د بشر حقونو کمېسیون: لاهـم افغـانستان کې بشـر حقـونه تر پښـو لانـدې کېـږی

- ۱۹ قوس ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی، بشری حقونه لا هم په افغانستان کې تر پښو لاندې کېږی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایې هغه اقدامات چې په دې هېواد کې د بشری حقونو د وضعیت ښه کولو لپاره شوی، د قناعت وړ نه دی.
د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکر الله مشکور له ناامنۍ نیولې تر ادارې فساد پورې د بشری حقونو د سرغړونی اساسی عوامل بولی.
ښاغلی مشکور تېر ماښام په دې اړه آزادی راډیو ته وویل: «سره له دې چې د تېرو کلونو پرتله د بشری حقونو وضعیت کې پرمختګونه شوی او ښه یې ارزوم، ځکه د بشری حقونو په برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکول شوی، ځینې مهم قوانین د بشری حقونو په ملاتړ تصویب شوی او بشری حقونه د یوې ملې موضوع په توګه زموږ په ټولنه کې مطرح شوې ده خو په ټوله کې په افغانستان کې د بشری حقونو سرغړونې شته، جګړې، تاوتریخوالی، بېوزلی، فساد، قاچاق او د قانون د حاکمیت کمزورتیا د بشری حقونو سرغړونو ته زمینه برابروی.»
ښاغلی مشکور د بشری حقونو د سرغړونو په اړه دقیق ارقام ورنکړل.
ثریا صبحرنګ د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ او پراختیا د برخې پخوانۍ کمېشنره ده.
نوموړې له آزادی راډیو سره په خبرو کې د بشری حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
د هغې په وینا ښځی او ماشومان د جګړې اصلی قربانیان دی.
صبحرنګ زیاتوی: «له سزا څخه د معافیت فرهنګ په بېلا بېلو ډولو دوام لری، هغه کسان چې ځواکمن دی او غیر مسول وسله وال لری، انتقامونه اخلی، ترور او وژنې کوی، کله چې جګړه وی غیرمسول وسله وال هم فعالیت کوی، مونږ نشو ویلی چې زموږ د بشری حقونو وضعیت ښه دی، دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.»
خو میرمن صبحرنګ زیاته کړه چې د بشری حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره اقدامات شوی دی.
هغې د بیلګی په توګه د ملګرو ملتونو د بشری حقونو په شورا کې د افغانستان غړیتوب، د ځورونې د مخنیوی قانون تصویب او هم د ماشومانو د بشری حقونو د ملاتړ قانون تصویبولو ته اشاره وکړه.
د دغه قانون چې د دوشنبه په ورځ د افغانستان ولسی جرګې تصویب کړ ، په یوې مادې کې راغلی : «ماشوم هغه چا ته ویل کېږی اتلس کلن شوی نه وی.»
په ولسی جرګې کې له څو کلونو راهیسې پر دې مادې اختلاف و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.