احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
- ۱۶ سرطان ۱۳۹۲
پوښتنه: د افغانستان اوسنی امنیتی او سیاسی وضعیت څنګه ارزوئ؟
ځواب: نړۍ د افغانستان د ستونزې حل ته یوه لاره پیدا کړه او هغه دا چې ټولې چارې دې افغان ځواکونو ته وسپارل شی، څو افغانان خپل مسوولیتونه درک کړی او د همدې لپاره سیاسی، امنیتی او اقتصادی واک لېږدول پیل شول. په ۲۰۱۴ کال کې به نړۍ په افغانستان کې د خپل ماموریت بڼه بدلوی. دغه پروګرام ټولې خواووې او لوبغاړی په حرکت راوستل، هغه چې په خپل زیان یې بولی مزاحمت او مخالفت کوی او هغه چې یې په خپله ګټه بولی هغوی ورسره مرسته کوی.
امریکا وکولای شول، چې د خپلو اروپایی ملاتړو په مرسته د طالبانو لپاره د اړیکو یو دفتر پرانیزی، چې د طالبانو د بې تجربه ګۍ او عهد شکنۍ له امله په دې دفتر کې یې د اسلامی امارت پورته کړ او لوحه یې ولګوله، چې امریکا او اروپایان ورسره موافق نه ول او اوس داسې ښکاری چې په دې دفتر کې د سولې خبرې نه دی پیل شوی.
کله چې دا پروسه پیل شوه موږ ولیدل، چې د یوه بل لوبغاړی چې افغان حکومت دی د هغوی له لوری مختل شوه او اخلال یې وشو. ولسمشر کرزی فکر کاوه چې دی حاشیه کې پاتې شوی، سلا ورسره نه ده شوې او ځان یې ګوښی احساساوه. نو په غبرګون کې یې له امریکا سره د امنیتی تړون لاسلیک وځنډاوه او هم یې په قطر کې د سولې خبرې اترې وځنډولې. چې پایله یې دا شوه چې خبرې لا پیل نه دی؛ خو په سلا مشورو اخته دی.
ماته ښکاری چې د ولسمشر کرز زړه ټاکنو ته هم نه دی. خو زما په اند چې نړیوالو ملاتړو یې پرې فشار راوړی، چې که د سولې خبرې پیل نشی او ۲۰۱۴ کاله پورې پایله ورنه کړی، نو ولسمشر دې د ښو او رڼو ټاکنو ضمانت ورکړی او د سیاسی واک لېږد ته دې زمینه برابره کړی.
د سپنتا او د سولې د عالی شورا د دارلانشا د مشر هغه څرګندونې چې په یوې غونډه کې یې وکړې او بیا یې ولسی جرګې ته وکړې، ښکاره کوی، چې تر اوسه له طالبانو سره د سولې په نامه څه شتون نه لری. د حکومت چیغې بې ځایه دی او هغه خلک چې ورته زمینه برابروی د هغوی مخه نیسی او ملاتړ یې کوی.
او نه یوازې دا چې د سولې په برخه کې کوم پرمختګ نشته بلکې په هېواد کې د ټاکنو لپاره هم لازم چمتووالی نه لری. د ټاکنو قانون نه دی تصویب شوی او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون لا په مشرانو جرګه کې دی.
زه فکر کوم که حکومت په اوسنی ډول او بڼې دوام ورکړی، نو نه یوازې موږ سوله ییز سیاسی انتقال نشو کولای بلکې په ۲۰۱۴ کال کې په ناورین اخته کېږو.بله لاره یې دا ده چې نړیوال ملاتړی او افغانان په ولسمشر کرزی فشار راوړی، چې د ښو ټاکنو د ترسراوی او ورته د زمینې د برابرولو لپاره نوې کابینه جوړه کړی او په راتلونکیو اتو میاشتو کې د ټاکنو لپاره هلې ځلې وکړی او سیاسی انتقال ته چمتووالی ونیسی.
خو په دغه لاره چې اوس ولسمشر روان دی موږ یوه نامعلومه جهت خواته په یوه تور تونل کې روان یو، چې پای یې هم نه دی معلوم.
