پاکستان افغان خاورې ته په ۳۵ کیلومټره را ننوتلو سره غواړی د کونړ په اوبو ته ځان ورسوی

- ۲۶ حمل ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې پاکستان پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د یوې سرحدی پوستې په جوړېدو اخته دی، یوشمېر پوځی کارپوهان وایی، چې پاکستان غواړی په دغه کار سره دغه ستراتېژیکه نقطه خپله کړی.
همدارنګه دغه کارپوهان وایی، چې افغان حکومت باید له هرې لارې چې ممکنه وی پاکستانی پوځیان له صفری کرښې په شا کړی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال امرالله امان ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې له ۱۹۹۲ کال نه را په دېخوا په افغانستان کې هېڅ داسې اداره جوړه نشوه او منځ ته رانغله چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ننګه او ساتنه وکړی.
هغه وایی، له همدې کال نه را وروسته په افغانستان کې داسې حکام رامنځته نه شول، چې وکولای شی د افغانستان له وضعیت نه اګاه و اوسی او وپوهېږی، چې څه تېرېږی، ځکه دغه حکومتونه په وړو حلقو کې راغلل او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او پالنې برخلیک د الله رضا ته پرېښودل شو.
نوموړی زیاتوی، له بده مرغه چې پاکستان له دې خلا او موقع نه ناوړه ګټه پورته کړه او له هایل خط نه چې صفری نقطه ورته ویل کېږی، له دېرشو ته تر پنځه دېرش کیلومټره پورې د افغانستان خاورې ته وړاندې راغلل.
د جنرال امان په وینا، په مسوولانه ډول یې وایی، چې پاکستان په سپین بولدک کې اوه کیلومټره، اوه کیلومټره په خوست سیمه کې او پنځه دېرش کیلومټره د هېواد په ختیز اراضۍ کې له کونړ او نورستان نه نیولې تر ننګرهار او خوست پورې مخ ته راغلی دی او هلته یې یو بل خطر ټاکلی چې دا هایل کرښه ده.
هغه وویل، اوس پاکستان د ګوشتې ولسوالۍ تر شا راغلی او غواړی، چې دلته تاسیسات او دروازه جوړه کړی، چې دا کار یې د نړیوالو اصولو خلاف دی او پاکستان د ټولو هغو نړیوالو او بین الدول قوانینو او کنوانسیونونو سپکاوی او ترې سرغړونه تکراروی، چې په ۱۹۵۵ کال کې په وینا کې لاسلیک شو او همداسې نورو هېوادونو هم لاسلیک کړل.
د ده په خبره، پاکستان تل دوه شخړې غواړی چې هاخوا په کشمیر او دېخوا له افغانستان سره په پوله.
جنرال امرالله امان وایی، له هماغې نېټې افغان حکومت کمزوری دی او په سیمه کې بې سارې اردو یې له لاسه ورکړه او د پاکستان، امریکا او برېټانیې د استخباراتو قسم خوړلی کسان یې واک ته ورسول، چې دغه قوانین یې له یاده ووتل او د پیسو په ټولو او بلډنګونو په جوړولو اخته شول.
د ده په اند، پنځه میاشتې وړاندې افغانستان او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب دې موافقې ته رسېدلی ول، چې پاکستان ته به د دغه کار اجازه ورکوی، چې دا کار نه د امریکې دی او نه د افغان حکومت چې پاکستان ته دغه ډول اجازه ورکړی؛ ځکه دا نړیواله موضوع ده او دا نړیوالې کرښې ثبت شوی دی.
نوموړی وویل، په مومندو کې د تېرکال شوی برید چې په پایله کې یې پاکستانی پوځیان ووژل شول هغه برید د افغانستان په خاوره کې پر پاکستانیو پوځیانو شوی و.
دی زیاتوی، چې افغانستان له پوځی پلوه دا توانی او وړتیا نه لری، چې له پاکستان سره له پوځی لارو دغه مسله حل کړی، بلکې ولسمشر باید نور د پاکستان پر وړاندې له هغو ناوړه سیاستونو تېر شی، چې کله یې دوست او کله یې دښمن وی؛ بلکې په نړیوالې ټولنې ته ووایی، پر افغانستان یرغل. شوی او پاکستان یې خاوره لاندې کړې، څو نړیوال پر پاکستان فشار راوړی، ځکه نړیواله ټولنه په افغانستان کې مېشته ده او افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له فشار پرته بل څه نشی کولای.

هغه زیاتوی، دا دوه کاله د کونړ سرحدی سیمې د پاکستان له لوری تر بمبار لاندې نیول کېږی؛ خو افغانستان یې پر وړاندې څه نشی کولای او دا چې افغان حکومت په دې برخه کې هر څه وایی، د ملت په سترګو کې خاورې شیندی.
