د تنباکو د مخنیوی قانون به د ډېرو ناروغیو مخه ونیسی

گزارشگر:18 جدی 1392 - ۱۷ جدی ۱۳۹۲

د ولسی جرګې له لوری د تنباکو او سګرېټو د مخنیوی قانون له تصویب وروسته د عامې روغتیا وزارت او د ټولنیزو چارو شننونکی وایی، چې د دې قانون پلی کېدل به لامل شی، چې د ډېرو ناروغیو مخه ونیول شی.
همدارنګه شنناندی زیاتوی، چې د دې قانون په پلی کېدو کې د خلکو فردی اراده مهمه ده او د عامې روغتیا وزارت له اړونده ادارو غواړی چې د دې قانون په پلی کېدو کې ورسره مرسته وکړی.mandegar-4
د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکټر کنشکا ترکستانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، دوی د ولسی جرګې له لوری د سګرېټو او تنباکو د مخنیوی قانون د تصویب هر کلی کوی.
هغه وایی، دا یو نېک او مثبت اقدام دی چې په هېواد کې د تنباکو د مخنیوی او کابو کولو لپاره پورته کېږی.
د ده په خبره، څه وخت وړاندې د دغه قانون طرح د عامې روغتیا وزارت له لوری جوړه او عدلیې وزارت ته ولېږل شوه، چې د یاد وزارت او وزیرانو شورا له تصویب وروسته ملی شورا ته د تصویب لپاره ورغله او له نېکه مرغه چې ولسی جرګې دغه قانون تصویب کړ.
ښاغلی ترکستانی وایی، که څه هم چې په هېواد کې د سګرېټ څکوونکیو او تنباکو کاروونکیو کره شمېره نشته خو ډېری خلک پرې اخته دی او ډېرې ناروغۍ هم له همدې امله دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې باور دی، چې د دې قانون په پلی کېدو سره به په ادارو، دفترونو او نورو هغو ځایونو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وی، د سګرېټ څکولو مخنیوی وشی.
نوموړی وویل، دوی د دې قانون پلی کېدو ته ژمن دی، همدارنګه له نورو اړونده ادارو لکه د حج او اوقافو، اطلاعات او کولتور او پوهنې وزارتونه ورسره د عامه پوهاونې او له سګرېټو د نه استفادې په برخه کې همکاری وکړی.
هغه زیاتوی، دغه راز رسنۍ او نورې اړونده ادارې باید ورسره د دې قانون په پلی کېدو کې مرسته وکړی او هیله من دی، چې دغه قانون په درست ډول پلی شی.
ډاکټر کنشکا ترکستانی وایی، دوی د سګرېټو له زیانونو د خلکو د خبرولو او د یاد قانون د پلی کولو لپاره ګڼ تبلیغات او عامه پوهاوی تر کار لاندې نیولی چې ژر به پیل شی؛ خو زیاتوی چې په ښه پلی کېدو کې یې د اړونده ادارو همکاری ورسره ډېره مهمه ده.
د کابل پوهنتون د ټولنپوهنې د پوهنځی استاد فیصل امین ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ولسی جرګې له لوری د سګرېټو او تنباکو د مخنیوی قانون تصویبېدل یو نېک او غوره اقدام دی.
هغه وایی، په دې کار سره به په ټولنه کې له تنباکو او سګرېټو کار اخیستل لږ شی، چې ورسره ډېرې ستونزې هم راکمې شی.
نوموړی په دې اند دی، چې په وزارتونو، دفترونو، مقدسو ځایونو او له ګڼې ګوڼې ډکو نورو ځایونو کې د سګرېټو په څکولو بندیز کولای شی هغه کسان چې د سګرېټ څکوونکیو له لوری په عذاب وی خلاص او له دې اړخه د را پیدا کېدونکیو زیانونو مخنیوی وشی.
خو زیاتوی، دا په دې پورې اړه لری چې څومره افغانان پر ځان د دې قانون د تطبیق لپاره اراده لری او کولای شی په خپل ځان، د کورنۍ په غړو او ټولنې دغه قانون پلی کړی.
د ښاغلی فیصل په وینا، که چېرې دغه قانون په درست ډول پلی شی، چې په دې برخه کې د خلکو فردی اراده او فهم مهم دی، ډېر ګټور به تمام شی.
ولسی جرګې د دوشنبې په ورځ په ۱۰۱ موافقو رایو په عامه ځایونو او هوټلونو کې د تنباکو د نه کارولو قانون تصویب کړ. د دې قانون له مخې پر ماشومانو د سګرېټو او د تنباکو د نورو محصولاتو پلورل منع کړای شوی دی.
په افغانستان کې ګڼ شمېر کسان او په ځانګړې توګه ماشومان پر سړکونو سګرېټ پلوری او له دې لارې له خپلو کورنیو سره اقتصادی مرسته کوی خو اوس د دغه نوی قانون له مخې د ماشومانو له خوا هم د سګرېټو پلورل منع شوی دی. دا قانون چې پنځه فصله او ۲۵ مادې لری تېره میاشت د وزیرانو د شورا له خوا د افغانستان ولسی جرګې ته استول شوی و.
که څه هم چې په افغانستان کې د تنباکو د کاروونکیو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی خو په سلګونه زره کسان په افغانستان کې له سګرېټو او تنباکو کار اخلی. په افغانستان کې سګرېټ ارزانه دی.
د تنباکو کارولو په افغانستان کې ګڼې تنفسی ستونزې رامنځته کړی دی. خو د دې قانون د پلی کېدو په اړه ګڼې اندېښنې شته، چې دغه قانون به په درست ډول پلی شی او که نه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.