شرایطو برابر دی.
یوه بله اندېښنه چې په انتخاباتو کې د درغلۍ په اړه مطرح کېږی، هغه د رأیې ورکوونکو د لېست په اړه ده چې د رایې اچونې نوملړ په مرکزونو او محلونو کې مسؤلو کسانو په لاس کې دی.
د انتخاباتو په ورځ دغه نوملړ د رأیې مرکزونو او محلونو ته ځی او په اساس یې د رأیې ورکوونکی نوم او مشخصات تثبتېږی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وایی، که چېرې د رأیې په محلونو کې له نوملړه رأیې ورکوونکی کم وی، وېره شته چې د رأیې په مرکزونوکې کارکوونکی د شته لېست له مخې د یوه ځانګړی کاندید په ګټه صندوقونه ډک کړی.
د فیفا اجرائیوی رئیس یوسف رشید وایی: دا اندېښنه موجوده ده چې په هغو سیمو کې چې عملیاتی پروګرامونه پیل شوی، په هغه ځای کې کمېسیون او درالانشا نشته، په هغه ځای کې د فساد او علاقمندۍ مسایل مطرح کېږی، زموږ تمه دا ده چې بایومټریک فعال نقش ولوبوی او له ټکنالوژۍ موثره استفاده وشی، څو له دې مورده مخنیوی وشی.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیې په نوملړ کې ځینې غلطۍ منی، خو د دغه کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمی د کمېسیون د کارکوونکو له لوری په انتخاباتو کې درغلۍ ردوی.
دی وایی: د رایې اچونې ټولې پاڼې د رأیې ورکوونکو د نوملړ په اساس په ولایتونو کې د رأیې مرکزونو او محلونو ته لېږل شوی، له بایومټریک دستګاوو استفاده کېږی، د رأیې ورکوونکی فزیکی حضور مشخص کېږی، له خیالی او هوایی رأیو مخنیوی کېږی، له دې سره په خوا کې د رأیې په مرکزونو کې د کاندیدانو او بنسټونو ناظران لرو.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو په خبره، په نوملړ کې د خیالی رأیې ورکوونکو ادعاګانې بې اساسه دی.
د دغه کمېسیون د ویاند په خبره، ۹ اعشاریه شپږ لکه واقعی رأیې ورکوونکی تثبت شوی چې په انتخاباتو کې به ګډون وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.