جنرال امان وویل، افغان پوځ داسې وسلې او تجهیزات نه لری چې له پاکستانه پرې عادی پوستې خپلې ونیسی څه لا پاتې دا چې له پاکستان سره په پوځی شخړه کې کېوزی او یا دا چې دغه ستونزه له پوځی لارو مخ ته یوسی.
همدارنګه د پوځی چارو بل شنناندی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته د ملی دفاع وزارت د ویاند د دې خبرو په اړه که چېرې دیپلوماتیکې هڅې پایله ورنه کړی له نورو لارو چارو به کار واخلی وویل، چې د نورو لارو چارو مانا له پاکستان سره پوځی برخورد کول دی.
هغه وایی، د پوځیانو دویمه ګزینه پوځی عمل دی یانې که چېرې مقابل لوری په سیاسی لارو نه چمتو کېږی، چې مساله حل کړی؛ نو جګړه کېږی، چې دا د جګړې تعریف هم دی.
نوموړی زیاته کړه، که چېرې پاکستان خپل تېری ته دوام ورکوی او سیاسی لارو ته پام نه کوی؛ نو افغان پوځ مکلف دی چې له هرې لارې کېږی مخه یې ونیسی او ځواب یې ورکړی.
دی وایی، بله خبره دا ده چې د دوو هېوادونو تر منځ صفری نقطه د هیچا نه ده او دواړه لوری له صفری نقطې څو کیلومټره لرې خپلې پولې جوړوی، که چېرې یو هېواد صفری نقطې ته نېږدې کېږی د دې مانا په مقابل لوری تېری دی.
د جنرال امرخېل په وینا، په افغان امنیتی ځواکونو انتقاد نه کېږی، بلکې اصلی انتقاد په بهرنیو ځواکونو دی، چې د افغان پوځ د جوړېدو او تجهیز دنده یې په غاړه اخیستې وه خو تر اوسه یې دغه کار نه دی کړی، همدارنګه بل انتقاد د پوځ په رهبرۍ کېږی، ځکه له تېرو څو کلونو راهیسې دغه تېری دوام لری او دا د ورځو خبره نه بلکې د میاشتو او کال خبره ده؛ خو کله هم پرې پوځی مشرانو غبرګون نه دی ښودلی.
نوموړی وایی، بله خبره دا ده چې پاکستان دغه تاسیسات او پوستې د امریکا په شتون کې جوړې کړی او نړیوال اېتلاف ورسره مرسته کړې ده.
جنرال عتیق الله امرخېل وایی، چې یاده سیمه د پاکستان لپاره یوه ډېره ستراتېژیکه او پر افغانستان حاکمه نقطه ده.
د ده په خبره، پاکستان په دې کار سره غواړی، چې لومړی کرار کرار ځان را نېږدې کړی او د کونړ اوبو ته ځان ورسوی او بله ورځ په کې د ونډې دعوه وکړی، بله دا چې د سیمې اوسېدونکی دېته اړ باسی چې د پاکستان تابع و اوسی او دغه خاوره د پاکستان خاوره وګرځوی، لکه څنګه چې ویل کېږی همدا اوس پاکستان په سیمه کې د پاکستان شناخت کارتونو وېشل پیل کړی دی.
هغه وایی، دا سیمه د افغانستان لپاره هم ډېره مهمه او ستراتېژیکه ده او په هر حال کې چې کېږی باید افغانستان یې تر لاسه او پاکستانی پوځیان ترې په شاه کړی.
د یادونې وړ ده چې د دفاع وزارت هم تېره ورځ خبرداری ورکړ، چې ډیورند کرښې ته نژدې، د پاکستانی پوځ د جوړې شوې دروازې له منځه وړلو ته به له هرې لارې کار واخلی.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وویل، چې پاکستان په یو اړخیزه توګه او د نړېوالو موازینو خلاف په دې سیمه کې امنیتی پوستې او یوه دروازه جوړه کړی.
د افغان حکومت ټاکل شوی پلاوی د یکشنبې په ورځ د ملی امنیت شورا غونډې ته وویل، پاکستان په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د اتلافی ځواکونو په مرسته خپلې یوولس سرحدی پوستې او اړوند تاسیسات له پخوانیو ځایونو څخه د ډیورند کرښې په لور انتقال کړی.
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د پاکستان ساختمانی فعالیتونو افغان حکومت په غصه کړی او د دې تاسیساتو د له منځه وړلو خبرداری ورکوی.
له دې وړاندې بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر هم احضار کړی و او د دې تاسیساتو د بندېدو غوښتنه یې ترې کړې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.