احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





د خلکو د امید سترګې د شکایاتو کمېسیون ته دی

گزارشگر:3 ثور 1393 - ۰۲ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3د ټاکنیزو کمېسیونو د شکمنو چارو او ټاکنو په اړه ورو ورو د خلکو شکونه او اندېښنې زور اخلی. په دې وروستیو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو په ځانګړی ډول د شکایاتو کمېسیون ځینو کړنو د خلکو شک را پورته کړی دی. دغه کمېسیون په تازه اقدام کې په یوشمېر ولایتونو کې د لسګونه محلونو او مرکزونو رایې باطلې کړی دی. یوازې په هرات ولایت کې دغه کمېسیون کابو سل زره رایې باطلې اعلان کړی دی.
له ټاکنو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو له بهیره خوښی وښوده او ادعا یې وکړه چې ټاکنې د مخکنیو ټاکنو په پرتې ښې او له درغلیو پاکې ترسره شوی دی. خو په دې وروستیو کې د درغلیو او سرغړونو په اړه رپوټونه ښیی چې د کمېسیون ادعا ناسمه وه، یا دا چې اوسنی شکایتونه په لوی لاس جوړ شوی دی.
د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون هم په پیل کې د کمو شکایاتو د ثبت خبره کړې وه خو وروسته وروسته زیات شول. خو پوښتنه دا رامنځته کېږی چې د دغومره رایو باطلېدل رښتیا هم د مستندو اسنادو له مخې کېږی او که سیاسی انګېزه لری؟
که چېرې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون خپلې چارې د قانون له مخې د مستندو اسنادو او شواهدو له مخې د دې رایو په باطلېدو کې ترسره کړی وی، ښه خبره ده. سره له دې چې په هرات کې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون خپله پرېکړه له قانون نه خلاف پنځلس ورځې وروسته اعلان کړه.
خو که چېرې د دې رایو باطلېدل سیاسی انګېزه ولری، د ځینو لوریو په طرفدارۍ او یا هم له ځینو نورو سره د خصومت له مخې دا کار کېږی دا به د افغانستان د بدبختۍ بل زنګ وی چې ګړنګېږی. ځکه دا کمېسیون به په خپلو نورو ټولو چارو کې هم بې پرې نه وی. خپلې چارې او پرېکړې به همدې معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره کوی.
د ټاکنیزو شکایاتو له کمېسیون نه خلک د یوه ځوان او کدری کمېسیون په توګه تمه لری چې خپلې چارې له هر ډول فشارونو، نسبتونو او تړاوونو پرته په بې پرې، عادلانه او شفاف ډول تر سره کړی. ځکه د ټاکنیز عدالت د تامین وروستی او یوازینۍ مرجع همدا د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون دی. کله چې دا کمېسیون بې پرې نه وی نو ګیله له چا وشی. پښتو کې متل دی « قاضی چې خپله غل شی نو فیصله په چا کوې». هیله ده په دې اړه د خلکو اندېښنې دروغ وخېژی او د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمېسیون خپله دنده په صادقانه، عادلانه او له قانون سره سم پر مخ بوځی.
که د دغه کمېسیون مشران د ځینو نوماندو په ګټه کار کوی، د یوه نوماند رایه کمه او د بل زیاته کړی یا د ځانګړو نوماندو په خوښه کار وکړی، دا به له یوې خوا د ملت له رایو سره ستره جفا وی، له بلې خوا به د دغه کمېسیون چارواکی د ملت او خدای ج پر وړاندې ځواب ویونکی وی او هېواد به یې د سیاسی کشمکشونو او شخړو لور ته بېولی دی. په دغسې صورت کې ټول مسوولیت د همدې کمېسیون غاړې ته ورګرځی چې د ملت او خدای ج پر وړاندې به ضرور محاکمه کېږی.
خو مخکې له دې چې دا کمېسیون د خدای او ملت له محاکمې سره پیل شی، په کار ده چې د خپل تاریخی او ملی مسوولیت له مخې خپله دنده په بې پرې ډول پر مخ بوځی. د ټاکنو په اړه ټوله وروستۍ پرېکړه د دوی په لاس کې ده، دوی دی چې د درغل کوونکیو کسانو مخه نیسی او د ټاکنیز عدالت پلی کوی. که څه هم چې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون چارواکی په دې پوهېږی چې ملت او نوماندان یې چارې له نېږدې څاری؛ نو د درغلۍ هڅه به پرته له دې چې دوی د ملت پر وړاندې مخ توری او بدنامه کړی بله هېڅ ګټه به ونه کړی. ځکه نشی کېدای چې یوازې د دوی له لوری په درغلیو سره څوک واک ته ورسېږی او یا څوک له واکه لرې شی. هیله من یو چې د ټاکنیزو شکایاتو محترم کمېسیون د خپل تاریخی او ملی مسوولیت په درک او د ملت ارادې ته په احترام کولو سره حق حقدار ته وسپاری. خپله پرېکړه عادلانه، صادقانه او په شفاف ډول وکړی، څو ټولو خلکو ته د منلو وړ وی. په هغ صورت کې به د کمېسیون چارواکی هم د خلکو پر وړاندې له درانه حیثیت او عزت نه برخمن وی. د یوه سوکاله افغانستان په هیله.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.