د ننګرهار څلور ولسوالۍ د پاکستانی وسله والو په لاس کې دی

گزارشگر:9 ثور 1393 - ۰۸ ثور ۱۳۹۳

په ولسی جرګه او د ننګرهار ولایتی شورا ځینې استازی وایی، چې په نازیانو ولسوالۍ کې د لشکر اسلام، لشکر طیبه او جیش المسلمین ډلې او افغان طالبانو ترمنځ د جګړې له اوله زرګونه کورنۍ سیمې پرېښېدو ته اړې شوی دی. هغوی وایی، ستونزه ډېره جدی او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دی، چې حکومت یې باید داد ته ورسېږی.
په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون مومند ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په نازیانو ولسوالۍ کې ځایی خلک له ګڼو ستونزو سره مخ او سیمې پرېښودو ته اړ شوی دی.mnandegar-3
هغه وویل، په دې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ وسله والې ډلې لشکر اسلام او افغانی طالبانو د خپل منځی اختلافاتو له امله دواړه لوری یو بل ته په مورچو کې ناست دی او د جګړې د پیلېدو احتمالات خورا نېږدې او ډېر شوی دی.
د ده په خبره، له تېرو دوو کلونو راهیسې د منګل باغ تر مشرۍ لاندې د لشکر اسلام وسله وال ډله د شینوارو په غنی خېلو، سپین غر، نازیانو او اچین ولسوالیو کې مېشته ده، چې اوس یې له افغانی طالبانو سره اختلاف ډېر شوی دی.
ښاغلی مومند زیاته کړه، دغه ډله پخوا د ډیورنډ له کرښې هاخوا په تیرا او باړه سیمه کې اوسېده: (( اوس د جګړې د پیلېدو امکانات او احتمالات بېخی ډېر دی. هره ګړۍ د دې امکان شته چې جګړه پیل شی. تر اوسه جګړه نه ده پیل شوې.
هغه وویل، د دغو اختلافاتو د جګړې د پیل له وېرې له سیمې یوشمېر کورنیو خپلې مېنې پرېښی، یا په نازیانو ولسوالۍ کې لرو سیمو ته تللی، یا نورو ولسوالیو او ښار ته را کډه شوی دی.
په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو یاد استازی وایی، افغان حکومت یوازې د ولسوالۍ له تعمیر پرته نور په دې څلورو ولسوالیو واک او کنټرول نه لری او وسله وال مخالفان پرې واکمن دی: (( په دې ولسوالیو کې د افغان طالبانو په پرتله پاکستانی وسله وال ډېر دی. ځایی خلک د جګړې له وېرې له سیمې وتلی او یوشمېر نور یې د وتلو په حال کې دی. خو تر اوسه یې حکومت غم نه دی خوړلی یا دا چې وس یې نه رسی.))
ښاغلی فریدون مومند پر کونړ د پاکستان راکېټی برېدونو ته په اشارې وویل، تر اوسه روښانه نه ده چې راکېټی بریدونه به له دې جګړې سره کوم تړاو ولری که نه؛ خو دا جګړه د افغانانو په ګټه نه ده.
نوموړی وایی، دې پاکستانۍ وسله والې ډلې ویلی ول، چې دوی د پاکستان حکومت ضد او د افغان حکومت پلویان دی؛ خو حقیقت داسې نه دی او تر اوسه یې چې کومې چارې ترسره کړی ټولې یې د افغانانو او افغان حکومت پر ضد ترسره کړی دی.
هغه د خلکو وضعیت خورا کړکېچن وباله او زیاته یې کړه، چې په نازیانو ولسوالۍ کې خلک له خورا ستونزو سره مخ دی، کورونه یې ترې نیول کېږی، تښتول کېږی، پیسې ترې اخیستل کېږی، وژل کېږی او رنګ رنګ ظلمونه پرې روان دی.
ده په باړه کې مېشتو شینوارو کورنیو ته د لشکر اسلام ډلې له ګواښ نه ناخبری وښوده؛ خو ویې ویل، چې هلته هم په سلګونه کسان د وسله والو له لوری تښتول شوی ول، چې ځینې یې را خوشې شوی او ځینې نور یې لا هم د پاکستانۍ وسله والې ډلې په ولکه کې دی.
په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتی شورا غړی ذبیح الله زمری ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په دې جګړه کې د سیمې استخبارات لاس لری او د خپلو ستراتېژیو د پلی کولو لپاره یې وسله والې ډلې رامنځته کړی دی.
هغه وایی، لشکر اسلام، لشکر طیبه او جیش المسلمین ډلې چې دا مهال په نازیانو ولسوالۍ کې په جګړه بوختې دی، هم د پاکستان د استخباراتی کړیو د ستراتېژۍ پلی کولو لپاره رامنځته شوی چې اوس یې په افغان خاوره کې پناه اخیستې ده.
دی زیاتوی، په شینوارو ولسوالیو کې د دې ډلو ځای په ځای کېدو کې د حکومت کمزوری مدیریت هم رول لری چې ویې نشو کولای د دغو وسله والو ډلو مخه ونیسی. هغه په سیمه کې د خلکو د حالت په اړه وویل: (( د نازیانو ولسوالۍ خلک ډېر غربت وهلی دی. غریب او بېچاره خلک دی. زه خبر یم چې هلته ډېرې کورنۍ سیمې پرېښېدو ته اړې شوی دی. هغوی هر څه له لاسه ورکړی دی. ))
نوموړی له حکومته وغوښتل چې په پیل کې دې بېځایه شویو کورنیو ته د بېړنیو مرستو بهیر پیل کړی، د هغوی د سرپناه، ډوډۍ، روغتیایی او نورو خدماتو غم دې وخوری او ورپسې دې د ننګرهار په ولسوالیو کې د وسله والو په له منځه وړلو پسې مټې را بډوهی.
ښاغلی زمری زیاته کړه، په ننګرهار کې امنیتی ځواکونه له ګڼو نیمګړتیاوو او ستونزو سره مخ دی، په کار ده چې له کابله د دې ستونزې د حل لپاره لازم او کوټلی ګامونه واخیستل شی، څو شته وسله وال له منځه یوړل شی: (( تر اوسه حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی. یوازې د ولسوالۍ تعمیر د حکومت او نور ډېرې ولسوالۍ د وسله والو لاس ته ورغلی دی.))
نوموړی وایی، دا د پوښتنې وړ ده چې په ننګرهار کې ډلې ولسوالۍ د وسله والو لاس ته ورغلی حکومت حکومت یې پر وړاندې چپ دی، که خبر نه وی د حکومت بې کفایتی ښیی او که خبر وی خو اقدام نه کوی دا د دوی ناغېړی او نیمګړتیا ده.
د هغه په خبره، په کار ده چې ولایتی اداره او مرکز د دې ستونزې د حل جدی لاره چاره ولټوی او خلک له ستونزو خلاص کړی.
خو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې له دې پېښې یوازې د رسنیو له لارې خبر شوی، کره معلومات نه لری او نشی کولای په اړه یې له رسنیو سره خبرې وکړی.
ده وویل، دوی خپلو موظفینونو ته دنده سپارلې چې وضعیت له نېږدې وڅېړی او امنیه قوماندان ته خپل راپور ورکړی. ومو غوښتل چې په دې اړه د ننګرهار د والی عطاوالله لودین نظر هم واخلو، په بیا بیا ټېلیفون کولو سره ځواب ویونکی نوموړی مصروف وښوده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.