د پاکستان ټاکنو وښوده، چې ترهګر د چا کسان دی

- ۲۲ ثور ۱۳۹۲

وروسته له هغې چې د پاکستان په ټاکنو کې د نوازشریف لومړی او عمران خان دویم مقام خپل او ډېرې څوکۍ یې تر لاسه کړې یوشمېر افغان شننونکی وایی، چې د پاکستان ټاکنو کې نوازشریف او عمران خان وښوده چې په افغانستان کې برید کوونکی او جګړه کوونکی د دوی کسان دی.
هغوی وایی، چې د دوی په واک ته رسېدو سره به د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ستراتېژی بدله نشی.
د ولسی جرګې غړی ګل پاچا مجیدی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په پاکستان کې د نوازشریف او عمران خان د حکومت په راتلو سره به د افغانستان پر وړاندې د دې هېواد په ستراتېژۍ کې کوم مثبت بدلون رانشی.
هغه وایی، نوازشریف او عمران له دې وړاندې ټولې کړنې او څرګندونې له افغانستان سره د دښمنۍ له زاویې کړې دی او اوس هم واک ته په رسېدو سره نشی کېدای د پاکستان په ستراتېژۍ کې د افغانستان پر وړاندې بدلون راشی.

د ده په خبره، په افغانستان کې د لاسوهنو ستراتېژی پوځ جوړه کړې چې لا هم پر خپل ځای ده او ملکی حکومت پرې کوم لاسبری نه لری.
هغه زیاته کړه، نوازشریف او عمران خان په اثبات ورسوله، کوم کسان چې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهی او کوم کسان چې بریدونه کوی، هغه د دوی کسان دی، ځکه په ټاکنیزو کمپاینونو کې پر دې دوو ډلو هېڅ بریدونه ونشول او ترهګرو یوازې د دوی مخالفان تر بریدونو لاندې نیول او د ټاکنیزو سیالیو مخه یې ورته ډپ کړې وه.
ښاغلی مجیدی په دې باور دی، چې د پاکستانیو چارواکیو د هغو څرګندونو نه چې له افغانستان سره به مرسته کوی او یا به د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه پای ته رسوی، ډاډه نه دی ځکه د ترهګرو په سر کې هم هغوی دی او د ترهګرو په پای کې پاکستانی چارواکی دی.
هغه وویل، نوازشریف ددې څرګندونو ویاړ هم لری، چې پاکستان ته په خدمت کې یې د افغانستان اردو ړنګه کړې ده.
دی وایی، په دې هیله دی چې نور په نواز شریف او عمران خان کې مثبت بدلون راغلی وی او د نړیوالې ټولنې تر څنګ له افغانستان سره هم د ښو اړیکو او ښه ګاونډی په څېر چلن وکړی.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، که چېرې د پاکستان راتلونکی حکومت چې د نوازشریف په مشرۍ به جوړېږی، وغواړی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره رښتینې مرسته وکړی، کولای یې شی، ځکه په ټاکنو کې دوی و ښوده چې په سخت دریځو او وسله والو اثر رسوخ لری او خبره یې پرې چلېږی.
خو زیاتوی، چې په دې کې نړیوال فشارونه ښه رول لوبولی شی، چې پر پاکستان وارد شی، ځکه د پاکستان اقتصادی وضعیت د نړیوالو مرستو په ځانګړی ډول د امریکا میلونونو ډالرو ته اړتیا لری او هغوی د دغو پیسو له لارې ښه کولای شی، چې پر پاکستان فشار راوړی، څو دېته یې اړ باسی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.
ښاغلی ګل پاچا مجیدی وویل، تر اوسه نړیوالې ټولنې په جدیت سره له پاکستانه د دې مرستې غوښتنه نه ده کړې او نه هم افغان حکومت په دې برخه کې روښانه دریځ خپل کړی دی؛ خو که نواز شریف وغواړی حکومت یې له موږ سره په دې برخه کې ښه مرسته کولای شی.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې پاکستان د جوړېدو له مهاله له افغانستان سره په دوستۍ او صداقت عمل نه دی کړی.
