د ټاکنـو خپـلواک کمېسیـون نـن په ولایتـونو کـې د رأیې بیـا شمېـرنې بهیـر پیـلوی

- ۱۲ عقرب ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د درملوګ کمپنۍ له خوا د معتبرو رایو د کره شمېرې له ورکړې وروسته، اوس دا کمېسیون په ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیلوی.
د دې کمېسیون یوې غړې رحیمې ظریفی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې به د رایو بیا شمېرنه او تر خوا یې د تفتیش بهیر د دوشنبې په ورځ په عملی ډول پیل شی.
هغې وویل: «نن ولایتونو ته زموږ د کار کوونکو سفر پیلېږی او سبا په ولایتونو کې د رایې شمېرنې بهیر د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره په مشوره، هغه محلونه او مرکزونه چې بیا شمېرنې او تفتیش ته یې اړتیا ده، باید دا پروسه پرې عملی شی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پرون درملوګ کمپنۍ یو میلیون، اته سوه او ۴۳ زره بایومټریک رایې په نښه کړی چې معتبرې دی او همدا ډول په دې شمېرو کې ۸۶ زره نورې بې باوره رأیې ګڼل شوې دی.
اوس کمېسیون وایی، د هغو رایه ورکوونکو په اړه د وروستیو معلوماتو په راټولولو بوخت دی چې درملوګ شرکت له خوا دوی ته په ورکړل شوی راپور کې په نښه شوی دی او د دې جمع بندیو وروستۍ پایلې به تر درېیو نورو ورځو پورې له خلکو سره شریکې کړی.
بل لورته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایی، د دوی له خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ۱۸۰۰ محلونو اسناد ورسپارل شوی چې رایې یې باید له سره وشمېرل وشی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټولو ولایتونو کې د تفتیش او بیا شمېرنې د بهیر د بشپړولو لپاره درې ورځې په پام کې نیولی دی.خو آیا کمېسیون کولی شی چې دا بهیر په همدومره موده کې بشپړ کړی؟
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: «که چېرې وضعیت سم مدیریت نه شی، د هوا د خرابوالی، د سفرونو ځنډ او تر خوا یې د بېرته راتګ په برخه کې پلمې ولټول شی، بیا به کمېسیون و نه شی کولی د عقرب په ۲۳مه لومړنۍ پایلې اعلان کړی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوه ځلې د لومړنیو پایلو اعلان ځنډولی او طرزالعمل یې مات کړی دی.
د کمیسیون تر ټولو ورستۍ ژمنه دا ده چې، لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۲۳مه نېټه اعلان کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.