د کرزی د سناریو په دوام: د واک میراثی کېدو ته اجازه مه ورکوئ

- ۰۷ سنبله ۱۳۹۳

ټاکنیزه پروسه ورو ورو له نویو خنډونو او موانعو سره مخ کېږی، یا په بله مانا کرار کرار د ولسمشر کرزی طرحه شوې سناریو د تکامل پړاو ته رسېږی او هره صحنه یې په بلې پسې په بریالیتوب عملی کېږی.
په ټاکنیزه پروسه کې اوسنۍ شخړې او ناندرۍ ناڅاپی نه دی او نه له شته واقعیتونو سرچینه اخلی؛ بلکې دا سناریو له ډېر اوږده مهاله د ولسمشر او د هغه د ټیم له لوری طرحه شوې چې اوس په بریالیتوب د سټېج پر سر اجرا کېږی. یانې ولسمشر د یوه ښه ډایرکټر په توګه وکولای شول، چې خپله سناریو عملی کړی. mnandegar-3
د کمېسیون اوسنی ترکیب، ولسمشر ته د وفاداره کسانو ګومارل، په ټاکنو کې پراخې درغلۍ، د رایو تفتیش او نور مسایل ټول له مخکې نه پلان شوی کار و. یانې ټاکنې په لوی لاس همداسې یوه بحران ته یوړل شوې؛ څو ولسمشر او ټیم یې ترې خپلې ګټې پورته کړی.
ټاکنې په لوی لاس دویم پړاو ته یوړل شوې او په دویم پړاو کې د ناورین رامنځته کېدو لپاره په کې پراخې درغلۍ وشوې. ولسمشر کرزی پتېیلې وه، چې په هېواد کې په ناورین سره به ځینې موخې ترلاسه کړی. دا سناریو یوازې د ښاغلی کرزی هم نه ده، بلکې د نړیوالې ټولنې یوشمېر سیاستوالو او د ګاونډیانو هېوادونو مرسته هم ورسره ده، هغوی چې له ښاغلی کرزی سره همغاړی دی.
ولسمشر کرزی نه غواړی په هېڅ صورت واک له لاسه ورکړی، د همدې لپاره چې په واک کې پاتې شی، دغه ډول سناریو یې طرحه کړه. دواړه نوماندان یې په خپل منځ کې سره واچول او خپله یې ننداره کوی. سبا ښایی ولسمشر بیا خلک را وغواړی او ووایی، چې د ولسمشرۍ دواړه نوماند نه جوړېږی سلا راکړئ چې څه وکړو؟ د خلکو سلا به همدا وی ورته چې په واک کې پاتې شی، څو هېواد له ستونزو وژغوری.

ولسمشر د خلکو د تیر ایستلو او د ځان په ګټه ترېنه د سلا او مشورو اخیستلو ښه تجربه لری. کولای شی ورته ناست خلک تر خپل اغېز لاندې راولی. مګر ولسمشر ته په کار دا وه، چې له دیارلس کلنې ولسمشرۍ وروسته یې واک په سوله ییز ډول راتلونکی ولسمشر ته سپارلی وای. ښاغلی کرزی اوس هم دا وایی، چې واک باید راتلونکی ولسمشر ته وسپارل شی؛ خو د خپلې طرحه شوې سناریو له مخې یې وضعیت داسې عیار کړی، چې نوی ولسمشر راتللی نشی، ځکه په ټاکنو کې تر دې حده درغلۍ شوی، چې اوس یې ملګری ملتونه هم په بېلولو کې سرګردانه شوی دی. یوه نیوکه دا هم ده، چې ملګری ملتونه هم تر ډېره د ښاغلی کرزی د دې سناریو تر اغېز لاندې راغلی او د یوه نړیوال معتبر نهاد په توګه یې په افغانستان کې عمل نه دی کړی.
هیچا ته اوس دا هنر نه ورځی، چې څنګه پاکې رایې له ناپاکو رایو جلا کړی. د رایو په تفتیش کې هم هماغه خلک ناست دی، چې یا یې درغلۍ کړی دی او یا هم نه غواړی چې درغلۍ یې برملا شی. د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له همدې امله له ټاکنیزې پروسې ووت، چې د تفتیش پروسه یوازې او یوازې یو عنوان دی، چې غواړی درغلیو ته قانونیت ورکړی.
ولسمشر کرزی له پخوانیو شاهانو سره چې د و اک لپاره به یې ورور، پلار او یا زوی واژه، سترګې به یې پرې ایستلې، زندان ته به یې اچول او له مختلفو لارو په ګټنې به یې ځان واک ته رساوه، هېڅ ډول توپیر نه لری. د پخوانیو شاهانو په وخت کې د واک ترلاسه کولو وسایل هماغه ول، چې هغوی ترسره کول او اوس د واک ترلاسه کولو وسایل رایې او ټاکنې دی. ولسمشر کرزی د اوس مهال وسایل له منځه وړی، په ټاکنو کې درغلۍ کوی، درغل کسان په کمېسیونونو کې ګوماری او هڅه کوی، چې ټاکنیزه پروسه له داسې ستونزو سره مخ شی، چې په پایله کې یې د ده حکومت وغځېږی او یا د راتلونکیو څو کلونو لپاره نور هم په واک کې پاتې شی.
اوس د ولسمشرۍ دواړه نوماند له یوه بله فاصله اخیستې او په ټاکنو کې د شویو درغلیو له امله سره جوړ نه دی، نو ولسمشر کرزی له همدې فرصته ګټه اخلی، هڅه کوی چې دا وضعیت نور هم خراب شی، چې په پایله کې به بیا لویه جرګه را وغواړی او د خپل واک مهال به اوږد کړی.
خو سیاستوال او خلک باید په هېڅ صورت دا اجازه ښاغلی کرزی ته ورنه کړی، چې واک میراثی کړی او د پخوانیو شاهانو په شان تر هغو چې ژوندی وی په واک کې پاتې شی. دا په خلکو او سیاستوالو پورې اړه لری، چې ښاغلی کرزی په سناریو پوه شی او په شعوری او یا غیر شعوری ډول د هغه طرحه شوې تمثیلی پارچې اجرا نه کړی، بلکې په هېواد کې د واک سوله ییز لېږد ته حقیقی بڼه ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.