ولې چین د افغانستان لپاره مهم دی؟

گزارشگر:عرفان مومند/ 30 میزان 1393 - ۲۹ میزان ۱۳۹۳

ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غنی احمدزی به په راتلونکې اونۍ کې چین ته سفر وکړی. د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکی وایی، چې دا سفر د چین د ولسمشر شی جینګ پینګ په رسمی بلنه ترسره کېږی.
له ارگه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر احمدزی به چین ته د خپل دغه درې ورځنی سفر په ترڅ کې له خپل چینایی سیال شی جینګ پینګ سره پرکتنې سربیره د چین له لومړی او د پارلمان له رییس سره هم وګوری.
د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضورکې، د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ څو موافقه لیکونه هم لاسلیک شی.
ولسمشر احمدزی به د چین د خلکو جمهوریت ته د دغه رسمی سفر په څنډه کې د افغان او چینایی پانګوالو او سوداګرو په غونډه کې ګډون وکړی او د هغه هېواد له سترو تاسیساتو او بنسټونو څخه به هم لیدنه وکړی. دا به له هېواده بهر د ولسمشر لومړنی سفر وی، واک ته له رسېدو وروسته کېږی، چې له ځانګړی ارزښت نه برخمن دی.
ولسمشر احمدزی چې د هېواد د اقتصادی پرمختګ شعار یې پورته کړی، خپل سفر له یوه داسې هېواده پیلوی، چې د سیمې په کچه لومړی او د نړۍ په کچه دویم ستر اقتصادی ځواک دی.
له ۲۰۰۱ راهیسې چین د افغانستان په مسایلو کې کمه ونډه اخیستې او یا دا چې په لوی لاس د افغانستان له قضایاوو په حاشیه کې پاتې شوی دی. خو کله چې په افغانستان کې د کانونو تر ټول ستر قرارداد په نړیواله کچه داوطلبۍ ته وړاندې شو، چین د افغانستان په مسایلو کې په عملی توګه را ښکېل شو.
که څه هم چې له پیله یې د افغانستان حالات له نېږدې څارل؛ خو کله یې هم په پوځی لحاظ د افغانستان په چارو کې ګډون نه دی، کړی بلکې په دې تمه و، چې کله به ورته په افغانستان کې له اقتصادی فرصتونو نه د ګټنې لپاره زمینه برابره شی. بلاخره چین په افغانستان کې د مس عینک کان او د امو دریا د نفتو حوزې تړونونه ترلاسه کړل. دا د افغانستان تر ټولو ستر قراردادونه ول، چې چین ترلاسه کړل.
چین نور هم لېواله دی چې د افغانستان په طبیعی زېرمو کې پانګونه وکړی. خو د مس عینک په قرارداد کې د شته ستونزو

له امله د دغه کان چارې د چین پانګونه یو څه زیانمنه کړه.
د دې ترڅنګ پخوانی ولسمشر حامد کرزی چین ته څو ځلې د دې لپاره سفر وکړ، چې چینایی پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوی. افغانستان د خپلو کانونو په استخراج سره کولای شی له اقتصادی اړخه ثبات ته ورسېږی. نو له دې امله هم د ولسمشر غنی سفر چین ته مهم دی.
هغه به په دې سفر کې له سیاسی موخو سره سره اقتصادی اهداف هم تعقیب کړی. مثلاً له چینایی پانګوالو به په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړی، نوی شرایط او وړاندیزونه به ورته وړاندې کړی، د اسانتیاوو، ثبات راوستلو او فساد ورکولو ژمنې به ورکړی.
د دې ترڅنګ به له چین سره ځینې توافقات هم وکړی، چې له سیاسی او اقتصادی اړخه د افغانستان لپاره خورا مهم دی. افغانستان د کانونو د استخراج او اقتصادی مواردو لپاره د چین پانګونې او مرستې ته اړتیا لری. ولسمشر احمدزی به دغه راز د اقتصادی پیاوړتیا لپاره د چین له تجربو هم زده کړه او الګو وکړی.
له اقتصادی اړخه ور هاخوا د ولسمشر اشرف غنی سفر چین ته ځینې سیاسی موخې هم تعقیبوی. دا چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې ډېرې ستونزې لری د دې مسایلو په حل کې د چین ونډه خورا مهمه ده. چین د پاکستان یو ستراتېژیک دوست هېواد دی، ولسمشر غنی مخکې له دې چې له پاکستان سره مخامخ شی غواړی له چین نه په دې برخه کې مرسته وغواړی، څو پاکستان تر فشار لاندې راولی، چې د سولې په پروسې او ځینې نورو مسایلو کې له افغانستان سره مرسته وکړی.
افغانستان انګېری چې پاکستان کولای شی په افغانستان کې د سولې په پروسې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړی؛ خو پاکستان په دې برخه کې نورې غوښتنې لری، چې افغانستان یې منلو ته چمتو نه دی او دا مساله همداسې ناحل شوې پاتې ده.
پر پاکستان د چین نفوذ ته په کتلو سره، چین کولای شی چې پاکستان د سولې پروسې سره مرستې ته اړ باسی. د دې ترڅنګ به ولسمشر احمدزی چینایی چارواکیو سره د کابل ـ واشنګټن ترمنځ د امنیتی تړون په اړه هم ډاډ ورکړی او ورته به روښانه کړی، چې دغه تړون د چین په زیان نه دی.

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.