د ننګرهار محصلینو لاریون وکړ

- ۱۴ حوت ۱۳۹۱

د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلینو د بهرنیو ځواکونو له لورې په روان کال کې د څو تنو محصلینو د وژل کېدو او د ۲۶ نورو بندیانو د راخوشی کېدو په اړه لاریونونه وکړل.
د لاریون کوونکیو محصلینو په وینا د دوی پنځه تنه محصلین د بهرنیو ځواکونو له لورې وژل شوی او ۲۶ نور یې بندیان دی، دوی د څو ماده ییز پرېکړه لیک په اورولو سره د خپلو وژل شویو محصلینو د عاملینو محاکمه کول او د نیول شویو هغو د راخوشې کولو غوښتنه کوله او ویل یې، تر څو چې بندیان شوی محصلین راخوشې نه شی، تر هغې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړی.
همدارنګه لاریون کوونکیو د ولسی جرګې د لومړی مرستیال حاجی ظاهر قدیر پر ضد هم شعارونه ورکول او ویل یې چې نوموړی د ننګرهار پوهنتون ځمکه غصب کړې ده.
راپورونه وایی، چې حاجی ظاهر د تعلیم او تربیې پوهنځی یو تعمیر هم د شخصی ښوونیز مرکز لپاره هم قبضه کړی چې له امله یې محصلین له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
خو د ننګرهار د والی ویاند احمدضیا عبدالزی وایی، چې دوی تل د محصلینو ستونزې اورېدلی او د حل په موخه یې ورسره مرسته کړې ده؛ خو زیاتوی چې دا ځل به هم د ننګرهار ولایت د محصلینو د ستونزو په لرې کولو کې جدی اقدام وکړی، هغه ستونزې چې په ولایت پورې مربوطې دی هغه به ولایت او په مرکز پورې اړونده ستونزې به مرکز حل کړی.
دغه لاریونونه د ننګرهار پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځی او د طب پوهنځی محصلینو په خپلو ځایونو کې تر سره کړل، چې د سهار څه کم اوو بجې پیل شوی و او تر غرمې یې دوام وکړ.
دا لومړی ځل نه دی چې له ننګرهار پوهنتون نه زده کوونکی د امنیتی ځواکونو له لوری وړل کېږی، بلکې له دې وړاندې هم په وار وار دغه ډول پېښې شوی چې په غبرګون کې محصلینو په پراخو لاریونو لاس پورې کړ ی دی.
ډېری شنناندی وایی، چې په محصلینونو کې وسله والو مخالفانو پراخ نفوذ کړی او اوس اکثریت محصلین پټ و ښکاره د هغوی لپاره تبلیغ کوی او یا هم ورسره خواخوږی لری.
د ننګرهار پوهنتون محصلینو لاریونونه له تاوتریخوالی ډک وی او ډېری خلک په دې فکر کې وی، چې محصلین له نورو ځایونو څخه لاریون ته هڅول کېږی؛ خو له دې لاریون نه تر اوسه د تاوتریخوالی رپوټ نه دی ورکړل شوی.
دا چې یاد محصلین ولې وژل شوی او نور ولې وړل شوی؛ تر اوسه په دې اړه د ننګرهار ولایت او یا هم امنیتی چارواکیو څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.