د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د استـېناف غــوښتنــې پــر ۵ مــواردو پرېکــړه نــږدې شــوې

- ۱۲ دلو ۱۳۹۸

د افغانستان د ټاکنیزو د شکایتونو کمېسیون خپل فعالیتونه، د استېناف غوښتنې د پنځو مواردو پر ارزونې متمرکز کړی چې ۳۰۰ زره جنجالی رایې په کې شاملې دی.
د افغانستان د ټاکنیزو د شکایتونو کمېسیون د سې شنبې له ورځې راهیسې د ولسمشریزو ټاکنو د جنجالی رایو په اړه بحثونه کوی.
په دې کې له ټاکلی وخت نه بهر ۱۰۲ زره راېې، ۱۰۷زره مشکوکې، ۲۴۲۳ محلونه، له یوې نه تر پنځو پورې د بایو میټریک د پاڼو په پایلو کې تفاوت، او له ۶ رایو پورته له اطلاعاتو سره د بایومیټریک په رایو کې تفاوت شامل دی.
د دغه کمېسیون غړی قاسم الیاسی وایی، د دغو پنځو مواردو په اړه د تصمیم نیونې نظریات سره نږدې شوی، او په اړه به یې تر راتلونکو دوو ورځو پورې تصمیم وروستی شی.
هغه زیاته کړه: «ذهنیتونه نږدې شوی، انشاءالله ډیر ژر به د پرېکړو شاهدان اوسو، که پر دغو مواردو پریکړه وشی، ۹۵ فیصده کارونه به مو پای ته ورسېږی، موږ د افغانستان له خلکو سره چې ډیر انتظار یې وایست ژمنه کوو چې له قانونی ڼیتې نه به یې مخکې په اړه پرېکړه وشی.»
خو د دغه کمېسیون ځینې سرچینې وایی، پر دغو پنځو مواردو پرېکړه وروستۍ شوې او لاسلیک ته تیار دی.
په ورته وخت کې د دې کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضاء فیاض وایی، د استېناف غوښتنې د دوسیو ډلبندۍ په ۲۱ ولایتونو کې پاې ته رسیدلې او په نورو ولایتونو کې به په نږدې راتلونکې کې پای ته ورسېږی.
هغه زیاتوی: «د وروستیو راپورونو له مخې، ډلبنډی په ۲۱ ولایتونو کې پای ته رسېدلې او په محدودو ولایتونو کې پاتې چې کار پرې نن او سبا دوام لری.»
د ټاکنیزو د شکایتونو کمېسیون د میزان یا تلې د ۶ د ولسمشریزو ټاکنو اړوند په ۲۹ ولایتونو کې څه باندې ۶۲۰۰ استېنافی شکایتونو ترلاسه کړی او د ډلبنډۍ بیهر یې تیره اوونۍ پیل شوی دی.

mandegar

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.