د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپله بې‌طرفی تر پوښتنې لاندې راوستې ده

گزارشگر:26 قوس 1392 - ۲۶ قوس ۱۳۹۲

mandegarد ټاکنو څارونکی یوشمېر بنسټونه وایی، که چېرې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکیو په استخدام کې مدنی ټولنې ته ونډه ورنه کړل شی دا به بهیر به د کارکوونکیو په بې پرېوالی شکونه ډېر او اندېښنې به را وزېږوی.
په همدې حال کې د ملی اېتلاف چارواکی وایی، کمېسیون باید داسې اقدامات ونه کړی، چې د دې کمېسیون بې پرېوالی تر پوښتنې لاندې راولی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، یوولس زره هغه پخوانی مامورین یې د ټاکنو د شفافیت لپاره بیا نه دی استخدام کړی، چې پرې د درغلیو تورونه ول.
د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ مشر محمد نعیم ایوبزاده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د تړلو او بې پرې کسانو معلومول یوه ستونزمنه خبره ده.
هغه وایی، دا یوه مهمه خبره ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کوم مېکانېزم له مخې خپل مامورین استخداموی، چې د هغوی تړاونه او بې پرېوالی ثابتوی.
د نوموړی په خبره، په افغانستان کې یوه ستره ستونزه د بې پرېوالی دی چې اکثریت کسان چې په کمېسیون کې دندې ترسره کوی تړلی دی.
ښاغلی ایوبزاده زیاته کړه، کمېسیون نشی کولای دا روښانه کړی چې څوک بې پرې او څوک تړلی دی، ځکه داسې وسایل او امکانات نشته چې دا پرې معلومه شی او نه دا تضمین کېدای شی چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکی دې د چا لپاره کار نه کوی.
د ټیفا مشر وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون نشی کولای د ټاکنو شفافیت تضمین کړی، ځکه دا مساله په ټاکنو پورې د ټولو اړونده ادارو پسې تړلې ده چې هغوی څومره کولای شی خپل کارکوونکی بې پرې وساتی.
د هغه په وینا: (( سیاسی ګوندونه، مدنی ټولنې، د ټاکنو خپلواک کمېسیونونه، په ولایاتو کې د ټاکنو د خپلواکو کمېسیونونو دفترونه، حکومت او نورې اړونده ادارې ټول د ټاکنو په شفافیت کې ښکېل دی. دا چې دوی څومره کولای شی په ټاکنو کې خپله او د کارکوونکیو بې طرفی وساتی، په هماغه اندازه د ټاکنو له شفافیت سره مرسته کېدای شی. د شفافیت پر وړاندې بله ستونزه نا امنی ده. څومره کېدای شی چې د نا امنۍ له امله به د ټاکنو شفافیت اغېزمنېږی.))
دی زیاتوی، که چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه ځانګړی مېکانېزم له لارې چې د مدنی ټولنې استازی هم په ګې ګډون او ونډه ولری، خپل کارکوونکی استخدام کړی، کېدای شی تر یوه ځایه دا پروسه شفافه وی او د ټاکنو په شفافیت کې هم اغېز ولری.
خو په وینا یې که، چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل سر د مدنی ټولنې او سیاسی ګوندونو له ګډون پرته خپل کار کوونکی او په ولایاتو کې د دې کمېسیون استازی او غړی وټاکی، دا پروسه به ډېرې اندېښنې وزېږوی: (( نشی کېدای چې په دغسې وضعیت کې دا پروسه شفافه وګڼو دا به زموږ ستره اندېښنه وی، دغه کسان چې استخدام کېږی ترکومه بې پرې دی او د کوم معیار له مخې ټاکل شوی دی. باید د دې کسانو د استخدام لپاره یو لړ معیارونه وضع او یو ځانګړی مېکانیزم جوړ شی.))
په همدې حال کې د افغانستان د ملی اېتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، تر اوسه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کومې چارې ترسره کړی د کمېسیون بې طرفی یې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
هغه وایی، د دې پر ځای چې د ټاکنو د شفافیت لپاره پخوانی کارکوونکی استخدام نشی، په کار ده چې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران او کمېشنران بې پرې وی او په عمل کې یې ثابته کړی.
د نوموړی په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له حکومت نه په عمل او نظر کې بشپړه خپلواکی ولری او د حکومت تر اغېز لاندې رانشی: (( تر اوسه ولسمشر کرزی توانېدلی چې د کمېسیون په چارو کې په بېلابېلو ډولونو مداخله وکړی.))
ښاغلی اوریا زیاتوی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خپله خپلواکی په عمل کې ثابته کړی، د ټاکنیز قوانین په بشپړ ډول پلې کړی او هیچاته اجازه ورنه کړی چې په ټاکنو کې مداخله وکړی.
د هغه په اند، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې په ټول ځواک سره هغه عوامل له منځه یوسی او یادې ورته اجازه نه ورکوی، چې په ټاکنو کې د درغلیو امکان ترې شته او درغلۍ وکړی: (( د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خلکو ته ډاډ ورکړی چې د رایه ورکوونکیو د رایو په برخلیک به لوبې نه کېږی. داسې زمینه باید برابره کړی چې رایه ورکوونکی او رایه اخیستونکی دواړه په کمېسیون باور وکړی. د کاندیدانو ترمنځ دې سالمې سیالۍ ته زمینه براه کړه څو په ډاډ خلک په ټاکنو کې برخه واخلی.))
د یادونې وړ ده، چې د یکشنبې په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکی وویل، دوی د ټاکنو د شفافیت لپاره د دې کمېسیون یوولس زره پخوانی مامورین نه دی استخدام کړی.
هغه وایی، دوى په ټاکنو کې د شفافیت د تامین لپاره ټولې لارې چارې په پام کې نیولې دی او یاد یوولس زره کسان په درغلیو تورن ول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.