ټرمپ د افغانستان له نشه یی موادو سره د مبارزې ۱۲۹ میلیونه ډالر د مکسیکو پر دېوال لګولی

- ۲۷ میزان ۱۳۹۸

mandegarد امریکا متحده ایالتو تر سل میلیونو ډالرو ډېری هغه پیسې چې په افغانستان کې له نشه یی موادو سره مبارزې ته ځانګړی شوی وې، د امریکا او مکسیکو تر منځ دېوال پر جوړولو باندې لګول شوی دی.
سږکال د امریکا متحده ایالتونو له افغانستان سره د (۲۰۰) میلیونو ډالرو مرستې څخه یوه برخه پیسې د دې لپاره بېرته وګرځولې چې د مکسیکو او امریکا ترمنځ دېوال پرې جوړ کړی.
د امریکا په مشرانو جرګه کې د ډموکراټ ګوند پنځو سناتورانو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته په استول شوی لیک کې انتقاد کړی چې د مکسیکو پر دېوال باندې له لګېدلو پیسو څخه (۱۲۹) میلیونه ډالر یې هغه پیسې دی چې په افغانستان کې له نشه یی موادو سره مبارزې ته ځانګړی شوی وې.
دې سناتورانو دا انتقاد هم کړی چې دا پیسې د کانګرس د مصوبې خلاف د مکسیکو پر دېوال باندې لګېدلې دی.
د امریکا د مشرانو جرګې غړی چک شومر وایی چې د نړۍ په سلو کې (۹۰) هیروئین د افغانستان له تاریاکو څخه جوړېږی چې له دې لارې ترلاسه شوې پیسې د طالبانو جېبونو ته ځی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی د ډونالد ټرمپ د دې کار په غبرګون کې وایی چې، افغان دولت له نشه یی موادو سره د مبارزې په برخه کې مالی ستونزه نه لری او درې واړه امنیتی ادارې یې په یوازې ځان له نشه یی موادو سره مبارزه کولی شی.
ده وویل: «افغانستان حکومت دا توان لری چې له نشه یی موادو او نشه یی موادو له قاچاقو سره مبارزه وکړی، د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، ملی امنیت ریاست او ناټو ځواکونه په ګډه د نشه یی موادو هغه لویې زېرمې له منځه وړی چې د طالبانو مالی سرچینه بلل کېده، موږ په تېر یوه کال کې د نشه یی موادو هغه (۱۶۰) کارخانې ویجاړې کړی چې ترهګرو به سلګونه میلیونه ډالر عواید ځنې ترلاسه کول.»
د امریکا دفاع وزارت د (۲۰۱۹) مالی کال په پیل کې له کانګرسه غوښتی چې د نشه یی موادو د کښت، تولید او قاچاقو سره د مبارزې په برخو کې له افغانستان سره (۱۵۳) میلیونه امریکایی ډالر مرسته وکړی، خو امریکایی سناتوران وایی، د امریکا دفاع وزارت دوی ته خبر نه دی ورکړی چې دا پیسې یې له مکسیکو سره پر پوله باندې جوړېدونکی دېوال باندې لګولی دی.
د امریکا د متحده ایالتونو پوځ د (۲۰۱۷) کال د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې د نشه یی موادو پر کارخانو باندې بریدونه پیل کړل.
نظامی کارپوه محمداګل مجاهد وایی چې ناامنیو او د کوکنارو د کښتونو ډېروالی ته په پام سره حکومت نه شی کولای چې په یوازې ځان له نشه یی موادو سره مبارزه وکړی.
سږکال حکومت د کوکنارو اړولو پر ضد رسمی عملیات ونه کړل.
د کورنیو چارو وزات له نشه یی موادو سره د مبارزې معینیت د دې عملیاتو نه کول مالی ستونزې یادې کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.