هغه وایی، دا دوه لاملونه لری، یو د ډیورنډ کرښه ده چې هېڅ افغان حکومت په رسمیت نه ده پېژندلې او بله هم له هند سره د افغانستان ښې اړیکې دی، ځکه هند او پاکستان د کشمیر په مساله کې سره اختلاف لری.
د ده په اند، تر هغې چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژندل شی او تر هغې چې افغانستان له هند سره اړیکې پرې نه کړی، پاکستان به له افغانستان سره ښې او د صداقت اړیکې ونه لری او نه به هم له افغانستان سره مرسته وکړی.
د ښاغلی بشر په خبره، د افغانستان خلک چې هر څومره وس او امکانات په واک کې لری باید ترېنه ګټه واخلی او پرېنږدی چې پاکستان یو متر هم افغان خاورې ته را دننه نشی او یا یې لاندې نه کړی.
نوموړی وویل، وړاندیز یې دا دی چې افغان حکومت دې د ډیورنډ مساله د حاد محکمې او یا هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړی، څو د هغوی له لوری فیصله او حل شی، ځکه جګړه او شخړه د دې مسالې د حل لاره نه ده.
د کابل پوهنتون دغه استاد زیاتوی، تر هغه وخته چې له کرښې هاخوا اسلامی تندلارې ډلې لکه جماعت اسلامی او نورې سخت دریځې ډلې شتون ولری؛ نو جګړه به دوام لری، چې نه یې بیا پر وړاندې ملکی حکومت څه کولای شی او نه هم نړیواله ټولنه.
هغه وایی، امریکا ستره تېروتنه دا وکړه، چې پر افغانستان یې برید وکړ، طالبان یې وپرځول او پر ځای یې یو ناسالم او د ټوپکوالو حکومت راوست چې اصلاً د هېواد د ښېګڼې لپاره کار نه کاوه.
استاد فاروق بشر وویل، پاکستان به لا د ترهګرۍ له ستونزو سره مخ شی او په هغه اور به وسوځېږی، چې افغان یې سوځولی و.
د هغه په خبره، د پاکستان راتلونکی حکومت مجبور دی چې د خپل ځان او خلکو لپاره له سخت دریځو سره خپل دریځ روښانه کړی او که یې روښانه نه کړی، نو په دې اور کې به افغانستان او پاکستان دواړه سوځی.
ښاغلی فاروق بشر وایی، چې په پاکستان کې تل دوه حکومتونه شتون لری، چې یو ملکی حکومت او بل پوځی حکومتونه دی. د پاکستان په تاریخ کې له ۱۹۴۷ کال راهیسې دا لومړی حکومت دی چې خپله ټاکل شوې دوره پوره کوی او بل ملکی حکومت راځی، کله چې زرداری نوی راغی د ای اېس ای مشر یې له دندې ګوښه کړی؛ خو یوه اونۍ وروسته یې بېرته په دنده وګوماره.
هغه وویل، ځکه چې پر زرداری فشارونه راغلل، چې ګودتا به پرې وشی، نو تر هغه وخته چې ای اېس ای ونه غواړی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې جوړې شی، هېڅکله به د دواړو هېوادونو اړیکې جوړې نشی.
نوموړی زیاتوی، اوس هم پوځیان پر پاکستان واکمن دی او تر هغې چې هغوی ونه غواړی په افغانستان کې سوله نشی راتلای.
د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ن ګوند د پاکستان په ټاکنو کې چې د شنبې په ورځ تر سره شوې، د مرکزی پارلمان له ۲۷۲ څوکیو څخه ۱۲۷ ګټلی دی.
مسلم لیګ په پنجاب ایالت کې د حکومت جوړولو لپاره بشپړ اکثریت ترلاسه کړی خو په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان تحریک انصاف او په سند کې پیپلز ګوند د حکومت جوړولو لپاره کافی چوکۍ ګټلی دی.
په ملی جرګه کې د عمران خان تحریک انصاف۳۴ او پیپلز ګوند ۳۱ چوکۍ ګټلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.