د لوړو زده کړو وزارت: په کانکور کې به د تېر کال تجربې نه تکرارېږی

گزارشگر:28 دلو 1392 - ۲۷ دلو ۱۳۹۲

mandegarپه داسې حال کې چې په هرات کې د دې لپاره چې د کانکور پوښتنې له مخکې نه د زده کوونکیو لاسونو ته لوېدلې وې، د کانکور ازموینه لغوه شوې، د لوړو زده کړو وزارت وایی، چې د کانکور د شفافیت لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی. هغوی وایی، نه پرېږدې چې په دې ملی پروسه کې توازن او عدالت زیانمن شی.
د لومړو زده کړو وزارت ویاند محمدعظیم نوربخش ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې سږکال به په کانکور کې ۱۷۰ زره زده کوونکی برخه واخلی، چې په ۳۵ حوزو کې به د کانکور ازموینه ورکړی.
هغه وایی، د دې دور لومړۍ ازموینه په کابل کې تېره ورځ پیل شوه چې له لس زرو ډېرو زده کوونکیو په کې ګډون کړی و.
د نوموړی په وینا، دوی د تېرو کلونو خلاف دا ځل د کانکور د شفافیت لپاره جدی او قاطع پروګرامونه نیولی او د کانکور روڼتیا ته به تر هر څه ډېر پام واړوی.
د ښاغلی نوربخش په خبره، کانکور یوه ملی پروسه ده چې تر هر څه ډېر عدالت او توازن ته اړتیا لری: (( په تېرو کلونو کې په کانکور کې ګڼې ستونزې وې. موږ د دې ستونزو د مخنیوی لپاره دا ځل ډېر تدابیر لرو. په هغو ولایاتو کې چې هلته درغلۍ، لاسوهنې او نقل کېږی، موږ هلته ازموینه ځنډوو او یا یې هم لغوه اعلانوو، لکه په هرات کې مو د کانکور ازموینه وځنډوله. په لوګر کې د درغلیو له امله ازموینه لغوه او له سره په ښه ډول واخیستل شوه. دغه راز د بدخشان په نجم المدارس کې هم ازموینه لغوه شوې ده.))
د لوړو زده کړو د وزارت ویاند وویل، په هرات کې هم د دې لپاره چې په کانکور لاسوهنه او درغلۍ وشوې او پوښتنې په یوې خصوصی لېسه کې موندل شوې وې، د کانکور د پلاوی له لوری کانکور وځنډول شو.
نوموړی زیاته کړه، د دې لپاره چې درغلیو او شکایتونو ته رسیدګی وشی، ازموینه ځنډوی او یا هم لغوه اعلانوی، د کانکور کمېټه او د کانکور د کمېټې ملاتړې کمېسیون د دې کار لپاره ښه چمتووالی لری.
د ښاغلی عظیم نوربخش په خبره، د دوی ټول پام شفافیت ته دی او په دې هڅه کې دی، چې د کانکور په ازموینه کې باید د تېر کال ناندرۍ او ستونزې رامنځ ته نشی.
د یادونې وړ ده، چې په هرات کې د کانکور ازموینه د درغلیو، لاسوهنو او له ازموینې وړاندې د کانکور د سوالونو او ځوابونو د ایستلو له امله لغوه شوه.
امنیتی چارواکیو ویلی، چې په هرات کې په کانکور ازموینه کې د لاسوهنې په اړه یې ۴۷ تنه نیولی دی. له دې وړاندې په لوګر ولایت کې هم د کانکور ازموینه له دې امله لغوه شوه چې د کانکور پاڼې په ویالو او سړکونو کې وموندل شوې. لوګریانو اعتراض وکړ، چې د کانکور کمېټې دا پاڼې په لارو کې شیندلی؛ خو د کانکور اخیستونکې کمېټې وویل، چې په کانکور ازموینه کې درغلۍ شوې وې او دوی د دې درغلیو له امله دغه ازموینه لغوه کړه.
تېره ورځ په کابل کې د کانکور ازموینې د اخیستنې پر مهال د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید رسنیو ته وویل، سږ کال د لوړو زدکړو لپاره د ځوانانو ګډون د تېر کال په پرتله زیات دی.
هغه وویل، تر اوسه دوه لکه او شپیتو زرو تنو په کانکور ازموینه کې د ګډون کارتونه ترلاسه کړی دی.
د لوړو زدکړو وزیر زیاته کړه، چې له دې ډلې به اووه پنځوس زره کسان په پوهنتونونو کې او پنځوس زره به یې د نیمه عالی زده کړو په موسسو کې جذب شی.
د ښاغلی عبید په وینا، سږکال به خصوصی پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې به څلور دېرش زره زده کوونکی جذب کړی.
د یادونې وړ ده، چې هر کال په هېواد کې د کانکور ازموینې له پای ته رسېدو وروسته د ګڼو ولایتونو د زده کوونکیو او د پوهنتونو د استادانو اعتراضونه را پورته کېږی. هر کال زده کوونکی شکایتونه کوی چې په کانکور کې یې حق خوړل کېږی؛ خو په هرات او لوګر کې د کانکور په سږنیو ازموینو کې درغلۍ او لاسوهنې د دې ښودنه کوی، چې تر اوسه هم په بنسټیز ډول دې ستونزې ته د پای ټکی نه دی ایښودل شوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.