ارګ د اوربند او سپېدار د تاوتریخوالی د کمښت پلوی کوی

- ۲۴ جدی ۱۳۹۸

د افغانستان اجرائیه ریاست وایی، که طالبان د تاوتریخوالی له کمولو سره توافق وکړی دا بین‌الافغانی خبرو ته زمینه برابرولی شی، خو په وینا یې باید د تاوتریخوالی د کمولو معیارونه مشخص شی څو خلکو ته زیان وانه‌وړی.
ارګ او سپېدار ماڼۍ چې د افغانستان د ملی یووالی د حکومت دوه شریکان دی، د سولې په تړاو د یوې مهمې مسئلې په اړه یو نظر نه‌لری.
د ارګ لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو تر پیل مخکې اوربند مهمه مسئله ده، خو اجرائیه ریاست وایی، لومړی دې تاوتریخوالی راکم شی چې په پایله کې یې بین‌الافغانی خبرو ته لاره هواره شی.
د اجرائیه ریاست یو ویاند امید میثم د دوشنبې په ماښام ازادی راډیو ته وویل، باید د تاوتریخوالی د کمولو معیارونه مشخص وی.
هغه زیاته کړه: «موږ هېڅکله د اوربند مخالف نه‌یوو، که اوربند وشی او یا تر هغې لوړ ګام واخیستل شی، جنګ بند شی او طالبان دې نتیجې ته ورسېږی چې کولای شی د خبرو له لارې خپلو غوښتنو ته ورسېږی او بالاخره جګړه د حل لاره نه‌ده، معلومه خبره ده چې موږ یې هرکلی کوو، خو د تاوتریخوالی او جګړې کمېدل چې که جزئیات، معیارونه او ژمنې یې مشخصې وی، زموږ په باور کولای شی، د بین‌الافغانی خبرو اترو پر لور یو ګام وی.»
تر دې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غنی ویاند صدیق صدیقی د یکشنبې په ورځ ویلی وو، د سولې د خبرو لپاره چې هره طرحه وړاندې کېږی باید روښانتیا ولری.
د صدیقی په وینا، د سولې ټینګښت په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په معنی دی او د سولې د خبرو لپاره اساسی طرحه هم د اوربند ټینګښت دی.
د ولسمشر ویاند همدارنګه ټینګار کړی چې د تاوتریخوالی کمول عملی اړخ نه‌لری.
تر دې مخکې څو ځلې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په اړه اوازې خپرې شوی، خو د ۲۰۱۸ میلادی کال په لوی اختر کې له درې ورځنی اوربند پرته دواړو لورو هېڅکله خپلو کې اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې.
د افغانستان د سولې عالی شورا مرستیال حاجی دین محمد د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، که چېرې طالبان اوربند ومنی، دا به یو اغېز لرونکی اقدام وی، خو د نوموړی په وینا که چېرې د اوربند د اعلان په وړاندې خنډونه موجود وی، د تاوتریخوالی کمول هم کېدای شی افغانستان اوربند ته نږدې کړی او اړتیا ده چې د سولې بهیر همداسې مخکې ولاړ شی.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د روانې جګړې په ترڅ کې د تاوتریخوالی کمښت ټاکلی معیارونه یا مشخص تعریف نه‌لری او دا نه‌ده څرګنده چې تاوتریخوالی په کومه پیمانه کمېږی.
د افغانستان د اردو یو پخوانی جنرال عتیق‌الله امرخېل په کابل کې له نظامی پوهانو څخه دی.
نوموړی د دوشنبې په ماښام ازادی راډیو ته وویل، په نظامی برخه کې په دې اړه جګړه یا اوربند، یوازې دوه اصطلاحات دی، او دا د تاوتریخوالی په کمولو باور نه‌لری، ځکه د ښاغلی امرخېل په وینا کم تاوتریخوالی هم د جګړې د دوام په معنی دی

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.