د مولانا سمیع الحق نه پوره کېدونکی خوبونه!

- ۲۶ سنبله ۱۳۹۲

که څه هم چې پاکستانی دینی عالم مولوی سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو خبره کوی؛ خو یوشمېر افغان شننونکی وایی، چې اوس شرایط بدل شوی او په هېڅ صورت طالبان نشی کولای واک ته ورسېږی.
دغه راز شنناندی وایی، چې مولانا سمیع الحق اوس هم په نویمو کلونو کې ژوند کوی او د افغانستان له وضعیته نا خبره دی.
مولانا سمیع الحق په دې وروستیو کې ویلی ول، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به طالبان په دغه هېواد کې بیا واک ته ورسېږی او خلک به یې هرکلی وکړی. له دې وړاندې د پاکستان د انصاف ګوند مشر عمران خان او د پاکستان د عالمانو د شورا مشر طاهر اشرفی په افغانستان کې جهاد روا بللی و. خو د سولې عالی شورا وایی، چې دغه ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ناوړه او ښکاره لاسوهنه ده.
د سولې د عالی شورا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر اسماعیل قاسمیار رسنیو ته ویلی، چې دغه ډول څرګندونې له خوب او خیال پرته بل څه نه دی.
سیاسی شننونکی هم د مولانا سمیع الحق څرګندونې هغه نه پوره کېدونکې هیلې بولی چې نوموړی یې د پلی کېدو خوبونه وینی.
د سیاسی چارو شننونکی سید مظفر دره صوفی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، هغه څه چې مولانا سمیع الحق ویلی، په حقیقت کې هغه هیلې او ارزوګانې دی، چې نوموړی یې لری.
دی وایی، په هېڅ صورت د افغانستان او نه هم ټولنه د طالبانو د منلو لپاره چمتو ده او نه طالبانو داسې کړنې تر سره کړی، چې د ولس د پاملرنې وړ ګرځېدلی وی.
نوموړی زیاتوی، له همدې امله دا ډول خبرې اساس او بنسټ نه لری.
ښاغلی دره صوفی په دې باور دی، چې چې د بحران اصلی لامل طالبا دی؛ خو د طالبانو په حکومت سره د بحران پای ته رسېدل ناممکنه دی؛ ځکه د طالبانو حکومت او د رژیم له ړنګېدو وروسته د طالبانو رامنځته کړو تاوتریخوالو ستونزې جوړې کړی دی.
هغه زیاتوی، کومې ډلې چې بحران رامنځته کړی وی، په هېڅ صورت بحران له منځه نشی وړلای او بحران ختموونکی نشی ګڼل کېدای.
د سیاسی چارو دغه شنناندی وایی، اوسنی پیل شوی ناورین هغه مهال پای ته رسېدای شی، چې طالبان د افغانستان اساسی قانون ومنی، خلکو او د تېرې یوې لسیزې لاسته راوړنو ته درنښت او احترام ولری.

په همدې حال کې د سیاسی چارو بل شننونکی میر احمد جوینده وایی، په کار ده چې د افغانستان عالمان، جهادی مشران، مدنی ټولنې، رسنۍ او نور شته ارګانونه په پراخو مدنی حرکتونو او عکس العملونو سره د طالبانو د معنوی پلار مولانا سمیع الحق څرګندونې په کلکه رد کړی.
دی وایی، تر هغې چې د مولانا سمیع الحق څرګندونې په کلکه رد نشی او ټول افغانان یې پر وړاندې غبرګون ونه ښیی، دغه ډول خبرې به پای ته ونه رسېږی او دوام به وکړی.
هغه زیاتوی، څه وخت وړاندې ولسمشر کرزی له مولانا سمیع الحق نه غوښتی ول، چې د سولې په خبرو کې ورسره همکاری وکړی؛ خو هغه یې خبرو ته غوږ ونه نیوه او افغان حکومت هم د دې خبرو پر وړاندې جدی غبرګون نشی ښودلای او باید ډېره ګیله هم ترې ونه شی.
نوموړی په دې باور دی، چې حکومت تر اوسه روښانه دریځ نه لری، ځکه یوه ته ورور، بل ته کاکا او بل ته دښمن وایی، نو نباید ترې د جدی غبرګون تمه وشی.
ښاغلی جوینده وویل، مولانا سمیع الحق له ای ایس ای سره نېږدې اړیکې لری او په دغه ډول څرګندونو سره غواړی خلکو ته وښیی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبان واک ته رسېږی، چې هم طالبان وهڅوی او هم ورته د پاکستان د خلکو باور خپل کړی.
ده زیاتوی، نوموړی په افغانستان کې له شته پرمختګونو او وضعیت له بدلون نه نا خبره دی او په هماغه وخت کې ژوند کوی، چې طالبان یې افغانستان ته راوړی ول، افغانستان نور طالبانی حکومت نه غواړی، نړۍ واله ټولنه چې د افغان ملت تر څنګ ولاړه ده، له پاکستان پرته ګاونډی او د سیمې هېوادونه هم په هېڅ صورت ورته د طالبانو حکومت د منلو وړ نه دی او دا خبرې د هغه نا خبری ښیی.
د یادونې وړ ده چې، د طالبانو معنوی پلار مولانا سمیع الحق روېټرز خبری اژانس ته ویلی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به طالبان بېرته په دغه هېواد کې واک ته ورسېږی.
هغه چې په پاکستان کې د حقانیه دارالعلوم په نوم د طالبانو د روزنې یوه لویه مدرسه هم لری وایی، واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره به افغانان خوښ شی او ستونزې به حل شی.
د ده په وینا، چې د افغانستان د ناورین حل واک ته د طالبانو له رسېدو پرته بله هېڅ لاره نه لری.
مولانا سمیع‌الحق په وار وار په افغانستان کې د جهاد په روا کولو او له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړی دی او طالب مشر ملا محمدعمر یې د خپلې مدرسې زده کوونکی بللی.
نوموړی چې په دیوبند کې زده کړې کړی، د جهاد په کلونو کې له مجاهدینو په ځانګړی ډول له محمدیونس خالص، محمدنبی محمدی او جلال الدین حقانی ملاتړ کاوه. خو د طالبانو په واکمنۍ او له هغې را وروسته یې د طالبانو ملاتړ ته دانګلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.