دا اندېښنې دې جدی ونیول شی

- ۰۲ حوت ۱۳۹۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومی منشی خاص استازی وایی، چې په دې هېواد کې به هغه وخت شفاف او عادلانه انتخابات ترسره شی چې امنیت ښه شی.
یان کوبیش د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د هغو انتخاباتو ملاتړ کوی چې ټول افغانان په کې برخه ولری او ټولو ته د باور وړ وی.
یان کوبیش همدا راز وایی، د تیرو انتخاباتو ستونزو ته په کتو سره باید افغان او نړېوال امنیتی ځواکونه هڅه وکړی، چې د دې انتخاباتو لپاره خاص امنیتی تدابیر ونیسی.
ملګری ملتونه په داسې مهال د ټاکنو د امنیت په اړه اندېښنه ښیی، چې له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نا امنی د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ بللی و.
دټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر فضل احمد معنوی د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلی ول، په کومه سیمه کې چې امنیت نه وی د رایې ورکولو صندق به په کې کېنه ښودل شی.
هغه له امنیتی ارګانونو وغوښتل، چې په هېواد کې دې د ازادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کولو ته د رایو ورکولو د مرکزونو امنیت ته تدابیر ونیسی.
د ده په وینا، امنیتی ادارې مکلفې دی، چې د انتخاباتو د مرکزونو، د انتخاباتو د لوازمو، د رایو ورکوونکو، کاندیدانو او ناظرینو امنیت وساتی.
ملګری ملتونه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې مهال د ټاکنو د امنیت په اړه اندېښنې ښیی، چې سږکال په ژمی کې هم نا امنۍ په درز روانې وې او اټکل داسې دی، چې د ژمی په پای ته رسېدو او د پسرلی په راتلو سره به یو ځل بیا وسله وال مخالفان د جګړو لیکو ته راستانه شی او جګړه به تېزه شی.
تېرځل ولسمشریزې او د ولسی جرګې ټاکنې هم د امنیت د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوې.
په ډېرو سیمو کې له نا امنۍ نه په ګټې اخیستو سره یوشمېر خلکو د خپلې خوښې وړ نوماند ته د رایو صندوقونه ډک کړل، په ډېرو سیمو کې ټاکنې تر سره نه شوې او یوه کم شمېر خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته.
د ولسی جرګې له ټاکنو را وروسته یوشمېر کسان ددرغلو په تور له نهایی لېسته و ایستل شول او پر ځای یې نور کسان ځای شول او دغه بهیر خورا سترې ناندرۍ را پورته کړې.
همدارنګه د ولسمشرۍ ټاکنو هم هېواد ته نوی ناورین رامنځته کړ او په افغانستان کې یې د ټاکنو او دیموکراسۍ په لمن داغ کېښود.
په تېرو ټاکنو کې له افغان ځواکونو سره سره په زرګونو بهرنی او نړیوال پوځیانو هم د ټاکنو د امنیت په خوندیتوب کې مرسته کوله؛ خو نا امنۍ په ډېرو سیمو کې د ټاکنو بهیر له خنډ و ځنډ سره مخ کړ.
خو دا چې په ۲۰۱۴ کال کې له یوې خوا نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځی، افغان ځواکونه بشپړ امنیتی مسوولیتونه اخلی او له بلې خوا یې لا تر اوسه په تجهیز، روزنې او وړتیا شک کېږی او د خلکو اندېښنې یې را پیدا کړی، نو څنګه به وکولای شی چې په یوازې سر د ټاکنو امنیت ونیسی.
له همدغه ځایه د خلکو اندېښنې سرچینه اخلی او اټکل کوی، چې افغان ځواکونه په بشپړ ډول د ټاکنو امنیت نشی تامینولای.
په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کول د هېواد لپاره یوه برخلیک ټاکوونکې او حیاتی مسله ده. د شته لاسته راوړنو خوندیتوب، د دیموکراسۍ بقا، په مسالمت امېز ډول د سیاسی واک انتقال، د نا امنۍ مخنیوی او یوشمېر نور مهم مسایل هغه څه دی، چې د افغانانو په برخلیک پورې تړلی دی او دې چارو د ښه تر سراوی یوازینۍ لاره د رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو تر سره کول دی.
یوازې د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول افغانانو ته دا مجال ورکوی، چې د خپلې خوښې وړ برخلیک وټاکی او یوه داسې چاته رایه ورکړی، چې له بحران نه د افغانستان د وتلو وړتیا ولری.
خو که په بشپړ ډول د ټاکنو امنیت خوندی نه وی؛ نو په ډېرو سیمو کې به ټاکنې تر سره نشی او دا چې ټاکنې د تېر ځل په شان په یوشمېر هغو سیمو کې چې نا امنه دی تر سره نشی؛ نو د ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راځی. ځکه همدا اوس هم ډېری سیمې نا امنه دی، چې په ټاکنو کې به وسله وال مخالفان نور هم هڅه وکړی، چې خلک په ټاکنو کې له برخه اخیستو را وګرځوی دلته ده چې د رایه ورکوونکیو د شمېر په پرتله به د هغو کسانو شمېر ډېر شی، چې رایه نه ورکوی.
په ټاکنو کې برخه اخیستل او رایه ورکول د هر افغان حق دی او باید چې حکومت په ټول توان سره هڅه وکړی، چې د ټاکنو امنیت خوندی کړی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ملګرو ملتونو اندېښنه هم له دې امله ده چې تر اوسه حکومت د ټاکنو د امنیت په اړه چپه خوله دی او په دې برخه کې یې هېڅ لېوالتیا نه ده ښکاره کړې.
په کار ده چې حکومت په پراخو او هر اړخیزو امنیتی پلانونو سره هغه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولی چې دمګړۍ یې له لاسه وتلی، په ناامنه سیمو کې دې چاڼیز عملیات ترسره کړی او د نړیوالو ځواکونو د شتون په صورت کې دې هڅه وکړی، خپل ځواک وازمایی او هره کمی کاستی چې په خپله امنیتی دستګاه کې لری سر له همدا اوسه یې باید حل کړی؛ څو ټاکنې په ټول هېواد کې ترسره شی او ټول افغانان په کې برخه واخلی. کنه له دې هاخوا به ټاکنې بیا له نویو ستونزو او جنجالونو سره مخ شی او هېواد به یوه نوی ناورین ته ټېل وهی، چې بیا به یې ټول پړه په اوسنی حکومت وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.