«حکومت دې د سولې د خبرو لپاره ځانګړې ستراتیژی جوړه کړی»

گزارشگر:چهار شنبه 25 حمل 1395 - ۲۴ حمل ۱۳۹۵

mandegar-3د مشرانو جرګې اداری پلاوی له حکومته غواړی چې له وسله والو طالبانو سره دې د سولې د خبرو لپاره ځانګړی ستراتیژی جوړه کړی.
د دې جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخی د سې شنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونډه کې وویل، حکومت په دې پروسه کې په غور سره عمل وکړی.
سره له دې چې حکومت په نږدې راتلونکی کې له طالبانو سره د سولې د احتمالی خبرو لپاره د تیارۍ خبرې کوی، د مشرانو جرګې اداری پلاوی او یو شمېرغړی وایی چې طالبان د خپلو حملو په زیاتولو سره، د سولې خبرو ته حاضر نه دی.
د مشرانو جرګې اداری پلاوی او یو شمېر غړی وایی، حکومت باید په دې پروسه کې پوره احتیاط وکړی.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخی وویل: موږ هم خپل غږ د ملت له کوره د ملی یووالی حکومت ته رسوو چې د سولې په پروسه کې دې په غور سره عمل وشی.دا توپیر باید موجود وی چې سوله له چاسره وشی او له چا سره ونه شی.»
د مشرانو جرګې ځینی غړی وایی، هرکله چې له طالبانو سره د سولې خبره راپورته شوې او پرمختګ په کې شوې، طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.