د امنیتی ځواکونو بوږنوونکی تلفات!

گزارشگر:23 سنبله 1393 - ۲۲ سنبله ۱۳۹۳

mnandegar-3د امنیتی ځواکونو لوړ تلفات ښایی، د دې ځواکونو په راتلونکی بد اغېز وښندی او که ورته له اوسه پاملرنه ونشی؛ وېره شته چې دا لړۍ نوره هم زور واخلی.
د ملی دفاع وزارت چارواکی وایی، چې وسله وال طالبان به تر دریو میاشتو نور هم په شدت جګړه وکړی او ښایی، د افغان امنیتی ځواکونو تلفات هم ورسره ډېر شی.
د ملی دفاع وزارت د ځمکنیو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال مراد علی مراد په ننګرهار کې یوې خبری غونډې ته ویلی، د دوی د څېړنو پر اساس به وسله وال مخالفین درې میاشتې نور هم نښتو او ورانکارو فعالیتونو ته زور ورکړی چې په لړ کې به یې د تېر په څېر وسله وال درانه زیانونه ووینی.
دغه چارواکی زیاتوی وسله والو د ولس باور له لاسه ورکړی او د نوی ولسمشر د دندې په پیل کېدو سره به د وسله والو اصلی څېره د یوه فرمان پر اساس ولسونو ته څرګنده شی.
ښاغلی مراد ویلی، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو پر ضد له پاڅونونو څخه څرګندیېږی چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو د ولس باور له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاتوی، چې د روان کال په پیل کې هم وسله والو خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی و، چې د افغان امنیتی ځواکونو له لوری یې سخته ماتې وخوړه.
په ورته وخت کې په یاده خبرې غونډه کې په ختېځ کې مېشت د افغان وسله وال پوځ مشر تورنجنرال محمد زمان وزیری ولس ته ډاډ ورکړ چې هیڅکله به افغان او بهرنیو وسله والو ته د دې اجازه ورنه کړی چې په سیمه کې ورانکاری فعالیتونه ترسره کړی.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږی، چې تېره ورځ په کونړ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې وسله والو طالبانو پر ولسوالیو او د افغان امنیتی ځواکونو په پوستو بریدونه کړی ول.
دمګړۍ د چارواکیو په وینا، چې په ۲۱ ولایتونو کې د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه روانه ده. په دې جګړو کې څه هم چې وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د افغان ځواکونو تلفات هم ورسره ډېر شوی دی.
ولسمشر کرزی تېره اونۍ د شهیدانو د ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې هره ورځ په هېواد کې له شلو څخه تر پنځه ویشتو امنیتی سرتېری وژل کېږی او د ملکی وګړو د تلفاتو شمېر له دې هم لوړ دی.
که څه هم چې د امنیتی ځواکونو د تلفاتو په اړه په رسنیو کې ځینې رپوټونه خپرېږی؛ خو شته واقعیتونو ته په کتو ښکاری، چې د امنیتی سرتېرو د تلفاتو شمېر له هغې ډېر دی چې دولتی چارواکی یې وایی او یا یې په رسنیو کې رپوټونه خپرېږی.
د افغانستان غونډې یوه هېواد لپاره چې پوځ یې تازه جوړ شوی، د دومره ډېرو تلفاتو ورکول لویه ضایع ده. که چېرې امنیتی ځواکونو له سره د خپلو پوځیانو د خوندیتوب لپاره یوه ځانګړې او اغېزمنه ستراتېژی جوړه نه کړی؛ نو ښایی دا شمېره ډېره شی. اوس په کره ډول هېڅوک هم نه پوهېږی، چې هره ورځ به څومره امنیتی ځواکونه وژل کېږی؛ خو که چېرې د مراد علی مراد خبره رښتیا شی، چې په راتلونکیو دریو میاشتو کې به د امنیتی ځواکونو د تلفاتو شمېر هم ډېر شی؛ نو دا به له یوې خوا افغان امنیتی ځواکونه د بشری ځواک له کمښت سره مخ کړی او له بلې خوا به د پوځ مورال هم کمزوری کړی. هیڅوک به هم دېته زړه ښه نه کړی، چې بیا په پوځ یا پولیسو کې دنده واخلی، ځکه هیڅوک هم نه غواړی، چې په لوی لاس ځان د مرګ خولې ته ورکړی. که چېرې چارواکی له دې تلفاتو سره همداسې په ناغېړۍ چلن وکړی او یوازې یې د ارقامو په خپرولو بسنه وکړی، دا به د امنیتی ځواکونو د راتلونکې لپاره ښه خبر نه وی. په ځانګړی ډول هغه مهال چې له افغانستانه بشپړ امنیتی ځواکونه ووځی.
د دې تلفاتو د زیاتېدو یو لامل دا دی، چې افغان امنیتی ځواکونه له پرمختللو تجهیزاتو، درنو وسلو او هوایی ځواک نه برخمن نه دی، په دې برخه کې افغان حکومت او په ځانګړی ډول امنیتی ځواکونه د روان کال تر پایه ښه فرصت لری، چې له نړیوالو ځواکونو څخه د خپلو نیمګړتیاوو د پوره کولو او درنو وسلو د ترلاسه کولو غوښتنې وکړی، هغوی ته قناعت ورکړی. دې ته یې راضی کړی چې افغان امنیتی ځواکونو ته درنې وسلې او هوایی ځواک ورکړی.
راتلونکی حکومت له همدا اوسه باید د دې ستونزې د پای ته رسولو او د دې خلا ډکولو لپاره روښانه پلان او پروګرام ولری؛ څو د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغان ځواکونه له ډېرو ستونزو سره مخ نشی. دغه راز دې د افغان ځواکونو د تلفاتو په کمولو کې له نړیوالو ځواکونو نه مرسته هم وغواړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.