د ختیز چارواکی پاکستانیو ورځپاڼو ته پیسې ورکوی

- ۰۲ میزان ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې حکومت هېواد ته د پاکستانیو ورځپاڼو په راتګ بندیز لګولی، په ننګرهار کې یوشمېرشننونکی وایی، چې ځایی چارواکیو پاکستانیو ورځپاڼو ته پیسې ورکولې.
د ننګرهار د ولایتی شورا غړې نیلوفر عزیز له ماندګار ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې وویل، سره له دې چې حکومت هېواد ته د پاکستانیو ورځپاڼو راتګ منع کړی دی؛ خو لا هم ننګرهار ته دغه ورځپاڼې راځی او پلور کېږی.
هغه وایی، افغانان جګړو ځپلی دی او ډېرې روانی ستونزې لری، نو کله چې دغسې ورځپاڼې لولی چې له بیرونه راځی نو پر افغانانو په ځانګړی ډول پر ځوانانو او ماشومانو ډېره ناوړه اغېزه کوی.
نوموړې وایی، چې ننګرهار د علم او فرهنګ ځانګو ده چې ډېری کسان یې لوستی او خلک یې لوستلو ته ډېره لېوالتیا لری او د افغانی ورځپاڼو او نورو چاپی خپرونو د نه شتون له امله خلک اړکېدل چې پاکستانۍ ورځپاڼې ولولی.
د مېرمن عزیز په خبره، سره له دې چې اوس حکومت هر وزارت ته ډېره بودیجه ورکوی چې هر کال د وزارتونو په ځانګړی ډول د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته؛ خو هر کال د دغه وزارت بودیجه نه لګول کېږی او بېرته مستردېږی.
نوموړې وایی، په دغه وزارت او په ننګرهار کې یې په شته ریاست کې د کمزوری ظرفیت او د احساس نشتوالی لامله نه دی توانېدلی چې ورځپاڼې، مجلې او نورې خپرونې ولری او ورکړل شوې بودیجه ولګوی.
د هغې په خبرې که چېرې دغه وزارت د پاکستانیو خپرونو پر وړاندې خپلې خپرونې ولری او خپل لوستونکی پر ځان رامات کړی نو له یوې خوا به مو له ملی امنیت سره مرسته شوې وی، لوستی ځوانان به مو د پردیو له اغېز او یرغل خلاص وی او له بلې خوا به مو خپل مطالب لوستونکیو ته ور رسولی وی.
همدارنگه خبریال او لیکوال ارشاد رغاند وایی، چې اوس هم دا ورځپاڼې هېواد ته راځی، مرکزی حکومت به دا بندې کړې وی، خو هلته سیمه کې کومه اقتصادی- سیاسی مافیا، چې موجوده ده، له دې ورځپاڼو ډېره تبلیغاتی ګټه ور رسېده او دوی هم دې ورځپاڼو سره خواخوږی لری.
ښاغلی رغاند وایی، د ولسی جرګې او ولایتی شوراګانو ټاکنو کې یادو ورځپاڼو د همدې مافیا د اړوندو ځینو کاندیدانو لپاره تبلیغات کول.
هغه وایی، دا چې دغو ورځپاڼو په ختیز کې ډېر لوستونکی درلودل نو وکیلانو او چارواکیو اوس هم د هغوی د خبر او انځور د خپرولو لپاره دغو ورځپاڼو ته پیسې ورکوی.
د نوموړی په خبره، حکومت د دغو ورځپاڼو بدیل نه لری، د ننګرهار تاریخی او باکیفیته ورځپاڼه چې وه اوس زوال سره مخ شوې، په میاشت کې اېله د ګوتو په شمېر ګڼې یې چاپېږی، چې ډېره خواره، د لوستو نه ده او یوازې په دولتی ادارو کې وېشل کېږی.
د دغه افغان خبریال په وینا، ازادې ورځپاڼې ځکه هلته دومره لوستونکی نه لری، چې سیمه ییز اهمیت یې کم او د ختیځ د خلکو، چې څومره خپل تصویر لیدل په کې ضروردی، هسې څه نه په کې ښکاری.
ارشاد رغاند وایی، دا موضوع باید په جدی ډول تعقیب او د سیمې د شرایطو، غوښتنو او امکاناتو په رڼا کې حل لاره ورته جوړه شی.
نوموړی وایی، دا چې اوسنی حکومت په تبلیغاتی او مطبوعاتی برخه کې خورا کمزوری او بې پاملرنې دی، نو کېدای شی د دغو ورځپاڼو خلا ډکه نه شی کړای.
رغاند وایی، چې د پاکستانیو ورځپاڼو بندول ښه او د کېدو وړ عمل دی خو زیاتوی، چې دا ګام باید ډېر وړاندې پورته شوی وای، اوس هم چې وشو، هرکلی یې کوی.
هغه وایی، سره له دې چې دغو ورځپانو د ذهنیت د مغشوشولو لپاره کار کاوه خو ګټه یې دا هم کړې وه، چې په خلکو یې د ورځپاڼه لوستو کولتور پیاوړی کړی و او اوس یې د بدیل لپاره هېڅ نشته.
له بلې خوا، د بهرنیو چارو مرستیال ویاند وایی، چې یو پلاوی د دغو ورځپاڼو په لوستو او ارزونې بوخت دی او له څېړنو وروسته به یې په اړه له پاکستانیو چارواکیو سره خبرې وشی.
هغه وویل، له افغان حکومت سره له همغږۍ پرته هېواد ته د هر ډول بهرنۍ خپرونې راتګ او په ځانګړی ډول هغه چې د افغانستان سولې، امنیت او ثبات په زیان وی، جرم دی او حکومت به یې هېواد ته د راتلو اجازه ورنه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ کورنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپراوی سره  هېواد ته د پاکستانیو ورځپاڼو په راتګ له دې امله بندیز ولګاوه چې ویل کېدل دغه ورځپاڼې داسې مطالب خپروی چې د کورنی امنیت په زیان او د لوستونکیو ذهنونه مغشوشوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.