سیګار: د افغانستان حکومت د نشه یی موادو لوی قاچاق کوونکی نه نیسی

- ۱۸ عقرب ۱۳۹۸

mandegarد سیګار اداره د افغانستان پر حکومت له دې امله انتقاد کوی چې د نشه یی موادو لوی قاچاق کوونکی نه نیسی.
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د بیارغونې د څار امریکایی بنسټ یا سیګار ته ویلی چې ځواکونه له نشه یی موادو سره د مبارزې توان لری او د امریکایی نظامی ځواکونو مرستې ته اړتیا نه لری.
خو د سیګار ادارې څېړنې بیا ښیی چې په دې وروستیو پنځو کالو کې د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ کې بدلون له نشه یی موادو سره مبارزه ټکنۍ کړې ده.
دغه ډول یې له نشه یی موادو سره د مبارزې ځانګړی پولیس او د کوکنارو اړولو کشفی ځواکونه او قطعات هم کمزوری کړی دی.
سیګار په خپله ارزونه کې د امریکا د عدلیې وزارت د راپور له مخې وایی چې افغان حکومت د نشه یی موادو لوی قاچاق کوونکی نه نیسی او یو شمېر زورواکی د نشه یی موادو په قاچاق کې لاس لری.
د کورنیو چارو وزارت معین محمد هاشم اورتاق بیا له نشه یی موادو سره د دوی مبارزه بریالۍ بولی.
دی وایی چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د لویو قاچاق کوونکو په ګډون د نشه یی موادو څلور زره قاچاق کوونکی نیولی دی.
ده وویل: «موږ د هېواد په کچه درې زره عملیاته کړی، د دې عملیاتو په نتیجه کې مو د نشه یی موادو د قاچاق په تور څلور زره کسان نیولی چې ستر قاچاق کوونکی هم پکې شامل دی، افغانستان د نشه یی موادو قربانی هېواد دی، ځکه نو باید یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په نړیواله او سیمه ییزه کچه مبارزه ورسره وشی، که په نړۍ کې د نشه یی موادو غوښتنه را کمه کړل شی، په افغانستان کې یې کښت خپله کمېږی، له بده مرغه چې اوس یې په نړۍ کې غوښتنه ډېره ده.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې دوی هڅه کوی چې بدیل کښتونه رواج او وقایوی پروګرامونه ډېر کړی، د سیګار د راپور پر اساس د امریکا د پرمختګ اداره یا (USAID) له دوی سره ژمنه کړې چې له افغان بزګرو سره به د زراعتی سکټور د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرسته کوی.
پخوا د امریکا متحده ایالتونو له نشه یی موادو سره د مبارزې ځانګړې ستراتیژی درلوده، خو له (۲۰۱۷) کال راهیسې له نشه یی موادو سره مبارزه د جنوبی اسیا د نظامی ستراتېژۍ برخه ګرځېدلې او له قاچاق کوونکو سره مبارزه هم افغان دولت ته سپارل شوې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.