د ټاکنو خپلواک کمېسیون: د کارتونو د وېش په پروګرام کې د ښځو ونډه کمه ده

- ۰۵ اسد ۱۳۹۲

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، چې ۱۴ ولسوالۍ د نا امنۍ له امله د رایه ورکونې د کارتونو د وېش له لړۍ پاتې دی.
هغوی وایی، هڅه کوی چې د امنیتی ځواکونو په مرسته دغو ولسوالیو ته هم د رایه ورکونې د کارتونو د وېش توکی ولېږدوی او خلکو ته کارتونه ووېشی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې حکومت په لوی لاس په ټاکنو کې د درغلیو زمینه برابره کړې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا مشر ضیا الحق امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د رایه ورکونې د کارتونو د وېش په لومړی پړاو کې چې د غبرګولی په پنځمه نېټه پیل شوی و، کابو یولکو دېرش زره تنو د رایه ورکونې کارتونه اخیستی دی.
هغه وایی، په دغو کسانو کې سل زره تنه نارینه، دېرش زره او شپږ سوه مېرمنې او ۶۹۰ تنه کوچیان دی.
د ده په خبره، چې د رایه ورکونې د کارتونو د وېش په لومړی پړاو کې د ښځو ونډه خورا کمه ده؛ خو زیاتوی، چې دغه ونډه به د رایه ورکونې د کارتونو د وېش په دویم پړاو کې چې تېره ورځ پیل شوی دی زیاته کړی، د دې کار لپاره یې لازم تدابیر نیولی، عامه پوهاوی یې پیل کړی او په دې برخه کې تر خپل توانه پوره هڅې کوی.
ښاغلی امرخېل وویل، د رایه ورکونې د کارتونو د وېش په دویم پړاو کې دغه پروسه له ۱۴ ولسوالیو پرته په ټولو ولسوالیو او د ښارونو په ناحیو کې پیل شوې ده، چې ټول لوجستیکی، تخنیکی او عملیاتی چارې یې تر سره شوی دی.
د ده په اند، چې په هېواد کې ۱۴ نا امنه ولسوالیو ته تر اوسه دا پروسه نه ده غځېدلې؛ خو دوو ولسوالیو ته یې مواد په لاره دی او پاتې نورو ته به یې هم د امنیتی ځواکونو په مرسته د رایه ورکونې د کارتونو د وېش مواد ولېږدوی.
نوموړی وایی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا ظرفیت لری، چې په دغو ۱۴ نا امنه ولسوالیو کې د رایه ورکونې د کارتونو د وېش پروګرام پیل کړی او په شرایطو پوره کسانو ته د رایه ورکونې کارتونه ورکړی.
د هغه په خبره، دغه ۱۴ ولسوالۍ ډېری په ناامنه ولایتونو کې دی، چې ننګرهار، پکتیکا، کاپیسا، لوګر، غزنی، کونړ، لغمان او نورستان شامل دی.
ده زیاته کړه، په ننګرهار کې د پچیر اګام، شېرزاد، کاپیسا کې د اله سای، لوګر کې د ازرې، غزنی کې خوږیاڼی او زنه خان، نورستان کې وامه، کامدېش، وایګل او منډول، لغمان کې بادپښ او کونړ کې د چپې درې ولسوالۍ دی.
ضیا الحق امرخېل وویل، دوو ولسوالیو ته چې توکی یې په لاره دی نن ورسېږی او پاتې نورو ولسوالیو ته د توکیو د انتقال په اړه له امنیتی ځواکونو سره خبرې پیل شوی او هیله من دی، چې امنیتی ځواکونه ورسره د توکیو په لېږد کې مرسته وکړی.

نوموړی وایی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جګړې په حالت کې ټاکنې تر سره کوی، چې د جګړې په حالت کې خلکو ته ټاکنو ته د لاسرسی برابرول، د کارتونو وېشل، کارمند استخدامول او ټاکنې کول د ټاکنو پر وړاندې یوه ستره ننګونه ده.
هغه زیاتوی، چې نا امنی د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه ده او په باور یې چې دوی د امنیتی ځواکونو مرستې ته اړتیا لری.
نوموړی وایی، هیله لری چې په دې برخه کې به ورسره امنیتی ځواکونه لازمه مرسته وکړی او خپله هغه ژمنه چې له ولس سره یې د ټاکنو د امنیت د تامین په برخه کې کړې پوره کړی او خلک باید د امنیتی ځواکونو لاسنیوی او ورسره مرسته وکړی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا مشر په باور، امنیتی ځواکونه دې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکیو، رایه ورکونکیو او په ټاکنو کې د خلکو د برخه اخیستونکیو امنیت تامین کړی؛ څو خلک په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلی.
ده وویل، د امنیت ستونزه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوازې سر نشی حلولی او امنیتی ځواکونه دې، دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړی، له دوی سره دې همکاری وکړی او د رایه ورکونې لپاره دې ښه زمینه برابره کړی.
ښاغلی امرخېل زیاتوی، چې د تېرو تر سره شویو ټاکنو له تجربو ګټه اخلی او هیله من دی، هغه ستونزې بیا تکرار نشی، چې په ۲۰۰۹/۱۰ کې په ټاکنو کې ورسره د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخ و.
د ده په خبره، د همدې تجربو نه په ګټنې او د ستونزو د مخنیوی لپاره دا ځل د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو له نېټې یوولس میاشتې وړاندې د رایه ورکونې د محلونو او مرکزونو لېست له امنیتی ځواکونو سره د امنیت د تامین په موخه شریک کړی او ټاکل شوې چې په روانه اونۍ کې به ورته امنیتی ځواکونه په ډاګه کړی، چې له ۶۸۴۵ مرکزونو نه د کومو سیمو امنیت نیولی شی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړی قربانعلی عرفانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په هر حالت کې باید ټاکنې تر سره شی، ځکه په هر حال کې د ټاکنو ځنډول د هېواد په ګټه نه بلکې په زیان یې ده.
هغه وایی، ټاکل شوې وه چې د رایه ورکونې کارتونه به برېښنایی شی، خلکو ته ووېشل شی او خلک به په برېښنایی کارتونو رایه ورکړی.
د ده په خبره، خو دولت د دې کار خلاف چارې پیل کړې، لومړی یې غوښتل په پخوانیو کارتونو ټاکنو ته لاړ شو، چې د فشارونو له امله یې د ځینو کارتونو د وېش لړۍ هم پیل کړه.
نوموړی زیاتوی، حکومت د برېښنایی کارتونو او ساده کارتونو په وېش سره په ټاکنو کې درغلیو ته لاره برابره کړې ده او درغلۍ به کېږی او دا به راتلونکیو ټاکنو په ګټه نه وی.
دی وایی، د قانون له مخې باید په ټاکل شوې نېټې ټاکنې تر سره شی او په هېڅ صورت ناامنی نباید د دې لامل نشی، چې د ټاکنو د ترسراوی مخه ونیسی.
هغه زیاتوی، سمه ده چې د ټاکنو پر وړاندې ستونزې او خنډونه شته خو که تر سره شی نو دغه ستونزې او ناورین به نور هم پراخ شی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ازادو او عادلانه ټاکنوبنسټ ویلی، چې د رایه ورکونې د کارتونو په وېش کې درغلۍ شوی دی. له ټاکل شویو شرایطو کم عمره کسانو ته د کارتونو ورکړه، یوه تن ته د دوو دریو کارتونو وېشل او ځینې نور موارد دغه بنسټ د سرغړونو په نوم یادې کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.