له امنیتی ګواښونو، ولسی جرګې ته د ځینو کاندیدانو اندېښنې!

گزارشگر:یک شنبه 8 میزان 1397 - ۰۷ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3ولسی جرګې ته یوشمېر کاندیدان د انتخاباتی کمپاینونو په جریان کې پر ناامنیو اندېښنه ښیی او له حکومته غواړی چې امنیت ته یې تدابیر ونیسی.
دوی د انتخاباتی کمپاینونو پر مهال په نا امنیو اندېښنه ښیی او د خپلو مبارزو پر وړاندې یې خنډ ګڼی.
دوی له حکومته غواړی چې د دوې د پلویانو او د کمپاینو د مرکزونو خوندیتوب ته جدی تدابیر ونیسی.
له ننګرهاره ولسی جرګې ته کاندید عبدالرحمن شمس په دې اړه وویل: «اندېښنې شته، موږ له حکومته غواړو چې د کاندیدانو د کمپاینونو د مرکزونو امنیت ونیسی، کاندیدانو ته دې اسانتیاوې برابرې کړی، ځکه چې حکومت تراوسه د دوی د خوندیتوب لپاره هېڅ پروګرام نه لری او نه یې کاندیدانو ته واضح کړی، دا ځل له کاندیدانو سره هېڅ مرسته نه ده شوې، موږ د حکومت پاملرنه غواړو، که نه نو موږ ته دې اجازه راکړی چې خپل امنیت پخپله ونیسو.»
له کندهاره یو بل کاندید جاوېد فیصل په دې اړه خپله اندېښنه له ازادی راډیو سره داسې شریکه کړه: «پرته له شکه چې ناامنی د ولسی جرګې د کاندیدانو په وړاندې یو ستر ګواښ دی، خو بیا هم موږ خپل کارونه پر مخ وړو او د وسله والو مخالفینو ګواښونو ته نه تسلیمېږو، موږ ټول کاندیدان له حکومته د کاندیدانو د کمپاینونو پرمهال، د امنیت غوښتنه کوو چې کاندیدان له تشویش او ګواښونو پرته وکړای شی چې انتخاباتی چارو ته ادامه ورکړی.»
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کړنلارې له مخې، د ولسی جرګې د کاندیدانو انتخاباتی کمپاینونه د میزان په شپږمه پیل شوی او تر ۲۶ مې به دوام وکړی.
کاندیدان په دغو ورځو کې خلکو ته خپل پروګرامونه تشریح کوی.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ازادی راډیو سره په خبرو کې د ولسی جرګې د کاندیدانو د انتخاباتی مبارزو د مرکزونو د خوندیتوب ډاډ ورکوی.
دی وایی: «موږ د کاندیدانو د انتخاباتی مبارزو له پیل سره سم په ټول افغانستان کې پولیسو ته دنده سپارلې چې د کاندیدانو د امنیت د تامینولو لپاره هر اړخیزې مرستې وکړی او له کاندیدانو غواړو چې د غونډو پرمهال پولیسو ته معلومات ورکړی چې امنیتی اقدامات وکړی.»
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوی رییس یوسف رشید هم پر روان امنیتی وضعیت اندېښنه ښیی او وایی چې انتخاباتی کمپاینونه باید له پولیسو سره په همغږۍ ترسره شی او له دې پرته کاندیدان نه شی کولای چې خپل پروګرامونه په ښه توګه خلکو ته ورسوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.