پوښتنه: د ۲۰۱۴ کال په اړه اندېښنې را پورته شوی، خو په همدې حال کې ځینو سیاسیونو د سیاسی انتقال لپاره یوشمېر طرحې مطرح کړی. تاسو دغه طرحې څنګه ارزوئ او څومره کولای شی چې د خلکو اندېښنې کمې او سیاسی واک انتقال ته زمینه برابره کړی؟
ځواب: په ټوله کې د ملی اجماع په اړه هڅې روانې دی. زه نپوهېږم چې له ملی اجماع نه د دوی پوهه څومره ده. خو زه فکر کوم چې دلته دوه جهته دی. یو هغه ملی اجماع ده چې حکومت او ولسمشر کرزی یې غواړی، چې یوه جرګه راټوله کړی دغه حکومتی زورواکی او خپل پلویان ورته راوغواړی او په ګډه یو نوماند او یو ټیم وړاندې کړی او په ټاکنو کې بیا دغه ټیم حمایه کړی. چې خپله بقا او د قدرت دوام په کې وینی.
بله خوا بیا د حکومت سیاسی مخالفین، ډلې، ګوندونه او اېتلافونه دی، چې ځان اپوزیسیون بولی. په هغوی کې هم ناستې او غونډې جریان لری. خو د ولسمشر کرزی په څېر هڅې چې په هغو کې دوی په یوه کاندید سلا شی او یو ټیم دې وړاندې کړی، داسې هڅې نشته نو ځکه موږ وایو، چې یوه ګډوډی روانه ده.
که چېرې ګوندونه او اېتلافونه او د کرزی د ټیم هغه سالم عناصر داسې یوې اجماع ته ورسېږی، چې موږ باید په ۲۰۱۴ کال کې ټاکنې وکړو، له طالبانو سره د خبرو هڅې وکړو او دوی ته وړاندیز وکړو چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې به یو موقت حکومت رامنځته کړو او هغ حکومت به په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنو زمینه برابروی او دوی به په ټاکنو کې برخه واخلی. که طالبان نه راتلل او دوی ته یې اهمیت نه ورکاوه؛ نو موږ خپله باید د لارې یوه نقشه جوړه کړو او د دې نقشې لپاره یو ملی ټیم انتخاب کړو او له هغو یو کاندید وړاندې کړو. داسې هڅې که وشی یوه هیله مندی پیدا کوی چې جهتونه به بې له کوم درد سره ټاکنې پر مخ بوځی که نه غیر له دې له دې تور تونل نه د وتلو لاره ډېره ستونزمنه ده او هغه هم د کرزی د ادارې له خوا په داسې حال کې چې دی د خپل واک دوام غواړی، دوی بل چاته په واک کې د شریکېدو اجازه نه ورکوی او د بحران لامل دی. نړیواله ټولنه هم باید ورته بیداره اوسی. یا خپل باید د ټاکنو لپاره نوې کابینه جوړه کړی او یا دې هم بې طرفه پاتې شی او په ټاکنو کې دې د یوه کواردیناتور دنده تر سره کړی. که دا ونه کړی نو له ځان او اساسی قانون دواړو سره جفا کوی.
پوښتنه: په دې وروستیو کې د احمدولی مسعود له لوری د ملی اجنډا طرحه وړاندې شوې، تاسو لکه څنګه چې په جریان کې یاست، د دې طرحې په اړه مو نظر څه دی؟
ځواب: د ملی اجنډا د مشورتی ناستو په څېر دغه ډول ناستې او په دې طرحه ازاد بحث او په پای کې یوې پایلې ته رسېدلی دا هیله پیدا کوی، چې قوتونه به سره راټول او یوه تفاهم ته ورسېږو. زه خپله دې غونډه کې دویم ویناوال وم او ما په دې خبرې کولې چې څنګه کولای شو ملی تفکر رامنځته کړو. که چېرې دا غونډې دوام وکړی او سیاسیون په دې بحثونه وکړی، چې څنګه له اساسی قانون نه دفاع کولای شو، څنګه یو ملی فکر ایجاد کړو، څنګه یو بې پرې ټاکنو ته لاړ شو، څنګه د ۲۰۱۴ کال د سیاسی انتقال لپاره یوه اجنډا جوړه کړو دا به ډېره ګټوره وی. فکر کوم که انکشاف ورکړی او لکه څنګه چې موږ هلته ژمنه هم وکړه، چې د دې غونډې د پایلو او پرېکړې یوه ماده دا هم وه، چې دا غونډې باید تر هغو دوام وکړی، چې موږ وکولای شو یوه سیاسی انتقال او رڼو او عادلانه ټاکنو ته چمتووالی ونیسو.
Comments are closed.