په ناامنه ولایتونو کې د ملت پر ځای څلور تنو پرېکړه کړې

گزارشگر:28 جوزا 1393 - ۲۷ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوی او په یوشمېر ولایتونو کې د ټول نفوس نه هم دېرې رایې صندقونو ته اچول شوی دی. هغوی له کمېسیونونو غواړی چې خپل مسوولیت په ښه ډول ترسره کړی او پاکې رایې له ناپاکو هغو جلا کړی.
تېره ورځ د ټاکنو څارونکی بنسټونو هم ویلی ول، چې په ټاکنو کې په ځینو سیمو کې پراخې درغلۍ شوی دی.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په اکثریتو نا امنه ولایتونو کې له تصور ډېرې رایې په درغلیو صندقونو ته اچول شوی دی.
هغه وایی، که چېرې پارلمانی ټاکنو ته پام وشی، چې کلی په کلی په کې رقابتونه او سیالۍ روانې وې، په دې ولایتونو کې له شلو نه تر دېرش زرو رایو پرې کارول شوی؛ خو په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د رایو شمېره څلور لکو ته رسېدلې ده.
د ده په وینا، چې دا د ملت رایه نه ده؛ بلکې څلور پنځو تنو په نا امنه ولایتونو کې د ملت پر ځای پرېکړه کړې، له رایو یې صندوقونه کړی او درغلۍ یې کړی دی.
ښاغلی توخی زیاته کړه، دا په ملت ملنډې وهل او له دېموکراسۍ نه ناوړه ګټه اخیستل دی، چې هغوی له ځانه هم نه دی خبر خو ځینو کسانو یې په نوم د رایو صندوقونه کړی وی.
د ولسی جرګې یاد غړی وایی، ټول افغان ملت، ملی شورا، ولسمشر او ټاکنیز کمېسیونونه په دې برخه کې مسوولیت لری چې ووایی دا رایې ورته د منلو نه دی او پاکې رایې له ناپاکو جلا کړی.
د هغه په خبره، د خلکو د یوه استازی په توګه ورته دا رایې د منلو نه دی: (( ولسمشر، امنیت شورا، ټول افغان ملت او کمېسیونونه پرې ښه خبر دی. چې دا رایې د ملت نه دی. باید غم یې وخوړل شی. دا په ملت ملنډې او مسخرې وهل دی. باید په ملت مسخرې ونشی.))
په همدې حال کې د ولسی جرګې بل غړی ډاکټر ظهیر سعادت ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په سوېلی او ناامنه ولایتونو کې له پاکو رایو نه د ناپاکو رایو د جلا کولو لپاره یو لړ معیارونه شته چې باید په پام کې ونیول شی.
ده وویل، لومړی باید د هر ولایت د نفوسو نسبی ثبت شویو ارقامو او بیا په دې ارقامو کې د رایه ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر معلوم شی او له دې وروسته دې په دې ولایت کې کارول شوې رایې ورسره مقایسه شی.
د نوموړی په وینا، دغه راز په افغانستان کې څلور ځله ټاکنې تېرې شوی، په کار ده چې د ټولو ټاکنو د رایه ورکوونکیو او واجدینو شمېر له اوسنیو رایه ورکوونکیو سره پرتله شی، چې دا په خپله کره او ناکره رایې معلومولای شی.
ښاغلی سعادت زیاته کړه، له بده مرغه چې اوس په نا امنه ولایتونو کې د ولایت له نفوس سره برابر او یا هم ترې زیاته رایه کارول شوې ده، چې دا رایې خلکو کارولی نه دی، بلکې صندوقونو ته اچول شوی دی.
د ولسی جرګې د دغه غړی په خبره، چې دا کار د یوه سازمان یافته درغلۍ ښودنه کوی، چې د کمېسیون چارواکی، سیمه ییز کارکوونکی، پولیس او نور ارګانونه هم په کې ښکېل دی.
دی وایی، که پولیس په کې په مستقیم ډول ښکېل نه وی؛ نو د درغلیو مخه یې هم نه ده نیولې.
نوموړی له پاکو رایو د ناپاکو هغو لرې کول د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولیت وباله او زیاته یې کړه، چې ټاکنیز کمېسیونونه باید په دې برخه کې خپله دنده په ښه ډول ترسره کړی.
ده وویل، که چېرې کمېسیونونه دا کار ونه کړی، د خلکو سیاسی شعور خورا لوړ شوی او پوهېږی چې دا رایې په درغلیو صندقونو ته اچول شوی دی: (( که چېرې کمېسیونونه د خلکو دې غوښتنې ته توجه ونه کړی هغو خلکو چې رایې یې کارولی دی. نو د هر ډول ستونزو پړه به کمېسیونونو او هغو کسانو ته ور ګرځی، چې درغلۍ یې کړی او یا یې درغلیو ته زمینه برابره کړې ده.))

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.