د پاکستان د استخباراتو مشر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلی

- ۲۰ عقرب ۱۳۹۸

mandegarد پاکستان د استخباراتی سازمان مشر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلی.
یوه حکومتی سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړی نوم‌یې واخیستل شی، د دې خبر په تأییدولو سره وایی چې د پاکستان د استخباراتی سازمان مشر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «په اسلام‌اباد کې د (ای. اېس. ای) له لوری د افغان سفیر د احضارولو» په اړه د بخښنې غوښتلو لپاره کابل ته راغلی دی.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دی ویلی.
وړاندې له دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی و چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځی استخباراتو ادارې (ای اس ای) له‌خوا احضار او ناوړه چلند ورسره شوی و.
په اعلامیه کې افغان حکومت د پاکستان په دې کار کلک اعتراض کړی و او ویلی یې و چې د ای اس ای له خوا د ښاغلی مشعل احضار او له هغه سره ناوړه چلند د ډیپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف عمل دی.
د افغانستان سفیر وروسته له هغه د ای اس ای له خوا ورغوښتل شوی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې د دوی ډیپلوماتان ځورول شوی دی.
خو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر سره د «ناوړه چلند» ادعا رد کړې ده.
نورو رسمی سرچینو او پاکستانی لوری هم تر اوسه کابل ته د پاکستانی چارواکو راتګ نه‌دی تأیید کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.