د افغان فلم چارواکی: د افغانستان د سینما روان وضیعت د اندېښنې وړ دی

- ۰۷ جدی ۱۳۹۸

د افغان فلم چارواکی وایی، د افغانستان د سینما روان وضیعت د اندېښنې وړ دی.
افغانستان کې د سینماګانو سوړ بازار.
د کابل ښار د پارک سینما مخه، د ماسپیښین ۲ بجې سینما ته د تګ د دوهم ټایم پیل خو څوک د فلم لیدو ته نه دی راغلی.
mandegarسینما اوس لکه پخوا د افغانانو ترمنځ د ژبو پر سر نوم نه دی او په سینما ګانو کې فلم کتونکی په اسانۍ نه موندل کېږی.
داسې ښکاری چې په افغانستان کې نور سینما ته د تللو دود ورځ تر بلې پیکه کېږی او ډېری یې د له منځه تللو اندېښنه هم لری.
د کابل د پارک سینما مسوول فضل الرحمن وایی، خلک اوس د فلم لیدو سره چندان مینه نه لری.
هغه زیاتوی: «پخوا به خلک په یو خاص یونیفرم کې د فیلم لیدو ته راتلل ان کورنۍ خو اوس دغه فرهنګ په ټلویزیونونو کې د سریالونو او فلمونو په راوتلو سره پیکه شوې خلک دومره علاقه نه لری.»
د فضل الرحمن په خبره، پارک سینما په یو وخت د ۵۵۰ نندارچیانو ظرفیت لری خو اوس په ورځینی ډول له ۱۵ تر ۲۰ پورې کسان د فیلم لیدو ورځی.
شیرین داد له ۳۰ کلونو راپدېخوا د فلمونو لوبغاړی پاتې شوی او هم یې د پامیر او اریانا په سینماګانو کې د مامور په صفت کار کړی.
دی راته د کابل سینماګانو د اوس او تېرو دیرشو کلونو مخکې توپیر کیسه کوی او زیاتوی: «دیرش کاله وړاندې به خلک له خپلو کورنیو سره پامیر، اریانا، پارک، زینب او خیرخانې سینماګانونو ته د فلم لیدوته راتلل او هغه یو ښه وخت وه خو اوس کورنۍ څه چې په انفرادی ډول هم خلک سینمه ته د تلو لپاره زړه نه ښه کوی، نا امنی، نا سم اقتصادی وضیعت او د حکومت نه پاملرنه هغه لاملونه دی چې خلک یې له سینما سره بې علاقې کړی دی.»
د کابل ښار یو اوسېدونکی محمد بیا وایی: «اوس بیکاری ده خلک پیسې نه لری کنه اوس زموږ د تفریح وخت دی باید د خپل ذهن بدلولو لپاره هم سینما ته لاړ شو.»
نن د ډېسمبر ۲۸ مه د سینما له نړېوالې ورځې سره برابره ده.
له دغې ورځې په افغانستان کې په داسې حال کې نمانځنه کېږی چې د افغان فلم رئیسه صحرا کریمی هم د افغانی سینما کورنۍ وضیعت د اندېښنې وړ بولی.
نوموړې چې د شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره خبرې کولې وویل، د دغې ستونزې د هواری لپاره دوی ځینی ځانګړی پروګرامونه تر لاس لاندې دی.
نوموړې وایی: «د سینما وضیعت دننه په هېواد کې د اندېښنې وړ دی، نه بودجه ورته شته او نه هم د حکومت له لوری لازمه پاملرنه خو افغان فلم په راتلونکې کې ځینې پروګرامونه تر لاس لاندې لری چې په پلی کېدو سره به یې د افغانی سینما وضیعت ښه شی.»
سینما افغانستان ته د شلمې پېړۍ په پیل کې راغله.
دوه لسیزې وړاندې هم په افغانستان کې د ولایتونو او پلازمېنې په ګډون پنځه څلویښت سینما ګانو فعالیت درلود چې یوازې درویشتې یې په کابل کې وې.
خو اوسمهال په پلازمېنې کابل کې یوازې دوه سینما ګانې اریانا او پارک، فعالې دی.
په تېرو څو کلونو جګړو کې د یو شمېر سینماګانو ودانۍ ویجاړې او یو شمېر نورې په سوداګریزو ودانیو او دولتی ادارو بدلې شوې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.