احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





د اصلاحات او همپالنی تیم ویاند: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نوماندو یو ځای کېدل مهم دی

گزارشگر:15 ثور 1393 - ۱۴ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز دفتر وایی، چې ډېر نوماندان له دوی سره په اړیکه کې دی او ښایی په نېږدې راتلونکې کې له دوی سره یو ځای شی. د شنبې په ورځ هم د ولسمشرۍ نوماند ګل اغا شېرزی له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یو ځای شو.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وایی، چې له زلمی رسول او استاد سیاف سره هم خبرې اترې روانې دی؛ خو تر اوسه یې وروستۍ پایله نه ده جوته شوې. خو د ټاکنو څارونکی بنسټونه وایی، له قانونی پلوه له مخکو نوماندو سره د ناکامه نوماندو یو ځای کېدل، ستونزه نه لری. په همدې حال کې سیاسی شننونکی دغه اېتلافونه تر ډېره بې ګټې بولی.
د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند فضل الرحمن اوریا ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې دوی د ولسمشرۍ له ګڼو نوماندو سره په خبرو اترو بوخت دی، چې له دوی سره یو ځای شی؛ خو وایی، چې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د هغه په خبره، استاد عبدالرب رسول سیاف او ډاکټرزلمی رسول د هغو نوماندو په ډله کې دی، چې دوی ورسره په اړیکه کې دی. نوموړی زیاته کړه، تر اوسه یوازې ګل اغا شېرزی سره خبرو پایله ورکړې او هغه له ډاکټر عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ په ډاګه کړی دی.
ښاغلی اوریا دغه نوماندان د افغانستان په سیاسی موازنه کې غښتلی بولی او وایی، چې له دې وروسته به ټولې بریاوې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم په برخه وی.
هغه وایی، د افغانستان ستونزې په یوازې سر نه حلېدونکی دی؛ نو اړتیا ده چې ګڼ سیاستوال سره یو ځای د دې ستونزو پر وړاندې په مبارزې لاس پورې کړی، له همدې امله ده چې د ولسمشرۍ له پاتې نوماندو سره یې خبرې اترې پیل کړی دی.
په همدې حال کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وایی، چې له مخکښو نوماندو سره د پاتې نوماندو یو ځای کېدل له قانونی پلوه ستونزه نه لری. د دې بنسټ ویاند محمدفهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، هر کله چې هېڅ نوماند په لومړی پړاو کې پنځوس جمع یو رایه پوره نه کړی، د ټاکنو دوه مخکښ نوماند د دویم پړاو ټاکنو ته وځی. هغه وایی، نور پاتې نوماند له رقابته وځی او دا یې حق دی، چې له هر چا سره یو ځای کېږی.
خو د سیاسی چارو شننونکی محمدیونس فکور وایی، ښه به دا وای، چې نوماندو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوری د ټاکنو وروستیو پایلو اعلان ته صبر کړی وای او یا دا چې د ولسمشرۍ مخکښ نوماندان سره یوې سیاسی پرېکړې ته رسېدلی وای، داسې پروتوکول یې کړی وای، چې رڼو ټاکنو ته به ځی، اختلافات له منځه وړی او درغلۍ به نه کوی.
هغه وایی، د ولسمشرۍ یوولسو واړو نوماندو او مرستیالانو یې په کابل انټرکانټینینټل هوټل کې د ملی اجنډا په کنفرانس کې یو داسې توافق پاڼه لاسلیک کړې وه، چې یوه بل ته به بد نه وایی، خو یوه هم په خپلو ژمنو وفا ونه کړه.
دی وایی، که چېرې دغو ناکامه نوماندو ګوندونه درلودای او له مخکښو هغو سره یو ځای شوی وای، ښایی اغېز یې ډېر وای؛ خو اوس به د دوی اېتلافونه هېڅ ګټه ونه کړی.
ښاغلی فکور زیاته کړه، دا ډول اېتلافونه تر ډېره د ګټو او شهرت لپاره کېږی: (( ښایی له مخکښو نوماندو سره یو ځای کېدل د مقابل لوری په ذهنونو اغېز او د خپل حریف د روحی کمزورۍ لپاره کېږی. خو دا تر ډېره د معاملو لپاره کېږی. چې په راتلونکې حکومتولۍ کې به ستونزې را پیدا کړی.))
د هغه په خبره، که چېرې د ولسمشرۍ مخکښو نوماندو داسې پرېکړه کړې وای، چې د ټاکنو پایلې به منی، درغلۍ به نه کوی او که بریالی کېږی خپل سیال ته به په حکومت کې ځای ورکوی، نو راتلونکی حکومت به له ښه مورال او دریځ نه برخمن وای. نوموړی وایی، اوس د دې لپاره چې خپل حریف کمزوری کړی هر نوماند کوښښ کوی، ناکامه نوماند له ځانه سره ودروی او ډېرې ژمنې ورکړی، چې بیا یې د عملی کېدو وړتیا نه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.