مشرانو جرګه: د شمالی وزیرستان په کډوالو کې د وسله والو له شتون نه اندېښمن یو

گزارشگر:31 سرطان 1393 - ۳۰ سرطان ۱۳۹۳

mnandegar-3د خوست د ملی امنیت رییس په کډوالو کې د وسلو او جنګیالیو د شتون په اړه معلومات رانکړل
د مشرانو جرګې غړی وایی، اندېښمن دی، چې په خوست کې د پنځه دېرش زره کورنیو کې به وسله وال جنګیالی هم وی؛ خو وایی، چې په خوست کې له چارواکیو او کډوالو سره په لیدنه کې هغوی ورته ویلی، چې راغلی کډوال عادی وګړی دی. د مشرانو جرګې غړی دغه راز وایی، د خوست امنیتی چارواکیو له کډوالو نه کابو شپږ سوه سپکې وسلې هم ترلاسه کړی دی. له بلې خوا پوځی شننونکی وایی، چې له شمالی وزیرستان څخه خوست ته دوه ډلې کډوال راځی چې یو یې عادی وګړی او بل وسله وال جنګیالی. خو د خوست چارواکی د جنګیالیو شتون ردوی.
د مشرانو جرګې غړی نثار حارس ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د خوست د والی او د ګربزو د ولسوال د معلوماتو له مخې تر اوسه له وزیرستان څخه راغلو کډوالو نه شپږ سوه سپکې وسلې د امنیتی ځواکونو له لوری ثبت شوی دی.
هغه وویل، دغه وسلې له اتلس زره کورنیو نه ثبت شوی دی، چې دا مهال په ګربزو ولسوالۍ کې مېشت دی.
د یاد سناتور په وینا، دوی له دې اندېښمن ول، چې په شمالی وزیرستان کې به د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله هغه وسله وال طالبان او نورې وسله والې ډلې چې په وزیرستان کې مېشتې وې، دېخوا ته راشی او په همدې اړه یې څېړنې وکړې.
ښاغلی حارس زیاتوی، دوی د خوست له پوځی عالی شورا، د خوست له والی، ولسوالانو او د راغلو کډوالو له مشرانو، دینی عالمانو او سپین ږیرو سره خبرې اترې وکړې او ټولو ورته ویلی، چې راغلی کډوال ترهګر او وسله وال نه؛ بلکې عادی وګړی دی.
نوموړی وویل: (( د راغلو کډوالو سپین ږیرو، مشرانو او قومی مخورو موږ ته وویل، چې دوی ترهګر نه دی. دوی له خپلو کورنیو سره چې ښځې او ماشومان هم په کې دی، دې خوا پناه راوړې یوازې او یوازې له جګړو را تښتېدلی. نو معلومه ده چې دوی ترهګر نه دی او ترلاسه شوې وسله ټوله سپکه ده چې د هر قبایلی په کور کې وی. دا چې وسله وال ترهګر چېرته دی زه معلومات نه لرم.))
دی وایی، نشی کېدای چې دوی په خوست کې ولاړې ۳۵ زره خېمې یوه یوه لیدلې وای؛ خو په دې اړه د خوست د ملی امنیت رییس ورسره خبرو اترو ته چمتو نشو.
د مشرانو جرګې د غه غړی زیاتوی، په خوست کې مېشتو کډوالو ورته ویلی، چې دوی عادی وګړی دی.
خو د پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل له دې وړاندې ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په شمالی وزیرستان کې د پیل شویو عملیاتو په لړ کې دوه ډوله کډوال افغانستان ته راځی، یوه ډله هغه چې په رښتیا هم بې وسه دی او له جګړو را تښتېدلی؛ خو دویمه ډله یې هغه کسان دی چې د پاکستان استخباراتو او پوځ په افغانستان کې د جګړې ګرمولو لپاره را استولی دی.
هغه زیاتوی، افغان باید د راغلو کډوالو په منځه کې خپل استخبارات پیاوړی کړی، کډوال چاڼ کړی، هغه کسان چې رښتینی کډوال دی ځای دې ورکړل شی او غرضی وګړی دی ونیول شی.
مشرانو جرګې له دې وړاندې ویلی ول، چې د خوست چارواکیو د راغلو کډوالو یوشمېر مشرانو ته د امنیت د تامین لپاره وسلې هم ورکړی دی.
خو د خوست ولایت مقام د رسنیو مسوول بریالی روان وایی، چې د دغو کډوالو قومی مشرانو باندې هیڅ ډول وسلې نه دی ویشل شوی.
نوموړی همدارنګه هغه مساله هم رد کړه، چې د دې ولایت د ملی امنیت له رییس سره د مشرانو جرګې د تحقیقاتی پلاوی له لیدنې سره د خوست والی مخالفت کړی.
کارپوهان وایی، د پاکستان پوځ او ای اېس ای هڅه کوی چې په دې عملیاتو سره افغانستان ته ډېر شمېر وسله وال را واستوی، څو په افغانستان کې جګړه ګرمه وساتی. په شمالی وزیرستان کې د عملیاتو په پیل سره په هېواد کې هم جګړې زور اخیستی دی.
شمالی وزیرستان د القاعده او حقانی شبکې، د پاکستان او افغان طالبانو ترڅنګ د ګڼو نورو وسله والو ډلو اصلی ځاله ده. چې په دې وروستیو کې پرې پاکستان پوځی عملیات پیل کړی دی. د دغو عملیاتو له امله خوست او یوشمېر نورو سرحدی ولایتونو ته کابو ۳۵ زره کورنۍ را کډه شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.