عامې روغتیا وزارت: ۱۱۲ ولسوالۍ تر خطر لاندې دی

گزارشگر:29 جدی 1392 - ۲۸ جدی ۱۳۹۲

د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې په ولایاتو کې یې د ژمی په موسم کې روغتیایی ستونزې ډېرې شوی خو لا هم ورته اړین خدمات نه دی رسېدلی.
هغوی وایی، که چېرې لرو پرتو ولایتونو ته جدی پاملرنه ونشی نو ښایی ډېرې ستونزې را پیدا کړی. خو د عامې روغتیا وزارت چارواکی وایی، چې دوی ۱۱۲ ولسوالۍ د خطر سیمې په نښه کړی او ورته پوره چمتووالی یې نیولی دی.
په ولسی جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې مېرمن فوزیه کوفی وایی، چې د ژمی په پیل سره د بدخشان د ۱۳ ولسوالیو تګ راتګ له فیض اباد سره پرې شوی او د یادو ولسوالۍ خلک له تاجکستان سره رفت و امد کوی.
نوموړې ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، حتی د دغو ولسوالیو خلک تاجکستان ته د ویزې اخیستو لپاره فیض اباد ته راځی چې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
د هغې په خبره، په یادو ولسوالیو کې یا کلینیکونه ډېر کم دی او یا هم که شته هغه هم د تاجکستان له لوری راځی؛ خو د ژمی په موسم کې د طبیعی پېښو لپاره زېرمه شوی درمل، مسلکی پرسونل او نور اړین وسایل شتون نه لری.
مېرمن کوفی وویل، په ټول بدخشان کې روغتیایی ستونزې ډېرې شته، حتی داسې کلینیک یې لیدلی چې ودانۍ یې څلور کاله وړاندې جوړه شوې خو لا تر اوسه هم فعاله نه ده: (( په مرکز فیض اباد او شاو خوا ولسوالیو کې حتی درمل نشته او هغه چې له افغانستان سره یې په ژمی کې اړیکې پرې کېږی هغه خو د تاجکستان له لارې ورته تګ راتګ کېږی، چې نه ډاکټر لری او نه هم درمل. ))
هغه وایی، په ډېرو سیمو کې که څه هم چې روغتیایی خدمات وړیا دی؛ خو درمل نشته او خلک روغتیایی خدماتو سره درست لاسرسی نه لری.
په همدې حال کې په ولسی جرګه کې د نورستان د خلکو استازی مولوی احمدالله موحد ماندګار ورځپاڼې ته وویل، د نورستان هغه سیمې چې له کونړ او لغمان سره نېږدې دی او لاسرسی ورته اسان دی تر یوه ځایه روغتیایی خدمات شته خو په هغو ولسوالیو کې چې لارې یې بندې دی او یا لرې پرتې دی؛ هلته تر اوسه هېڅ ډول تدابیر نه دی نیول شوی.
د هغه په وینا، د نورستان ستونزه یوازې په ژمی کې نه وی، بلکې په ژمی کې زیاتېږی چې همدا اوس له لرو پرتو سیمو نه ورته داسې رپوټونه رسېدلی چې ناروغۍ زیاتې دی؛ خو نه درمل شته او نه هم کلینیکونه.
د ولسی جرګې یاد غړی وویل، د روغتیایی خدماتو نشتون، د خلکو غربت او د لارو بندېدل لامل شوی چې خلک ګڼې ستونزې ولری او که ورته پاملرنه ونشی نو د ډېرو نورستانیانو په ځانګړی ډول د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کېږی.
نوموړی وایی، هر کال دوی د دې ستونزو په اړه غږ پورته کوی خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې: (( په برګمټال، منډول، کامدېش، دواب او نورو ولسوالیو کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دی. لارې یې بندې دی، کلینیکونه نشته، ډاکټران نه ورځی او په خلکو کې سینه بغل، نس ناستی او نورې ناروغۍ پیل شوی دی.))
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند کنشکا ترکستانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې ژمی لپاره یې د ټول هېواد په کچه تدابیر نیولی او په هغو سیمو کې چې دمګړۍ په واورو پووښل شوی او یا یې هم لارې بندې دی، له وړاندې نه درمل او نور طبی اړتیاووې ور استولې دی.
د ده په خبره، چې په ټول هېواد کې په یوویشت ولایتونو کې ۱۱۲ ولسوالۍ تر خطر لاندې سیمې ښودل شوی دی، چې روغتیا وزارت به په یادو سیمو کې یو اشاریه پنځه میلیونه وګړی د ژمی په موسم کې تر روغتیایی پوښښ لاندې ونیسی.
د هغه په وینا، دوی تر اوسه په هېڅ ځای کې داسې راپور نه دی تر لاسه کړی، چې هلته دې د دوی خدمات نه وی رسېدلی که ورته ورسېږی ورته بشپړ چمتووالی لری.
نوموړی وویل، چې له دې وړاندې په هېواد کې د اتو وژونکیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شتون درلود چې د دې ناروغیو مخنیوی یې کاوه؛ خو دا چې په افغانستان کې د سینه بغل ناروغی زیاته ده له همدې امله افغان دولت د دې ناروغۍ د مخینوی لپاره د سینه بغل د واکسین د تطبیق هڅې پیل کړې.
د ده به خبره، دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د افغان ماشومانو لپاره معرفی شو، چې دمګړۍ یې د پلی کېدا چارې په ټول هېواد کې روانې دی، چې په هېواد کې د روغتیایی خدمتونو په برخه کې یو نوی تحول دی.
نوموړی وایی، دا واکسین د ټول هېواد په کچه په کلینیکونو کې موجود دی چې په وړیا ډولو ماشومانو ته تطبیق کېږی.
هغه زیاتوی، دا چې د دې واکسین چارې تازه پیل شوی کره شمېر نشته چې تر اوسه څومره ماشومان واکسین شوی دی؛ خو دا واکسین په هغو سیمو کې چې درنه واوره پرې ورېږی، صعب العبور سیمې دی او یا هم لرې پرتې ولسوالۍ او کلی، هغوی ته مخکې له مخکې نه لېږل شوی، ټول تدابیر ورته نیول شوی او اوس یې د عملی کېدو چارې پیل دی.
ډاکټر ترکستانی په دې اند دی، چې دا واکسین ډېر اغېزمن دی او کورنۍ کولای شی د خپلو ماشومانو په واکسین کولو سره هغوی د سینه بغل له ناروغۍ وژغوری.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وایی، په هېواد کې د سینه بغل ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړینې کچه ډېره ده، چې دا واکسین به یې په مخنیوی کې د پام وړ رول ولوبوی.
ډاکټر کنشکا ترکستانی زیاته کړه، واکسین په ټول هېواد کې هغه چې د وسله والو مخالفانو تر ولکې لاندې سیمې دی او که د افغان دولت، پلی کېږی ځکه د عامې روغتیا وزارت ټولو افغانانو ته روغتیایی او ټولنیز خدمتونه وړاندې کوی چې پر وړاندې یې هیڅوک هم مخالفت نه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.