فیفا: د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارې ناسـمې دی

گزارشگر:14 عقرب 1392 - ۱۳ عقرب ۱۳۹۲

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وایی، چې د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارې ناسمې دی او نوماندو ته د هغوی د شکایاتو د څېړلو پوره مهال نه ورکول کېږی.
هغوی وایی، دوی دغه پروسه له نېږدې څارې خو د پروسې له پای وروسته به د پروسې په اړه خپل قضاوت اعلان کړی.
خو اعتراض کوونکی نوماند وایی، هیله من دی چې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون بې طرفه او عادلانه پرېکړه وکړی.mandegar
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند محمد فهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارې په ځنډ پیل شوی او باید شکایاتو ته رسیدګی له دې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مهالوېش سره سم پیل شوې وای.
هغه وایی، هیله من دی چې ټولو شکایاتو ته رسیدګی وشی او ټول شکایتونه په جدی ډول وڅېړل شی.
د ده په وینا، تر کومه ځایه چې د دوی څاروونکیو د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارې څارلی د شکایاتو د ارزونې څرنګوالی نا درست دی.

ښاغلی نعیمی زیاتوی، د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ټول هغه نوماند چې له لېست نه حذف شوی او یا هم شکایتونه لری یو ځای سره را ټول کړی او په ډله ییز ډول شکایتونه څېړی.
د ده په وینا، هر نوماند حق لری چې ورته وخت ورکړل شی او خپل اعتراض په کره توګه مطرح کړی، باید د هر نوماند قناعت حاصل شی، هغوی ته د خپل شکایت اورولو وخت ورکړل شی او هر شکایت جلا جلا وڅېړل شی، چې دغه ډول نه کېږی.
نوموړی په دې باور دی، چې د ټولو نوماندو اسناد باید چک شی او داسې ونه شی چې یوازې د شکایت په اورولو سره له لېست نه پاتې شوی کسان بېرته لېست ته شامل کړل شی.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند وویل، دا چې پروسه نوې پیل شوې دوی نشی کولای قضاوت وکړی؛ خو دغه پروسه دوی له نېږدې څاری او د پروسې له پای ته رسېدو وروسته به خپل نظر روښانه کړی. په همدې حال کې د ولسمشرۍ له ابتدایی نوملړه پاتې شوی داوود سلطانزوی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې تر اوسه د ټاکنیزو شکایاتو چارې نوې پیل شوی، یوازې له ځینو نوماندو او مدنی ټولنې سره په ګډه د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون غونډه کړې او د اعتراض کوونکیو نوماندو غږ یې اورېدلی.
هغه وایی، دا به له وخت وړاندې چې ووایی، کمېسیون خپلې چارې څنګه پر مخ وړی او یا یې قضاوت څه ډول دی.
ښاغلی سلطانزوی زیاته کړه، هیله من دی چې د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارواکی د یوه ځان کمېسیون په توګه په بې پرې ډول شکایاتو ته رسیدګی وکړی او روښانه کړی، چې افغان ځوانان له هر ډول فساد پرته د هېواد لپاره کار کوی.
نوموړی وویل، که چېرې دغسې ونشی او د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون نادرسته پرېکړه او قضاوت وکړی، دوی به نورو محکمو ته مراجعه وکړی، لکه څنګه چې په تېرو ټاکنو کې هم د ټاکنیزو شکایاتو د ناسمې پرېکړې له امله اعتراض کوونکیو نوماندو محکمو ته مراجعه کړې ده.
موږ په وار وار هڅه وکړه چې په دې اړه د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون د چارواکیو نظرونه هم واخلو؛ خو د دې کمېسیون د مشر عبدالستار سعادت او ویاند یې نادر محسنی شمېرو ته زنګونه ووهل، له دواړو شمېرو په جلسه کې د مشغولتیا معذرت وړاندې شو.
خو د یکشنبې په ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر ستار سعادت د ولسمشرۍ رد شویو کاندیدانو ته ډاډ ورکړ، چې شکایتونه به یې د هغوى د یکشنبې ورځې د دلایلو په رڼا کې په پوره بې طرفۍ و څېړی او د خپل کار پایلې به ژر تر ژره اعلان کړی.
سعادت وویل، چې د اړتیا په صورت کې به د شکایتونو د څېړلو موده وغځوی.
نوموړی زیاته کړه: «د اریافر صیب په مشرۍ مو یو پلاوى ټاکلى، چې دوى مسایل تر یوه ځایه څېړلی، نور هم ستاسو د یاداشتونو په رڼا کې بررسی کېږی او تلاش به دا کوو، چې ستاسو استازی هم که څوک وی، وجود ولری او هر هغه څه چې دلته شوی، وڅېړل شی؛ ځکه که خلک مطمین نه شی، موږ فکر کوو چې د انتخاباتو لازم مشروعیت لاسته نه راځی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ٢۶ کسانو له ډلې، چې ولسمشرۍ ته یې نوم لیکنه کړې وه، ١۶ تنه له دې امله د کاندیدانو په مقدماتی لېست کې شامل نه کړل، چې په شرایطو برابر یې ونه بلل. دغو کسانو د ټاکنو کمېسیون پرېکړه ونه منله او په تړاو یې خپل شکایتونه د ټاکنیزوشکایتونو کمېسیون ته سپارلی ، چې نن یې په علنی توګه څېړل پیل شول.
دوى ویل، د ټاکنو کمېسیون د دوى اسناد په پټه ارزولی او په دې بهیر کې څارونکی او د رسنیو استازی نه وو.
ځینو رد شویو کاندیدانو خپل اسناد په تېره بیا د ملاتړو کارتونو نوملړ، د بیا ارزولو په موخه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاره.
دوى ادعا کوله، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رد شویو کاندیدانو ملاتړی کارتونو د شمېر په اړه دوى ته یو ډول او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته یې بل ډول معلومات ورکړی دی.
دوى وویل ، چې د ټاکنو کمېسیون پرېکړه ناعادلانه او دوى ته د منلو نه ده. یوشمېر اعتراض کوونکیو نوماندو د لومړنی نوملړ له اعلان وروسته ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلی ول، چې لومړنی لېست په ارګ کې د ولسمشر کرزی له لوری جوړ شوی او دوی ته د منلو وړ نه دی.
هغوی ویل، که یې غږ وا نه ورېدل شی نو په ټول هېواد کې به په مدنی حرکتونو لاس پورې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.