پاکستان د سولې لپاره وخت ضایع کوی

- ۱۳ میزان ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې څو میاشتې وړاندې په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برېټانیې د مشرانو ترمنځ په غونډه کې افغان سولې ته شپږ میاشتې ضرب العجل ټاکل شوی و، خو هغه ژمنه پوره نشوه او سوله لا هم یو خوب و خیال پاتې شو.
په پاکستان کې د رهبرۍ له بدلون وروسته یو ځل بیا د روانې میاشتې په پای کې ولسمشر حامد کرزی، لومړی وزیر میا نوازشریف او لومړی وزیر ډېوې کامرون سره جرګه کېږی. د چارو شننونکی دې غونډې ته ډېر هیله من نه دی او وایی، چې په پاکستان کې ملکی حکومت بې واکه دی او کړې ژمنې نشی پوره کولای.
خو د ولسی جرګې غړی وایی، چې کېدای شی اوس د پاکستان مجبوریتونو دغه هېواد د سولې له پروسې سره مرستو ته اړ ایستی وی.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د افغانستان، پاکستان او برېټانیې راتلونکې درې اړخیزې غونډې ته باید ډېر هیله من ونه اوسېږو.
د هغه په خبره، پاکستان دمګړۍ له خورا سختو اقتصادی او امنیتی ستونزو سره مخ دی او دا مسایل دا امکان رامنځته کوی، چې پاکستان په خپلې ستراتېژۍ غور وکړی او د خپل سیاست کې بدلون راولی.
دی وایی، خو دغه انتظار په داسې غونډو کې کېږی، چې په دې بحث وشی چې پاکستان باید څنګه د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړی او له افغانستان سره اقتصادی داسې سوله ییز مناسبات ولری، چې هم خپله ترې ګټه واخلی او هم ترېنه په امنیتی مسایلو کې استفاده وشی.
د ده په وینا، له بده مرغه چې د دې امکاناتو با وجود افغانان، افغان سیاستوال او افغان حکومت د پاکستان او هر نړۍ وال منځګړی د ژمنو په اجرایوی ضمانت شک لری او بې باوره شوی دی، چې دا کار د تېرو غونډو د ناکامۍ دلیل دی.
ښاغلی لېوال زیاتوی، له همدې امله راتلونکې غونډه هم د خوشبینۍ وړ نه ده، ځکه پاکستان غواړی په دغه ډول غونډو سره غواړی ښکاره کړی چې د افغانستان او د افغان سولې په اړه یې په دریځ کې بدلون راغلی دی او په دې توګه غواړی وخت ضایع کړی.
د نوموړی په خبره، پاکستان فکر کوی چې د ۲۰۱۴ کال کې نړۍ وال ځواکونه له افغانستانه وځی او دوی به په افغانستان کې د پراخو چارو لپاره زمینه ولری او د هند له نفوذ څخه به د افغانستان صحنه خالی کړی.
هغه وایی، که چېرې دغه غونډه د تېرو هغو په څېر کومه پایله ونه لری او بیا د وخت ضایع کولو هڅې په کې وشی، د افغانستان په وضعیت کې به بدلون رانه ولی او شته بې باوری به لا پسې زیاته شی.
د افغانستان د ستراتېژیکو څېړنو د مرکز مشر زیاته کړه، چې ولسمشر تل د خوشباوریو ښکار دی، ځکه هر ځل فکر کوی چې د پاکستان مجبوریتونه به دغه هېواد له افغان سولې سره واقعی مرستې ته اړ ایستی وی، په داسې حال کې چې د پاکستان پوځی حکومت هېڅکله په خپله تګلاره کې نرمښت او بدلون نه راولی.
د نوموړی په خبره، چې تل افغان حکومت د پاکستان له ملکی حکومت سره مخ دی او د پاکستان ملکی حکومت تل ښې ژمنې کړی، تر دې چې د نواز شریف ټاکنیز شعار یو دا هم و، چې له افغانستان او هند سره به اړیکې ښې او له ترهګرۍ سره به مبارزه کوی؛ خو ستونزه دا ده چې د پاکستان ملکی حکومت دا واک او صلاحیت نه لری او پوځ په خپله پالیسۍ کې بدلون نه راولی.
خو د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته هیله مندی ښکاره کړه، چې ګویا د پاکستان نازک امنیتی او اقتصادی وضعیت به اوس پاکستان اړ ایستی وی، چې د افغانستان له سولې سره رښتینې مرسته وکړی.

د ده په وینا، هغه اور چې پاکستان په افغانستان کې پیل کړی و اوس هغه اور پاکستان ته غځېدلی دی او د دواړو هېوادونو سیاستوال اړ دی، چې نور سولې ته کار وکړی.
هغه وایی، نواز شریف یو لوبېدلی او پوخ سیاستوال دی، چې د پاکستان ملت ورسره ولاړ دی او له اصف علی زرداری سره ډېر توپیر لری، نو کېدای شی نواز شریف په خپل ملک کې د سولې راوستلو لپاره هم دا ځل رښتینې مرسته وکړی او له دې رښتینو همکاریو نه افغان لوری د خپلې او پاکستان لوری د خپلې سولې لپاره ګټه واخلی.
دی زیاتوی، د افغانستان، پاکستان او برېټانیې د راتلونکې غونډې اصلی اجنډا به د سولې مساله وی؛ چې څنګه کېدای شی پاکستان وهڅوی چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ترو ته کېنوی.
هغه وویل، دغه راز به د امنیت، ټرانزیټ، سوداګرۍ او ځینو نورو مسایلو هم خبرې اترې وشی، ځکه د هېوادونو مشران په یوې مسالې سره نه جرګه کېږی.
ښاغلی توخی، د لندن پخوانۍ درې اړخیزې غونډې ناکامه کېدو ته چې پرېکړه یې کړه وه په شپږو میاشتو کې به سوله راولې، په اشارې وویل، چې هغه مهال ولسمشر زرداری و او اوس واک نواز شریف ته لېږدول شوی چې په پاکستان کې ډېر نفوذ لری او هم یو پیاوړی سیاستوال دی او کولای شی د سولې په برخه کې اغېزمن ګامونه واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.