ولسمشر کرزی د کاندیدانو تر منځ نفاق رامنځته کړ

- ۱۴ میزان ۱۳۹۲

په داسې حال کې لسګونه کسانو له دولتی دندو په ټاکنو کې د برخه اخیستو لپاره استعفا ورکړې، یوشمېر سیاسی شننونکی وایی، چې د دومره ډېرو کسانو استعفا به دولتی چارې له خنډ سره مخ او ستونزې به را پیدا کړی.
خو د ملی شورا ځینې غړی وایی، چې ډېر وزیران په فساد اخته ول او که له دندو لرې شی ښایی یو څه ورسره فساد راکم شی.
د مشرانو جرګې د شکایاتو اورېدو د کمېسیون مشر زلمی زابلی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، کاش ټولو هغو کسانو چې له خپلو دولتی دندو یې استعفا کړې او په ټاکنیزو سیالیو کې یې برخه اخیستې نوملیکنې وړاندې یې ویلی وای، چې په حکومت کې په شته فساد کې یې ونډه څومره وه.
هغه و ایی، دغه راز باید دغو چارواکیو روښانه کړې وای چې په فساد کې ونډه لری یا نه، مثبتې طرحې یې درلودې که منفی او که یې مثبتې طرحې درلودې ولې پلې نه شوې.

د ده په وینا، اوس چې دوی خپلې طرحې او پروګرامونه وړاندې نه کړل، ټول داسې انګېری چې دولتی چارواکی فرېب کاره او فاسد کسان دی او له همدې امله پرې باور کول ستونزمن دی.
د مشرانو جرګې غړی وویل، د دغو چارواکیو د قومی او نورو تعصبونو، اختلاس، فساد او شخصی ګټو له امله وضعیت خراب شوی دی یوه هم د ملت لپاره ګام نه دی اخیستی بلکې تل یې خپلې شخصی ګټې پاللی دی.
نوموړی زیاتوی، خلک فکر کوی که دغو کسانو ته بیا رایه ورکړی او بریالی شی نو د فساد، قتل، غصب او اوسنیو ستونزو ټولې برنامې به بیا تکرار شی.
هغه په دې باور دی، چې اوس ولس پوه شوی او له نېکه مرغه ټول ښه او بد یې پېژندلی دی، په دې هم پوهېږی چې څوک ښه او څوک منفی کار تر سره کوی له همدې امله به په رایه ورکونه کې هم دقیق او متوجه و اوسی.
ښاغلی زلمی زابلی وایی، ښه به دا وای چې ټولو چارواکیو له استعفا وړاندې د خپلو دندو پر مهال هر څه روښانه کړی وای او د قانون له مخې یې عمل کړی وای، نن ورځ به ښه ملاتړه برخمن وای.
هغه دغه راز وایی، له بده مرغه چې په افغانستان کې هر چا له یوې بهرنۍ استخباراتی شبکې سره اړیکې درلودې او په بهر کې یې څه وخت تېر کړی و، هېواد ته راځی او په ټاکنو کې برخه اخلی.
د ده په وینا، په ټاکنو کې له همدې امله ډېر نا اهله کسان هم ځانونه نوموی، حتی تر دې چې د پولیسو د یوې حوزې امر هم راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی، دغه راز ورسره قاتلین، غاصبین او فاسدین هم په نوماندو کې شته.
ښاغلی زابلی زیاتوی، له یوشمېر هغو کسانو چې تمه کېده مفکرین دی او د هېواد لپاره به ښه زیری راوړی هغوی هم انحراف خواته مخه کړه او هماغه پخوانی دولتی چارواکی او په فساد ککړ کسان یې یا مرستیالان کړل او یا یې ورسره اېتلافونه وکړل، چې دا ډېر د نهیلۍ ځای دی.
نوموړی وایی، دا چې دغه کسان اکثریت یې په فساد، غصب، قتل او نورو ناوړه غیر قانونی کارونو اخته ول؛ نو چې له خپلو دندو یې استعفا ورکړې حتماً به ورسره وضعیت ښه شی، ځکه کېدای شی پر ځای یې با احساسه او خدمت کوونکی مرستیالان او یا نور کسان وګومارل شی، چې په راتلونکیو شپږو میاشتو کې به له دوی ښه خدمات وړاندې کړی.
هغه د ټاکنیزو شکایاتو له کمېسیون وغوښتل، چې په فساد د اخته کسانو او ټولو هغو نوماندو په اړه چې په غیر قانونی کړنو تورن وی او یا یې په نوم لیکنه کې درغلی کړی وی، جدی برخورد وکړی او هر ډول وېرې پرته دې دوسیې وڅېړی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی جاوېد کوهستانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د راتلونکیو ټاکنو په اړه د احتمال کېده چې د نوماندو شمېر به د تېرو ټاکنو په پرتله خورا کم وی؛ خو اوس روښانه شوه چې له تصور پورته دی.
هغه وایی، اټکل کېده چې د راتلونکیو ټاکنو لپاره به د سیاسی نخبه ګانو تر منځ تفاهم رامنځته شی او نوماندان به د تفاهم او یوې پیاوړې برنامې له مخې ټاکنو ته لاړ شی؛ خو په وینا یې چې له بده مرغه د تفاهم پر ځای اختلاف رامنځته شو په ځانګړی دول حکومت ته د نېږدې سیاسی نخبه ګانو تر منځ.
د ده په خبره، اکثریت نوماند له یوه تفاهم او برنامې پرته ټاکنو ته لاړل، چې یو لامل یې د ولسمشر کرزی له لوری څو تنو وزیرانو او شخصیتونو ته د نوماندۍ او ترې د ملاتړ د ژمنې ورکول ول او دې مسالې اختلاف رامنځته کړ.
هغه زیاتوی، دغه راز یوشمېر کسانو له ولسی جرګې نه هم استعفا ورکړه چې ځینې په کې غیر فعال او ځینې نور په کې فعال هم ول؛ خو د دې ټولو چارواکیو استعفا به پر وضعیت ناوړه اغېز وکړی.
ښاغلی کوهستانی وایی، سره له دې چې خلک له فساد، نشه یی توکیو او نورو ستونزو کړېږی اوس به د چارواکیو له نشتون نه هم ورته ستونزې جوړې وی او دا به د نړۍ والو او کورنیو ادارو، خلکو او دولت لپاره نوې ستونزې رامنځته کړی؛ ځکه دغه نوماند له یوې خوا په دولت کې خلا رامنځته کړه او له بلې خوا به په ټاکنیزو سیالیو کې له دولتی امکاناتو هم ګټه پورته کړی.
د نوموړی په اند چې دا یوه ستونزمنه مرحله ده او ډېرې ستونزې به را وټوکوی، لکه د سوداګرۍ، کانونو او بهرنیو چارو د وزیرانو استعفا ورکول او دغه راز د انتقال پروسې د مشر استعفا چې دا یوه خورا مهمه پروسه ده.
هغه وویل، باید له مخکې نه په دې اړه تدابیر نیول شوی وای، چې یا د چارواکیو کمې استعفا منل شوې وای او یا هم له وړاندې نه ورته تدابیری پلان نیول شوای وای او مسلکی او وړ کسان یې پر ځای په بېړنی ډول ګورمال شوی وای؛ ځکه د سرپرستو بیا وزیرانو ټاکل به نور هم ستونزې ډېرې کړی.
خو د سیاسی چارو بل شننونکی اذرخش حافظی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې دا یوه عادی مساله ده او په وضعیت به اغېز ځکه ونه کړی، چې مرستیالان یې پر ځای دنده تر سره کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.