یونېسف: په افغــانستان کــې د ماشـومانـو مـرګ ژوبـله ۱۱ سلنـه زیاته شـوې

- ۲۶ قوس ۱۳۹۸

mandegarپه افغانستان کې د ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونېسف وایی په دې هېواد کې د جنګ جګړو له امله د ماشومانو په تلفاتو کې د تېر کال په پرتله ۱۱ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.
یونېسف په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولی او وایی چې دا حالت د منلو وړ نه‌دی.
د یونېسف د نوی خپور شوی راپور پر اساس په ورځنی ډول په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله ۹ ماشومان ټپیان یا وژل کېږی.
په افغانستان کې د یونېسف استازی ابوبکر کمپو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۲۶» رسنیو ته وویل چې دغه شمېرو ته په کتو ویل کېدای شی چې روان ۲۰۱۹ میلادی کال د افغان ماشومانو لپاره خونړی بلل کېږی.
هغه وایی: «په افغانستان کې په منځنی ډول هره ورځ د جنګ جګړو له امله ۹ ماشومان وژل کېږی یا هم ټپیان کیږی، پوهېږو چې دا وضعیت له تېرو ۴۰ کالو راهیسې روان دی، د روان میلادی کال په درېیو لومړیو ربعو کې ۶۳۱ ماشومان وژل شوی او ۱۷۳۰ نور ټپیان شوی دی، دا شمېرې د تېر ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۱ په سلو کې زیاتوالی ښیی او ټکان ورکوونکی دی.»
ښاغلی کمپو د انتحاری بریدونو زیاتوالی، بمی چاودنې او د افغان ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ مخامخ جګړې د ماشومانو د زیانونو د زیاتېدو عمده لاملونه یاد کړل.
د یونېسف په دې راپور کې راغلی دی چې د ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۸ میلادی کال پورې په دې هېواد کې ۶۵۰۰ ماشومان وژل شوی او شااوخوا ۱۵۰۰۰ نور ټپیان شوی دی.
د اکټوبر په ۱۶مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د بمی چاودنې له امله د ټپی ماشومانو انځور.
بشری مرستو ته د ۳،۸ میلیونه ماشومانو نه‌لاسرسی، له زده‌کړو د ۳،۷ میلیونو ماشومانو بې‌برخې‌توب، په خوارځواکۍ اخته ۶۰۰۰۰۰ ماشومان او په درنو کارونو د ۳۰ سلنه ماشومانو بوختیا هغه مسایل دی چې په دغه راپور کې ورته اشاره شوې ده.
مخکې تر دې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د ماشومانو په نړیواله ورځ کې او د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د تصویب په ۳۰مه کلیزه کې د دغه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
دغه کمېسیون وایی، د نا امنیو د پراخېدو له امله د تېر کال په پرتله د ماشومانو وضعیت بدتره شوی دی.
د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور وایی: «له بده مرغه په دې وروستیو کلونو کې د جګړو له امله د ماشومانو ترڅنګ، ښځې هم وژل شوی او ټپیانې شوې دی او کمېسیون د دغه وضعیت په اړه ډېر په اندېښنه کې دی، موږ خوشبینه یو که سوله راشی د ماشومانو او ټولو افغانانو ژوند به ښه شی، خو که خدای ناخواسته جګړه همداسې روانه وی وضعیت به تر دې هم بدتره شی.»
ښاغلی مشکور، د نا امنیو ترڅنګ اجباری ودونه، ځورونه، درانه کارونه، تاونریخوالی او له ماشومانو ناوړه استفاده د ماشومانو د حقونو پر وړاندې جدی ستونزې ګڼی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.