افغـانستان کـې د مالـی او امنیتـی ستـونزو له امله ۴۰ رسنـۍ تـړل شـوی

- ۲۹ جدی ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایی، په تېر ۲۰۱۹ میلادی کال کې په ټول هېواد کې ۴۰ رسنۍ د مالی او امنیتی ستونزو له امله تړل شوی.
۲۰۱۹ په افغانستان کې د لسګونو رسنیو د تړل کېدو کال.
د افغانستان د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې د یک شنبې په ورځ د خپل کلنی راپور د شریکولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې په تېر میلادی کال کې،۴۰ رسنۍ د امنیتی او مالی ستونزو له امله تړل شوی.
د دې کمېټې رئیس نجیب شریفی د دغه راپور د جزئیاتو د شریکولو پر مهال وویل، اوس هم تاوتریخوالی د افغان خبریالانو پروړاندې ی یو جدی ستونزه ده.
هغه زیاته کړه: « په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالی په کچه کې ۱۳ فیصده کموالی راغلی، چې دا د خوشحالۍ خبره ده خو اوس هم دا یو جدی ستونزه ده، همداشان په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې ۴۰ رسنۍ د مالی ستونزو له امله تړل شوی خو ۲۵ نورې تازه رامنځته شوې دی.»
د ښاغلی شریفی په خبره، په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالی ۱۰۵ پېښې ثبت شوی، چې د وژنو، ټپی کېدو،یرغمل کېدو، ګواښونو او لنډ مهاله نیونې ډولونه په کې شامل دی.
نوموړی وایی، په ۱۰۵ ثبت شویو پېښو کې ۵ د وژنې او ۱۸ یې د ټپې کېدو او نور یې د تاوتریخوالی د نورو ډولونو دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه کمیتې د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۸ میلادی کال کې ۱۷ خبریالان او د رسنیو کارکونکی وژل شوی وه.
د افغانستان د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې رئیس وایی، په ۲۰۱۹ کال کې دوه خبریالان د طالبانو لخوا، یو یې د داعش ډلې او دوه نورې یې د زور واکو لخوا وژل شوی دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان د خبریالانو د خوندېتوب کمېټه په خپل کلنی راپور کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالی د راکمېدو خبره کوی خو یو شمېر افغان خبریالان اوس هم روان وضیعت د اندېښنې وړ بولی.
خبریال وسیم وصال وایی: « په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پروړاندې ستونزې ډیرې وې، تر بل هر وخت کابل او په ټوله کې افغانستان نا امنه شوی، خبریالان له ډیرو ستونزو سره مخ دی، زموږ کارونه له ډیرو سختو ستونزو سره مخ دی موږ نشو کولای سمه اطلاع رسونه وکړو. «
افغان خبریال جاوید ارزومند وویل: «د تاوتریخوالی د راکمېدو کچه څه معنی؟ موږ به هغه وخت باور وکړو چې په افغانستان کې هیڅ خبریال ونه وژل شی، افغانستان د خبریالانو لپاره خوندې هېواد نه دی او په خپل کار کې ځان هیڅ خوندې نه احساسوو. «
په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت که څه هم د رسنیو په برخه کې خپارل شوی ارقام له حقیقت لرې نه ګڼې خو ټینګار کوی، چې یاد وزارت د رسینو د ملاتړ په برخه کې لاس تر زنې نه دی ناست.
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نشراتو د برخې مرستیال سید اقا فاضل سانچارکی د یک شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل: « هغه ارقام چی خپاره شوی له بده مرغه له حقیقت څخه لرې نه دی خو برعکس بیا له دې زیاتو کسان وزارت ته د نویو رسنیو د جوړېدو لپاره مراجعه کړې چې موږ یې هم په ورین تندی هرکلی کوو. «
په افغانستان کې په خصوصی ډول رسنیز فعالیتونو په دغه هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو ورسته زیات شول، مخکې تر هغې یوازې دولتی رسنۍ فعالې وې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.