د ولسی جرګې معترضې نوماندانې: وکیلان د بندی کمېشنرانو خوشې کولو هڅه کوی

- ۰۸ میزان ۱۳۹۸

mandegarپه افغانستان کې د تېر کال پارلمانی ټاکنو یو شمېر ښځینه معترضې نوماندانې وایی، ښایی د ټاکنیزو کمیسیونونو پخوانی غړی چې د محکمې لخوا په بند محکوم شوی، د پارلمان د ځینو وکیلانو په هڅو خوشې شی.
د انتخاباتی جرمونو پروړاندې د عدالت غوښتونکو ډله چې له دغو معترضو نوماندانو جوړه ده، نن (دوشنبه، تلی ۸مه) په یوه خبری کنفرانس کې وویل، هغه کمیشنران باید له بنده خوشې نه شی چې د دوی په وینا د ولسونو اعتبار ته یې زیان رسولی دی.
دغې ډلې له عدلی او قضایی ارګانونو وغوښتل چې عدالت تامین کړی او د روغتیایی درملنې او یا جنسیت په لحاظ باید څوک له سزا معاف نشی.
ددې ډلې په اعلامیه کې چې د هلمند یوې معترضې نوماندې نجیبې فایض ولوسته راغلی: «یوشمېر درغل ګر او جعل کارو وکیلانو چې د دغو ملی خاینینو په واسطه یې پارلمان ته لاره پیدا کړې، په بیلابیلو پلمو د دغو درغلګرو او جعل کارو کمېشنرانو د خلاصون هڅې کوی. مونږ د دوی هڅې له یوې خوا د عدلی او قضایی ارګانونو د ملی باور او اعتبار د زیانمنیدو او له بلې خوا د مجرمینو د ملاتړ هڅه بولو.»
د درنو جرمونو په وړاندی د مبارزې عدلی او قضایی مرکز ابتدائیه محکمې د سنبلې په ۱۲مه د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو پخوانیو رئیسانو په ګډون لس تنه پخوانی کمیشنران هریو په پنځه کاله حبس محکوم کړل.
محکمې دوی له خپلو صلاحیتونو په ناوړه ګټه اخیستنې او د یوه نوماند د پایلو پاڼې په تغییر او تبدیلولو مجرم پېژندلی دی.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پخوانۍ غړې حمیرا حقمل پر دوی لګېدلی تورونه ردوی.
اغلې حقمل وویل: «مونږ چې روغتون ته انتقال شولو، هغه د وکیلانو په غوښتنه نه وه، بلکې د رولا غنی او مشاورینو له کتلو وروسته انتقال شولو. مونږ د عدلی او قضایی ارګانونو د استقلالیت غوښتنه کوو، نه د حکومت تر فشار لاندې.»
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانۍ غړې ملیحې حسن ازادی راډیو ته وویل، دوی روغتیایی وضعیت ته په کتو باید په ضمانت خوشې شی.
هغې وویل: «دا زمونږ قانونی حق دی چې په ضمانت خوشی شو. دا د هر تورن حق دی. زما روغتیایی وضیعت ښه نه دی د ملا مهرو ته مې زیان اوښتی».
د افغانستان د لویه څارنوالی وایی، د ټاکنیزو کمیسیونو پخوانیو کمیشنرانو قضیې ته به په پوره بې طرفۍ رسېدنه وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.