تېـرو شپـږو میاشتـو کــې روغتیــا وزارت لسګــونه غیــرقانونــی روغتیــایی مرکــزونه تړلــی

- ۲۱ جدی ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د روغتیایی قوانینو د پلی کېدو د ارزونې ریاست چارواکی وایی، په تېرو شپږو میاشتو کې یې په کابل کې لسګونه روغتیایی مرکزونه چې په غیر قانونی ډول یې فعالیت درلود، تړلی دی.
د دې ادارې رئیس احمد خالد احدی له ازادی راډیو سره په خبرو کې وایی، د یادو روغتیایی مرکزونو د تړل کېدو ترڅنګ مسوولین یې عدلی او قضایی بنسټونه ته هم معرفی شوی دی.
ښاغلی احدی خبرداری ورکړ چې که دغه مرکزونه بیا ځلی خپل فعالیتونه پیل کړی عدلی او قضایی بنسټونه ته به وروپېژندل شی.
نوموړی وویل: «په دې تړل شویو روغتیایی مرکزونو کې ۱۴ روغتونونه، ۴۵ عمومی کلنیکونه، ۸۰ د غاښونو کلینکونه، ۲۶ لابرتوارونه او له شلو زیات د حجامت مرکزونه دی.»
خو د ښاغلی احدی په خبره، دغو مرکزونو ۶ عمومی کلینکونو، ۵ روغتونونه، ۱۵ د غاښونو کلینکونو او شپږو لابرتوارونو ته د قانونی مراحلو تر بشپړولو وروسته بېرته د فعالیت اجازه ورکړل شوی ده.
ښاغلی احدی وایی، تر دا مهاله د شپږو روغتیایی مرکزونو مالکان چې د غیر قانونی فعالیتونو له امله یې مرکزونه تړل شوی وه او بیرته یې فعالیت پیل کړی و عدلی او قضایی بنسټونو ته پیژندل شوی دی.
د افغانستان د روغتیایی قوانینو د پلی کېدو د ارزونې رئیس وایی، د ټولو ۳۳ ولایتونو روغتیایی مرکزونه به وارزول شی.
ددې بند شویو روغتیایی مرکزونو له ډلې یو یې هم د (روغتیا) په نوم د غاښونو صحی مرکز دی چې د کابل په قلعه زمان خان سیمه کې موقعیت لری.
دغه روغتیایی مرکز د روان لمریز کال د قوس په میاشتې کې د غیر قانونی فعالیتونو له امله وتړل شو.
ددې روغتیایی مرکز مالک حسیب الله امین منی چې فعالیت یې غیر قانونی وه:
«له څو میاشتو راهیسې ما دغه کار کاوه او خپل فعالیت ته مې دوام ورکړی و، خو دروغتیایی قوانینو څخه د پلی کېدو د ارزونې ریاست د خبرو پر بنسټ چې ما د فعالیت جواز نه درلود، کار مې غیر قانونی و، نو ځکه یې کلینک راته وتړه او زه هم تصمیم لرم چې ترڅو مې جواز نه وی اخیستی فعالیت ونه کړم».
د افغانستان د روغتیایی قوانینو د پلی کېدو د ارزونې ریاست د معلوماتو له پر بنسټ اوس مهال په کابل کې ۴۰۰ خصوصی روغتونونه، ۱۰۰ کلینیکونه او له ۵۰۰۰ څخه زیات ډاکټران فعالیت لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.