د خلیــلزاد د سفـر هـدف د بین الافغـانی مـذاکـراتو ژر پیلېـدل دی

- ۱۵ قوس ۱۳۹۸

mandegarد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایی، د زلمی خلیلزاد د سفر هدف دا دی چې د سولې بین الافغانی مذاکرات ژر پیل شی.
د امریکایی چارواکو په خبره، د دغې ناستې په پیل سره به طالبان د افغانستان له یوه ملی ټیم سره ناسته وکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ازادی راډیو ته وویل، له طالبانو سره په مذاکراتو کې به د افغانستان یو ټول شموله پلاوی چې پر دولت سربېره به د ټولو اقشارو استازی په کې ګډون ولری، د سولې خبرې پرمخ یوسی.
دغه ویاند وویل چې کابل او دوحې ته د خلیل زاد د سفر موخه د سولې د بین الافغانی مذاکراتو ژر پېلېدل ډی.
سرچینه زیاتوی، په دغه بین الافغانی ناسته کې باید د افغانستان د راتلونکی لپاره د سیاسی لارې نقشه ترسیم او پر یوه دایمی او جامع اوربند موافقه وشی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد اوس مهال په کابل کې ددغه هېواد له حکومتی مشرانو او سیاستوالو سره په خبرو بوخت دی.
خلیلزاد به له کابل وروسته د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړ شی او هلته به له طالبانو سره د تاوتریخوالی په راکمولو خبرې وکړی.
د افغانستان جمهوری ریاست وایی، چې تېره شپه زلمی خلیلزاد له ولسمشر اشرف سره په کتنه کې په افغانستان کې د اوربند پر امکاناتو خبرې وکړې.
د ولسمشر غنی یو ویاند دواخان مینه پال که څه هم له طالبانو سره د افغانستان ملی مذاکره کوونکی پلاوی په اړه څه نه وایی، خو ټینګار کوی چې د سولې د خبرو محوریت به د کابل په لاس کې وی.
ښاغلی مینه پال زیاته کړه: «مذاکرات بېلابېل پړاونه لری. ځینې برخې د امریکا او طالبانو ترمنځ دی، هغه څه چې د افغانستان حکومت پورې اړه لری، په هغه باندې د کابل او واشنګټن ترمنځ هوکړه شوې چې د سولې د مذاکراتو محوریت به د افغانستان د حکومت په لاس کې وی.»
بل خوا زلمی خلیلزاد د افغانستان د ملی یووالی حکومت له اجرائیه رئیس او د سولې عالی شورا له غړیو سره هم د سولې په اړه خبرې کړې دی.
د سولې عالی شورا مرستیال عزیزالله دین محمد ازادی راډیو ته وویل، زلمی خلیلزاد ورته ویلی چې امریکا له طالبانو سره توافق ته رسېدلې ده او د افغانی مذاکره کوونکی ملی پلاوی د جوړېدا په اړه یې د افغانستان له سیاسی څېرو سره خبرې کړې.
ښاغلی دین محمد وویل: «نوموړی (زلمی خلیلزاد) ویلی چې موږ له طالبانو سره په ډېرو برخو کې توافق ته رسېدلی یو؛ اوس امریکا له طالبانو سره د تاوتریخوالی په راکموالو خبرې کوی. خلیلزاد په دې اړه د افغانستان د حکومت نظر غوښت او د ټول شموله مذاکره کوونکی پلاوی په جوړېدا یې ټینګار کاوه.»
د ښاغلی خلیلزاد په مشرۍ د امریکایی پلاوی او طالبانو ترمنځ تر نهه پړاوه خبرو وروسته د سولې رسمی مذاکرات په تېر سپتمبر کې هغه وخت ولسمشر ډونالد ټرمپ لغوه کړل چې طالبانو په کابل کې د یوه موټربم چاودنې مسوولیت ومانه چې پکې د یوه امریکایی سرتیرې په ګډون ووژل دولس تنه شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.