په کمېسیون جوړولو سره د فاریاب د خلکو په سترګو کې خاورې مه شیندﺉ

- ۱۰ عقرب ۱۳۹۱

ولسمشر کرزی د لوی اختر په ورځ په فاریاب ولایت کې د شوی هغه ځانمرګی برید لپاره چې له امله یې له اویاوو ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، د څېړنې لپاره یو کمېسیون ګومارلی دی.
دغه ګومارل شوی کمېسیون ته دنده ورکړل شوې، چې د یادې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپاری.
دا کمېسیون په داسې حال کې جوړېږی، چې له دې وړاندې د سولې د عالی شورا د مشر استاد برهان الدین ربانی د وژنې د پېښې په اړه هم کمېسیون جوړ شوی و؛ خو پایله یې څه شوه؟
له هغې وړاندې د حاجی عبدالقدیر، حاجی عبدالرحمن، میرویس صادق او ډېرو نورو شخصیتونو د وژنو او د نورو ډېرو خونړیو پېښو په اړه کمېسیونه جوړشوی دی؛ مګر څه شول دا کمېسیونونه؟
ولسمشر په تېرو یوولسو کلونو کې له هرې بدې او خونړۍ پېښې وروسته د هغه د څېړنو لپاره یو پلاوی ټاکلی خو کله هم د دغو کمېسیونونو او ټاکل شویو پلاوو د څېړنو پایلې نه دی په ډاګه شوی.
ډېری شننونکی په دې اند دی، چې ولسمشر دغه کار د خلکو د غصې ارامولو لپاره کوی نه د دې لپاره چې د پېښو اصلی عاملین پیدا او د قانون منګلو ته وسپارل شی.
هر کمېسیو چې جوړ شوی له یو څه وخت وروسته یې بیا چا پاڼه نه ده اړولې او دوسیې یې هماغسې ورکې شوی دی.
شنناندی په دې باور دی که ولسمشر وغواړی، چې د پېښو اصلی عاملین پیدا کړی او یا د مجرمان په سزا ورسوی په ډېرې اسانۍ سره کولای شی چې دغه کار ترسره کړی خو په وینا یې چې ولسمشر تل له مصلحتونو کار اخیستی او د دې لپاره چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندی او تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړی کمېسیون جوړ کړی.
ولسمشر اوس یو ځل بیا غواړی، چې د فاریاب له پېښې سره هماغه چلن وکړی. غواړی چې د فاریاب پېښه چې په کې کابو ۴۱ تنه لمونځ کوونکی شهیدان شول د یوه کمېسیون په جوړولو سره د خلکو له ذهن نه وباسی. ځکه ولسمشر چې کله فاریاب ته د دې پېښې له قربانیانو سره د غمرازۍ په موخه تللی و، هم غمرازی ونه کړه.
ولسمشر د یوه ماشوم په ځواب کې چې ډوډۍ وګټی  که زده کړې وکړی وویل، چې ډوډۍ موږ درکوو او زده کړه په تاپورې اړه لری. یا همداسې ولسمشر د یوه فاریاب وال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ته ولې جنایت کاران، بریدګر او مخالفان خوشې کوې؟ وویل چې؛ (( همداسې ده! همداسې ده!))
ولسمشر په دغو څرګندونو سره خلکو ته غمرازی ونه کړه بلکې ریشخند یې پرې وواهه. غمرازی خو داسې نه وی. یانې ولسمشر وویل چې زه یې خوشې کوم خو کله یې هم ونه ویل چې د دغه کار مخنیوی به وکړی.
همدارنګه ښاغلی کرزی هېڅکله د دغو پېښو تر شا طالبان پړه ونه بلل او د هرې پېښې چې طالبانو یې هم مسوولیت منلی وی ولسمشر د طالب نوم نه اخلی.
ولې ولسمشر دغه کار کوی؟ په کار وه چې ولسمشر په ډاګه ویلی وای چې دغه کار طالبانو کړی او نور په افغانستان کې د دغو بریدونو د مخنیوی لپاره یې خلکو ته ډاډ ورکړی وای.
مګر ولسمشر دغه ټولې خبرې یوازې د یوه کمېسیون تر جوړولو محدودې کړې، هغه کمېسیون چې له څو ورځو وروسته به پسې ورک شی.
ښاغلی ولسمشر باید نور له دغو (( لوټه په اوبو کې کېږده پرې تېر شه )) کړنو لاس واخلی، عملی اقدام وکړی، خلک وژغوری ځکه د خلکو د ساتنې مسوولیت لری.
نور باید ولسمشر دوست او دښمن روښانه کړی، نه بېځایه لګښتونه وکړی او نه دې خلک ځوروی. دغه کمېسیونونه یو هم ګټه نه کوی او نه یې پایلې روښانه دی.
نو په کار ده چې حکومت په دې برخه کې کوټلی ګامونه واخلی، د دې او ورته نورو پېښو عاملین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپاری.  خلک نور په دې کمېسیونونو باور نه لری او نه باور کوی. ځکه دغو کمېسیونو په تېرو یوولسو کلونو کې خپل ټول اهمیت او ارزښت روښانه کړی، چې د پیسو او وخت له ضایع کېدو پرته کومه ګټه نه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.