له سولې سره د سعودی او پاکستان د مرستو زمینه تراوسه نه ده برابره شوې

گزارشگر:17 جدی 1392 - ۱۶ جدی ۱۳۹۲

mandegar-3په داسې حال کې چې تېره ورځ د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعودالفیصل اسلام اباد ته سفر وکړ، سیاسی شننونکی وایی، چې د نوموړی سفر د جنرال پرویز مشر د خلاصون لپاره دی.
له دې وړاندې رپوټونو ویل، چې نوموړی د افغان سولې په اړه اسلام ته سفر کوی؛ خو شننونکی وایی، تر اوسه په سعودی عربستان او پاکستان کې د سولې راوستو رښتینې اراده نشته.
هغوی همدارنګه وایی، چې په افغانستان کې جګړه مذهبی نه بلکې استخباراتی ده او تر هغې چې استخباراتی ملاتړی ولری، جګړه به دوام ولری.
د سیاسی چارو شننونکی میراحمد جوینده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې اسلام اباد ته د سعود الفیصل سفر تر ډېره د پروېز مشرف له قضیې سره تړلی دی.
هغه وایی، هغه مهال چې مشرف په واک کې و او نوازشریف له پاکستانه شړل شوی و، سعودی عربستان منځګړیتوب وکړ او مشرف یې دېته اړ ایسته چې پاکستان ته د نواز شریف له راتګ سره مخالفت ونه کړی.
د ده په خبره، اوس هماغه قضیه سرچپه شوې او سعودی غواړی په خپل منځګړیتوب سره مشرف له محاکمې خلاص کړی.
ښاغلی جوینده زیاتوی، دا چې نوموړی به له پاکستانیو مشرانو سره د افغان سولې په اړه هم خبرې وکړی دا یې د اجنډا مهمه برخه نه ده: (( په وار وار ولسمشر کرزی او د سولې عالی شورا له سعودی عربستان نه غوښتی چې د سولې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی؛ خو کله یې هم دې مرستې ته چمتووالی نه دی ښودلی.))
هغه وویل، سعودی عربستان تل له افراطی ډلو ملاتړ کړی؛ خو که اوس د امریکا په فشار او غوښتنه غواړی له افغان سولې سره مرسته وکړی کېدای شی پایله ورکړی؛ مګر مهمه دا ده چې پاکستان به څنګه اړ کړای شی او پاکستانی مشران به په خپلو استخباراتو او پوځ څه ډول برلاسی شی.
د سیاسی چارو د دغه کارپوه په خبره، چې تر اوسه د دې زمینه نه ده برابره شوې چې سعودی عربستان او پاکستان دې له سولې سره رښتینې مرسته وکړی.
همدارنګه د سیاسیی چارو په ځانګړی ډول د افغانستان او پاکستان د چارو څېړونکی احمد سعیدی هم ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د پاکستان ته د سعودی د بهرنیو چارو د وزیر سعودالفیصل د سفر اصلی موخه، له محاکمې د پاکستان د پخوانی پوځی مشر جنرال مشرف خلاصول دی.
هغه وایی، فیصل به له پاکستانیو چارواکیو سره خبرې وکړی او هڅه کوی چې مشرف د ناروغۍ په بهانه له بنده خلاص او له پاکستانه وباسی.
نوموړی زیاته کړه، چې په افغانستان کې پیل شوې جګړه د اسلام او کفر نه ده او نه په افغانستان کې مذهبی جګړه روانه ده؛ بلکې د افغانستان جګړه استخباراتی ده.
د ده په وینا، که چېرې د افغانستان جګړې مذهبی بڼه درلودای نو د سعودی عربستان د مفتی په ګډون ګڼو دینی مشرانو دا جګړه ناروا او ځانمرګی بریدونه یې حرام وبلل؛ خو ورسره په افغانستان کې جګړه کمه نه شوه ښاغلی سعیدی زیاتوی، چې په افغانستان کې جګړه استخباراتی او نیابتی ده؛ تر هغې چې استخباراتی ملاتړ ولری په افغانستان کې به جګړه دوام وکړی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سولې د عالی شورا نظر هم واخلو خو ونه توانېدو. مګر د سولې د عالی شورا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر اسماعیل قاسمیار رسنیو ته ویلی، چې پاکستان ته د سعودی د بهرنیو چارو د وزیر سفر به د سولې په پروسې مثبت اغېز وکړی.
هغه هیله ښودلې، دا چې پاکستان او سعودی عربستان پر طالبانو ډېر نفوذ لری وکولای شی چې د سولې پروسه کې ښې لاسته راوړنې ولری.
د ده په خبره، چې د نوموړی د سفر اصلی اجنډا له پاکستانیو چارواکیو سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې کول دی.
له دې وړاندې د سولې عالی شورا یو پلاوی سعودی عربستان ته د دې لپاره تللی و؛ څو له هغه هېواد د افغان سولې لپاره د مرستې غوښتنه وکړی.
د سولې عالی شورا چارواکی وایی، چې سعودی عربستان د مرستو ژمنه ورکړې ده. له دې وړاندې په وار وار ولسمشر کرزی له سعودی عربستان نه غوښتی ول، چې له افغانستان سره دې د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړی.
ویل کېږی، چې په سعودی عربستان کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانستل کېدو هم بحثونه روان دی؛ خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.