ولسی جرګې د سولې بهیر د بریا لپاره په اوربند ټینګار وکړ

- ۰۹ قوس ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان او امریکا له ولسمشرانو ورورسته اوس د افغانستان ولسی جرګه هم وایی چې د سولې بهیر د بریا لپاره اوربند یوه حتمی خبره ده.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د بیا پیلیدو په هکله د خبرو او بحثونو په ګرمېدو سره جوخت د افغانستان ولسی جرګه هم پر اوربند ټینګار کوی.
د دې جرګې رییس میر رحمان رحمانی د شنبې د ورځې په عمومی غونډه کې د یو شمېر وکیلانو له بحثونو روسته وویل، چې په جګړو او تاوتریخوالی کې ترډېره ملکی خلک وژل کېږی او د سولې له هوکړې د مخه باید اوربند وشی.
هغه وویل: «سراسری اوربند او د تاوتریخوالی کمول باید د هرډول خبرو او تفاهم لپاره زمینه برابره کړی ځکه چې د طالبانو لخوا تاوتریخوالی زمونږ د بې ګناه وطنوالو پر وړاندې کیږی، دا د منلو وړ نه ده چې طالبان له امریکایانو سره معامله وکړی او د هېواد په دننه کې جنایتونه ترسره کړی.»
خو ښاغلی رحمانی وایی، چې د افغانستان حکومت باید له طالبانو سره د خبرو آترو له پیلېدو مخکې یوه داسې اجماع رامنځته کړی چې په کې سیاسی جریانونه، مدنی بنسټونه، دینی علما او ښځې شاملې وی.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون مرستیال سید محمد جمال بهشتی وایی چې له طالبانوسره له اوربند پرته د سولې هوکړه نتیجه نه ورکوی ځکه چې د ده په خبره اوربند سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره لومړنی ګام دی.
د افغانستان او امریکا ولسمشرانو محمد اشرف غنی او ډونالډ ټرمپ هم په بګرام کې د لیدو پرمهال ویلی چې که طالبان د سولې هوکړې ته ژمن دی نو باید د اوربند وړاندیز ومنی.
ښاغلی ټرمپ دغه راز ویلی، هغې هوکړې ته چې غواړو له طالبانوسره ورسېږو هغه به صادقانه وی او دې ډلې چې مخکې به یې اوربند ته غاړه نه ایښوده اوس یې منی.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین د شنبه په ورځ په یوه استول شوی پیغام کې آزادی راډیو ته وویل چې له امریکا سره د سولې د موافقتنامې له مخې،اوربند به له هوکړې وروسته وشی.
په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم وایی، ښایی طالبان ترکومه چې له امریکا سره د سولې د هوکړې په اړه اطمینان پیدا نه کړی، اوربند به چمتو نه شی.
هغه زیاتوی: «د طالبانو جنګیالی چې عملاً جنګ کوی د دې ډلې قوت دی، که چیرې دا ډله اوربند وکړی د دې جنګیالیو جنګی انګېزه یا متاثره کیږی او یا هم له منځه ځی، د طالبانو رهبری وایی که امریکا د سولې د هوکړې په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړی او یا دې ډلې ته تضمین ورکړی، نو اوربند به وکړی.»
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې آترې درې میاشتې مخکې، کله چې دغې ډلې په کابل کې د هغې انتحاری حملې مسوولیت واخیست چې د یوه امریکایی پوځی په ګډون ۱۲ تنه په کې ووژل شول د امریکا د ولسمشر له خوا لغوه شوې.
خو د راپورونو پر بنسټ د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد څو ورځې وړاندې بیا په قطر کې له طالبانو استازو سره لیدلی دی.
د متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ هم ویلی چې له طالبانو سره مذاکرات بیا پیل شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.