د انتخاباتو کمېسیون: لـه ټاکنـو پاتـې رأی پاڼـې بـه ژر تـر ژره قـرنطین شـی

- ۱۲ میزان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، ډېر ژر به هغه میلیونونه رأی پاڼې قرنطین شی چې د ټاکنو په ورځ پاتې دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د لسو میلیونو رأی پاڼو د چاپ څخه شااوخوا اووه میلیونه یې د کمېسیون په ولایتی دفترونو کې لا تر اوسه پاتې دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، ټولو ولایتی دفترونو ته امر شوی چې دغه رأی پاڼې ژر تر ژره کابل ته انتقال کړی.
د دې کمېسیون مرستیال عصمت الله مل د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، هغه رای پاڼې چې ترې کار نه دی اخیستل شوی، په مرکزی دفتر کې به ژر تر ژره قرنطین شی.
دی وایی: ټولو ولایتی دفترونو ته مو امر کړی چې هغه رأی پاڼې چې په منظم ډول ولایتونو ته لېږدول شوې وې، پاتې یې بېرته مرکزی دفتر ته انتقال شی او دلته د څارونکو او یو پلاوی په حضور کې قرنطین شی.
خو پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایی چې د ولسمشرۍ ټاکنو پاتې رأی پاڼې باید وسوځول شی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا مشر یوسف رشید وایی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د څارونکو بنسټونو، خلکو او رسنیو ته د رأی پاڼو او بایومټریک په اړه روښانه ځوابونه ورکړی.
ده وویل: د هغو رأی پاڼو برخلیک چې د ټاکنو په ورځ نه دی کارول شوی، باید ژر تر ژره معلوم شی، ښه لاره دا ده چې دغه پاتې پاڼې باید د څارونکو بنسټونو پر وړاندې د یوې مشخصې محاسبې له مخې وسوځول شی، که ټاکنې دوهم پړاو ته هم لاړې شی، دغه پاتې رأی پاڼې نه پکارېږی، د دې لپاره چې دوهم پړاو ټاکنې به د دوو نوماندانو ترمنځ وی.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو بل کمیشنر مولانا محمد عبدالله وایی، د پایلو له اعلان وروسته به د پاتې رأی پاڼو په اړه پرېکړه وشی.
هغه وایی، د دې پاڼو سوځول د کمېسیون کار دی.
ده زیاته کړه: د وروستیو پایلو له اعلان وروسته یو مشخص وخت شته چې هغه فکر کوم شپږ میاشتې دی، وروسته له شپږو میاشتو کمېسیون پرېکړه کوی چې له دې رای پاڼو سره څه وکړی، قرنطین شی که وسوځول شی.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په شپږمه په ټول هېواد کې ترسره شوې.
د ټاکنو کمېسیون د وروستیو ارقامو له مخې په دې ټاکنو ۲ میلیونه او ۶ سوه زره رأی پاڼې کارول شوی دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۰ میلیونه رأی پاڼې چاپ شوې وې چې له دې ډلې یوازې شااوخوا درې میلیونه یې وکارول شوی او ۷ میلیونه نورې یې نه دې کارول شوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.