پاکستانیو چورلکو په کونړ کې پنځلس تنو ته مرګ ژوبله واړوله

گزارشگر:11 جوزا 1393 - ۱۰ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3د کونړ امنیتی چارواکی وایی، چې د پاکستانی چورلکو په بریدونو کې د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ کې پنځه تنه وژل شوی او لس تنه نور ټپیان شوی دی. هغوی وایی، دغه راز د راکېټی بریدونو له امله له سیمې څخه څه باندې درې سوه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستی دی.
د کونړ امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سېدخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې تېره ورځ سهار څه اته بجې د پاکستان دوه چورلکې د ډیورنډ له کرښې را واوښتې او د بېرته تګ پر مهال یې ډیورنډ کرښې ته نېږدې په لوی او واړه ګوریګه سیمه کې بمباری وکړی.
هغه وایی، د دې بمبارۍ له امله پینځه تنه شهیدان او لس تنه نور ټپیان شول.
د کونړ والی شجاع الملک جلاله وایی، هغه سیمه چې بمبار پرې شوی غرنیزه او په ځنګلونو پوښل شوې سیمه ده، چې د ټپیانو لېږدول ترې هم ستونزمن دی.
د کونړ امنیه قوماند هغه راپورونه رد کړل، چې ګویا د افغان او پاکستانی سرتېرو ترمنځ جګړه شوې، بلکې زیاته یې کړه دوی له خپلو خلکو او خپلې خاورې نه د دفاع بشپړ چمتووالی لری؛ خو په دې اړه د مرکز امر ته په تمه دی.
د نوموړی په خبره، په کار ده چې دا مساله په دوه اړخیزو، درې اړخیزو غونډو کې د مرکزی دولت له لوری له پاکستان سره حل شی، ځکه که دوی په مقابل عمل لاس پورې کړی، د ډیورنډ کرښې هاخوا به هم ملکی او بېګناه وګړی ووژل شی.
د ښاغلی سیدخېل په اند، امنیتی ځواکونه د مرکز امر ته انتظار باسی، که چېرې امر وشی امنیتی ځواکونه او د کونړ خلک به پر پاکستان په ورته عمل لاس پورې کړی.
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې له دغه ډول بریدونو پاکستان څه غواړی؟ وویل، د ډیورنډ له کرښې هاخوا درې کیلومټره لرې پاکستانی پوځیان له پاکستانیو طالبانو او لشکرطیبه ډلې سره په شخړه کې دی، چې پاکستانی پوځیان پرې راکېټی بریدونه کوی او دا بریدونه له کرښې دېخوا پر بېګناه افغانانو لګېږی.
هغه زیاتوی، په کار ده چې د راکېټی بریدونو پر ځای ترې پاکستان د طالبانو او نورو وسله والو په مخنیوی مرسته وغواړی، نه دا چې د اصولو خلاف په بېګناه وګړو بمباری او راکېټی بریدونه وکړی.
د کونړ امنیه قوماندان وویل، چې د دې بریدونو له امله تر اوسه درې سوه پینځه ویشت کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوی دی.
خو د کونړ والی شجاع الملک جلاله په یوې خبری غونډه کې له دیپلوماتیکو لارو چارو د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، دوی به هېڅکله هم په ورته عمل ځکه لاس پورې نه کړی، چې د ډیورنډ کرښې هاخوا به هم ملکی او بېګناه وګړی ووژل شی.
ده وویل، دې بریدونو د دانګام او ځینو نورو ولسوالیو خلکو ته پر ملکی تلفاتو ګڼ مالی زیانونه هم اړولی دی. کونړ والی ویلی، چې په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له لوری پر کونړ زر توغندی را توغول شوی دی.
له تېرو دریو کلونو راهیسې د پاکستان له لوری راکېټی بریدونه پر کونړ، ننګرهار، نورستان او کله کله هم په خوست را توغول کېږی، چې هر کال د افغانستان له توند غبرګون سره مخ کېږی. خو په بنسټیز ډول لا هم د دې بریدونو د درېدو او بندېدو په اړه اقدام نه دی شوی.
د دې بریدونو په تړاو بیا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و، د دې بریدونو په اړه یې توضحیات غوښتی ول او د افغانستان جدی اعتراض یې ورته کړی و.
ولسی هم د شنبې د راکېټونو د بندېدو په اړه امنیتی چارواکی خپلې عمومی غونډې ته ور غوښتی ول او د دې بریدونو په اړه یې ترې وضاحت غوښتی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.