ارګ: پاکستان ته لاس تر زنې نشو کېناستلی

- ۱۳ حمل ۱۳۹۲

افغان حکومت وایی، چې پاکستان ته د سولې د خبرو اترو کې مرسته کولو ته لاس تر زنې نشی کېدای او له همدې امله له پاکستان پرته د سولې د خبرو اترو هڅې کوی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، چې د سولې په برخه کې د پاکستان ونډه ورته مهمه ده خو دا چې پاکستان نه غواړی د سولې په پروسه کې مرسته وکړی دوی په نورو لارو غور کوی.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، دوی پخوا هم ویلی او اوس هم په خپل پخوانی دریځ ولاړ دی، چې د سولې په برخه کې د پاکستان ونډه مهمه ده او دا د پاکستان په پلوۍ دریځ نه دی؛ بلکې له دې امله دی، چې د وسله والو طالبانو رهبری په پاکستان کې ده، هغه وسله وال چې په افغانستان کې بریدونه کوی له پاکستانه راځی، د ترهګرو پټنځایونه او روزنځایونه هلته دی او له هغه ځایه رهبری کېږی او د همدې منفی حالت له امله مجبوره دی ووایی چې د سولې په خبرو کې د پاکستان ونډه او رښتینې همکاری مهمه ده او دا مهموالی کوم مثبت نظر نه دی.
هغه وایی، په اوسنیو شرایطو کې هم که کېدای شی مثبت بدلون راشی، پاکستان د سولې له پروسې سره رښتینې مرسته وکړی، د سولې پروسه ګړندۍ شی، ترهګریز بریدون پای ته ورسېږی، که پاکستان رښتینې ډول وغواړی له همدې امله د پاکستان رول مهم بولو؛ خو زیاتوی، دا چې پاکستان د سولې په خبرو اترو کې مرسته نه کوی نو دریځ یې دا دی، چې لاس تر زنې پاکستان ته نشی کېناستی.
د نوموړی په خبره، ، کله چې وینې پاکستان عملاً څه نه کوی، د افغان حکومت دنده ده هغه ډول چې مخکې یې هم بدیلونه یې لټولی په نورو لارو چارو به فکر وکړی او همدارنګه نړیواله ټولنه هم باید چې اوس په دې برخه کې د مسوولیت احساس وکړی، چې په افغانستان کې یې ولې بېګناه سرتېری وژل کېږی او د ترهګرو اصلی ځالې چېرې دی.
دی زیاتوی، په دې برخه کې نړیواله ټولنه په ځانګړی ډول امریکا او برېټانیا کولای شی په دې برخه کې رښتینې مرسته وکړی او بدلون راولی.
فیضی دغه راز وویل، چې له کلونو کلونو راهیسې پاکستان له ترهګریزو ډلو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی او هغوی یې د افغانستان په ګډون د سیمې د یوشمېر هېوادونو پر وړاندې کارولی دی.
هغه وایی، د پاکستان دغه سیاست چې له وسله والو یې ملاتړ کاوه او وسله وال یې روزل لامل شوی، چې د ډیورند د کرښې دواړو لوریو ته وسله والې ډلې فعالیتونه وکړی او دا وسله والې ډلې د هر چا د لاس اله ګرځېدای شی او ګرځېدلې دی؛ خو دا چې پاکستان ادعا کوی له افغانستانه پرې پاکستانی طالبان بریدونه کوی باید له هغوی وپوښتل شی، چې دا پاکستان طالبان چا رامنځته کړل.
د نوموړی په خبره، له پاکستانه باید وپوښتل چې دغه ډله چا تربیه او تجهیز کړه، چا د افغانستان او کشمیر په مسایلو کې استعمال کړه، چا له خپل بهرنی سیاست نه په کې ګټه واخیسته او دا ډله چې دوی تربیه کړې وه همدوی ته ګواښ ګرځېدلی او وایی، چې افغانستان یې پر وړاندې کاروی.
دی زیاتوی، دغه حال چې اوس په سیمه کې راغلی دا د پاکستان د هغو هڅو نتیجه ده چې له وسله والو یې ملاتړ کاوه او روزنه یې ورکوله او اوس هم دغه سیاست دوام لری.
د ولسمشر ویاند وویل، دا چې پاکستان دغه ادعا کوی او رښتیا هم دغسې وی، چې دغه ډلې په افغانستان کې دی او له دې ځایه پرې بریدونه کېږی، نو په کار ده چې په دې اړه اسناد او شواهد وړندې کړی، هم افغان حکومت ته، نړیوالې ټولنې او هم ناټو ته چې دوی ترې د دغو بریدونو د ددرېدو غوښتنه کوی.
ښاغلی فیضی زیاتوی، په کار ده چې اوس ناټو هم په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړی، چې رښتیا هم دغسې ډلې په افغانستان کې شته او که نه پر هغوی بریدونه کوی او که نه او که وی نو د دوی ځواب ورته څه دی.
د نوموړی په وینا، دا چې په پاکستان کې هم هره ورځ ځانمرګی بریدونه او چاودنې کېږی چې له امله یې بېګناه انسانان وژل کېږی، دا هماغه څه دی چې دوی روزل او اوس ورته خپله بلا ګرځېدلې او بیا وایی چې پاکستانی طالبان دی.
دی وایی، چې د دې کار د مخنیوی لپاره یې جدی اقدامات کړی دی او ورته په هېڅ وجه د منلو وړ نه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.