د آزادی منل د مسـولیت منل دی

گزارشگر:دستگیر روشنیالی/ سه شنبه 30 عقرب 1396 - ۲۹ عقرب ۱۳۹۶

نن ټولنه د اختلافونو او توپیرونو مجموعه ده. انسان د ټولنی او ټولنیز ژوند اصلی عنصر دی. یوه ټولنه چی په هغه کی انسان ارزښت لرونکی ژوند ولری، د کرامت او عزت ساتنه یی وشی. یوه ټولنه چی په هغه د ټولو سیاسی، دولتی، ټولنیزو، فرهنگی و… تگلارو په مرکز کی انسان وی. یوه ټولنه چی په هغه کی انسانان له یو بل سره په برابری او یو بل ته په درناوی کی ژوند وکړی او انسان د خپلواکی ارادی او خپلواک شخصیت په درلودلو له نورو سره په برابری کی د ټولنی په کار کی گډون وکړی.
یوه ټولنه چی په هغه کی ټول ځای ولری او انسانان نه یوازی ازاد ، بلکی مسؤل هم وی. آزادی او مسؤلیت د یوې سکی دوه مخه دی. د آزادی منل د مسولیت منل دی. یوه ټولنه چی په هغه انسانان نه یوازی حقونه، بلکی مکلفیتونه هم ولری. حقونه او مکلفیتونه له یو بل نه جلاکیدونکی دی. د انسان د آزادی معنی دا نه دی چی هر څه یی زړه وغواړی تر سره یی کړی. دا ډول آزادی انارشیزم دی. د انسان د آزادی پولی د بل انسان د ازادی او حقونو پوسیله ټاکل کیږی.
د انسان آزادی په انتخاب کی دی او دا د انسان ځانگړتیا دی او ټولنه باید د انسان د انتخاب آزادی تضمین او وساتی. انسان په خپله خپل ژوند ته مفهوم ورکوی او خپل ژوند هدفمند کوی. حیوان دا ډول انتخاب نشی کولای. د ټولنی اصلی عنصر انسان دی. انسان هم د ټولنی محصول او هم د ټولنی جوړونکی دی. هغه ټولنه چی انسانان یی ازاد او خپلواک وی، په ځان او په خپله راتلونکی واکمن وی، له یو بل سره په برابری کی ژوند وکړی، د خپلواکی ارادی او پریکړی خاوند وی او د خپلو پریکړو او عمل مسؤلیت واخلی یوه ازاده او یوه خپلواکه ټولنه دی.
ټولنه د بی‌شماره اړیکو، گټو، غوښتنو… مجموعه دی، کومی چی د ټولنی د گډو گټو او گډو ارزښتونو په چوکات کی له یو بل سره سیالی او همکاری کوی. په ټولنه کی د همفکری و یا یوه فکر واکمن کول ممکین کار نه دی. دا نه پرون ممکین وو، نه نن ممکین دی او نه به سبا ممکین شی. په ټولنه کی تفاوتونه او اختلافونه حتمی او طبیعی دی. نن ټولنه په بشپړه توگه یوه بل جوړښت دی. ټولنه، ټولنیز اړیکی او وگړی نوری او نوی ځانگړتیاوی لری او په ژوره توگه بدل شوی، پیچیلې شوی، حرفوی شوی او فردی شوی دی. نور ټولنه د کورنۍ، کلی او قبیلی په شان د وگړو تر منځ د عاطفی او دخپلوی د اړیکو مجموعه نه دی او نه دا اړیکی د عاطفی په بنیاد جوړیږی. په ټولنه کی نه نور هغه پرونۍ هم آهنگی شته دی او نه هماغه پرونی د عمل اوچلند یووالی شته دی.
نن ټولنه د اختلافونو او توپیرونو مجموعه ده. نن ټولنه د یو شانتوب په ځای په څوگونیتوب تکیه کوی. نن په ټولنه کی رنگارنگ فکرونو او نظریات شته دی او د یووالی او هم اهنگی په ځای اصل اختلاف او توپیرونه دی. په دی ټولنه کی پیښی، چلندونو او فکرونه د پرون په شان ساده نه دی او په دی ټولنه کی نظم، اداره، ثبات او پرمختگ د عاطفی او اخلاقو ارزښتونو په ځای د قانون او د نویو مدنی ارزښتونو پوسیله تر سره کیږی. ټولنه هره شیبه د ژوند او ژوند کولو نوی او نوی شکلو نه جوړوی، موږ ته هره شیبه نوی او نوی درسونه را زده کوی او ورسره ور سره بی شماری نوې پوښتنی مطرح کوی او دا ځوابونه غواړی. موږ مکلف یو دی ته ځابونه ورکړو…
د ټولنی بدلون د انسان د یوه ځانگړی فرد بدلون دی. زه راتلونکی ته بدبین نه یم. په ځوان نسل کی د بدلون روښانه نښانی لیدل کیږی. که څه هم کمزوری دی، خو وده کوی او امید لرونکی دی. دی نسل د ما له نسله چی د تاریخی ناکامیو نسل دی ډیر څه زده کړی دی. دوی له انقلابونو، کودتاگانو، بلواگانو، جگړی … هم زده کړه کوی خو دا کار هم حوصله او هم وخت غواړی. مهمه دادی چی په یوه سم لوری حرکت پیل شوی. په ځوان نسل کی انسانی بیداری هم وده کوی او زه یی هره ورځ وینم او د افغانستان او جهان واقعیتونو ته په بل نظر گوری. دا نسل خپلی غوښتنی او خپلی هیلی لری او دوی خپلی هیلی په دی او هغه پیشوا او امیر سره نه غوټه کوی. دا د پیږندنی او عمل نسل دی. له دی انکار نه کیږی چی ستونزی د غرونو په شان لویی او پڼدی دی، خو همدا ستونزی انسانانو ایجاد کړی او انسانان به یی حل کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.