کرزی د قومی اړیکو پر بنسټ د ملا برادر د خوشې کېدو هڅې کوی

گزارشگر:11 قوس 1392 - ۱۰ قوس ۱۳۹۲

mandegarد سیاسی چارو یوشمېر شننونکی کابل ته د پاکستان د لومړی وزیر نوازشریف سفر بې ګټی بلی او وایی، چې دغه سفر هېڅ پایله نه درلوده.
هغوی دغه راز وایی، چې ملابرادر د سولې په خبرو کې هېڅ راز مرستې نه شی کولای او د هغه د خوشې کېدو په اړه ټولې هڅې پایله نه ورکوی.
د سیاسی چارو شننونکی میر احمد جوینده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې کابل ته د نواز شریف سره سیاسی سفر و، چې موخه یې له امریکا سره د امنیتی تړون نه لاسلیک ته د ولسمشر کرزی هڅول وو.
هغه وایی، دا چې د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف تازه واک ته رسېدلی، افغانستان ته یې سفر نه و کړی د همدې لپاره کابل ته راغی او حتی په خپل خبری کنفرانس کې یې هم نوی شیان ونه ویل.
د نوموړی په خبره، نوازشریف غوښتل کرزی ته ورسوی که له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کړی او یا نه پاکستان یې تر څنګ ولاړ دی او یو ډول یې هغه وهڅاوه چې له امریکا سره دغه تړون لاسلیک نه کړی.

ښاغلی جوینده زیاتوی، پاکستان هند ته د ولسمشر کرزی له سفره اندېښنه لری او په دې سفر کې یې هڅه وکړه ولسمشر دېته هم وهڅوی چې له هند سره په دوستانه اړیکو کې ډېر ژور لاړ نشی.
د سیاسی چارو دغه شناند وویل، دا چې ملا برادر ولې دومره مهم شوی چې د دواړو هېوادونو مشران یې تل د خپلو خبرو سر لیک جوړوی، لامل یې دا دی چې په افغانستان کې د سولې پیل شویو هڅو پایله نه ده ورکړې؛ نو د دې لپاره چې ولسمشر له ملامتیا ځان خلاص کړی د هغه په خوشې کېدو ټینګار کوی.
هغه زیاته کړه، کرزی غواړی خلکو ته وښیی چې پاکستان ملا برادر نه راخوشې کاوه ځکه د سولې خبرو پایله نه ورکوله: (( حقیقت دا دی چې ملا برادر هم د سولې په خبرو کې کوم خاص اهمیت نه لری او نه کولای شی د سولې په خبرو کې پرمختګ راولی. د سولې لپاره پیل شوې ټولې هڅې پایله نه ورکوی.))
همدارنګه د سیاسی او پوځی چارو شننونکی جنرال امرالله امان هم کابل ته د نواز شریف سفر یو سیاسی او بې پایلې سفر بولی.
هغه وایی، د پاکستان په جغرافیه کې څلور حکومتونه واک چلوی او د نواز شریف په مشرۍ ملکی حکومت یې د حکومت د څېرې تمثیل کوی.
د ده په وینا، بل حکومت پوځ دی چې اصلی واکمن ګڼل کېږی، ای اېس ای درېیم حکومت دی چې د پاکستان ستراتېژیک عمق، سیاسی او اقتصادی ګټې او ځمکنۍ بشپړتیا ور پورې اړه لری او څلورم حکومت یې مذهبی ډلې دی.
ښاغلی امان زیاتوی، پاکستانی چارواکی تل په افغانستان کې حسن نیت ښیی نه حسن عمل: (( نواز شریف د عمل پر ځای یوازې هیله مندی وښوده. تل پاکستان حسن نیت ښیی خو حسن عمل یې بیا د بل چا په لاس کې دی چې هغه نظامیان دی.))
هغه وویل، له ملابرادر په طالبانو کې خورا مهم کسان شته؛ خو د دې لپاره چې غنی برادر له ولسمشر کرزی سره په قومی حساب اړیکې لری او هغه غواړی خپل قوم ته د نوموړی خوشې کېدل د یوې لاسته راوړنې په توګه وښی؛ ځکه د برادر په خوشې کېدو ټینګار کوی.
د ده په اند، ملا برادر د پوپلزیو له قوم سره اړیکې لری او د همدې لپاره کرزی ته مهم دی.
نوموړی وایی، ملابرادر له تېرو څو کلونو راهیسې په بند کې و، چې په دغو تېرو څو کلونو کې د طالبانو په تحریک کې د کدری، پوځی، جګړه ییز او نورو له پلوه دېر بدلونونه راغلی دی او دا کسان له ملابرادر سره نه پېژنی.
ښاغلی امرالله امان زیاته کړه، که چېرې ملا برادر خوشې هم شی نشی کولای د سولې په پروسه کې اقدام وکړی، یا په طالبانو کې خپل پخوانی رول او ځای پیدا کړی.
له دې وړاندې یوه لوړ پوړی افغان چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلی، پاکستان هېڅ هغ څوک چې مهم نه وی او د سولې په برخه کې ترې ګټه نشی اخیستل کېدای په بند کې نه ساتی.
د سرچینې په وینا، دا چې پاکستان ډېر طالب مشران ووژل خو ملا برادر یې ژوندی ساتلی، له دې ښکاری چې نوموړی کولای شی د سولې په خبرو کې مهم رول ولوبی.
د هغه په خبره، له همدې امله ده چې افغان حکومت د ملابرادر په خوشې کېدو ټینګار کوی.
د شنبې په ورځ د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف کابل ته د یوه پلاوی په مشرۍ راغی او له ولسمشر کرزی سره یې ولیدل.
نوموړی له ولسمشر کرزی سره ګډ خبری کنفرانس ته وویل، چې د طالبانو دویم مشر ملا برادر خوشې شوی او د یوه مېکانیزم له لارې غواړی له هغه سره خبرې وکړی.
له دې وړاندې د سولې عالی شورا یوه پلاوی پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په کراچۍ کې د یوې دقیقې لپاره د طالبانو له دویم مشر ملا عبدالغنی برادر سره خبرې وکړې.
پاکستانی لومړی وزیر یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې له ملا برادر سره د هغه د کورنۍ د غړو د لیدو لپاره به زمینه برابره کړی، او اسلام اباد ملا برادر له بشپړې ازادۍ سره موافق دی، خو په دې کې یې له امریکا سره سلامشوره شرط وبلله.
ولسمشر کرزی له لومړی وزیر نوازشریف نه وغوښتل چې ملا برادر په بشپړ ډول ازاد کړی. د لندن په درې اړخیزه غونډه کې هم شریف ژمنه کړې وه، چې له برادر سره به د سولې د عالی شورا د لیدو زمینه برابروی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.