سیګار پر سرتېرو د داخلی بریدونو ډېرېدو او حکومت یې د کمېدو خبره کوی

- ۰۲ قوس ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلی چې په درېیو میاشتو کې د دولتی ځواکونو په لیکو کې ۳۰ داخلی بریدونه شوی، خو د افغانستان امنیتی ادارې ددغه ډول بریدونو د کموالی خبره کوی.
د افغانستان دفاع وزارت چارواکی وایی، په تېرو کلونو کې د ملی اردو په لیکو کې د داخلی بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې وې، خو اوس د حملو کچه ټیټه شوې ده.
ددغه وزارت یوه ویاند فواد امان ازادی راډیو ته وویل، د داخلی بریدونو د مخنیوی لپاره یو لړ طرزالعملونه رامنځته شوی چې په پلې کېدو سره به یې شته اندېښنې نورې هم را کمې شې.
خو ښاغلی امان ددغو بریدونو د شمېرو په اړه معلومات ورنه کړل.
«د نوور کلونو په پرتله د ملی اردو په لیکو کې د خودی حملو ګراف کم شوی او موږ د دې لپاره یو لړ طرزالعملونه رامنځته کړی چې له مخې به یې په دې اړه شته اندېښنې هم لمنځه لاړې شی».
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلی چې د روان ۲۰۱۹ میلادی کال په جون، جولای او اګست میاشتو کې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په لیکو کې ۳۰ داخلی بریدونه تر سره شوی دی.
سیګار په دې پیښو کې دولتی سرتېرو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلی، خود راپور په یوه برخه کې راغلی چې تر جون وړاندې درېیو میاشتو ته په کتو داخلی بریدونه دوه برابره شوی دی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیګار اداری دغه راپورناسم او له حقیقته لرې بولی.
ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمی آزادی راډیو ته وویل، پخوا د افغانستان د پولیسو په لیکو کې د مخالفینو نفوذی کسان وو، خو اوس دا اندېښنې لرې شوې دی.
خو ځینې پوځی کارپوهان د داخلی بریدونو په اړه د سیګار ادارې له راپور سره همغږی دی.
پوځی کارپوه امرالله آمان ازادی راډیو ته وویل، لا هم د امنیتی ادارو د استخباراتو په برخه کې نیمګړتیاوې شته چې د هغه په خبره مخالفین ترې ګټه پورته کوی.
ښاغلی امان زیاته کړه: «سیګار په ډېر مناسب وخت کې دغه راپور خپور کړی. د افغانستان، امنیتی او دفاعی بنسټونه په استخباراتی برخه کې ستونزې لری، اړوندې ادارې په دې برخه کې جدی توجه نه کوی. همدا لامل دی چې دغه ستونزې راولاړیږی.»
په افغانستان کې د دولتی ځواکونو په لیکو کې د مخالفینو او په تېره بیا د طالبانو نفوذی کسانو په وار وار پر خپلو ملګرو سرتېرو مرګونی بریدونه کړی. کله ناکله دغو نفوذی کسانو د دولتی سرتېرو په جامه کې بهرنی سرتېری هم په نښه کړی دی.
ددغه ډول بریدونو د مخنیوی لپاره د حکومت یو اقدام و چې د دولتی ځواکونو په لیکو کې یط د استخدام شرایط سخت کړل.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.