داعش په افغانستان کې د کوکنارو نوی دښمن

گزارشگر:ضیا الرحمن حسرت/ آشنا/ سه شنبه 14 ثور 1395 - ۱۳ ثور ۱۳۹۵

په ننګرهار کې چارواکی د هغوی راپورونه په اړه بې خبری ښیی، چې د داعش جګړه مارانو په ځینو سیمو کې د کوکنارو فصلونه ختم کړی دی، خو دا منی، په هغوی سیمو کې چې دغه جګړه ماران فعاله دی، کوکنار کرل شوی.
مګر، د ننګرهار د ده بالا او اچین ولسوالیو ځینو ګروندکرو د امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د داعش وسله والو د هغوی د کوکنار رسیدلی فصل ختم کړی او کروندګرو ته یې خبرداری ورکړی، چې بیا کوکنار ونه کری.
د اچین ولسوالۍ یو کروندګر، نواب، وایی چې په یوه جریبه ځمکه کې یې کوکنار کرلی وو، خو د داعش جګړه ماران کوکنار «ناروا» بولی او فصل یې ختموی.
نواب د امریکاغږ اشنا ته وویل «داعش جګړه مارانو د خپلو ناروانو کارونو په اړه چوپه خوله دی… د غنمو له فصل نه هم محروم شوم او کوکنار مې هم له لاسه ووتل.حکومت تراوسهmandegar-3 هېڅ هم نه دی کړی.»
ځینې نور خلک بیا وایی چې د داعش جګړه مارانو یو شمېر کروندګر د دې لپاره بندیان کړی هم وو، چې ولې یې کوکنار کرلی دی.
د اچین ولسوالۍ د وچ کوټ د سیمې اوسېدونکی، محمد نعیم وایی «هغوی وایی دا بوټی حرام دی. نور یې په راز نه پوهیږو. په ځینو کلیو کې خلکو کوکنار کرلی وو، چې ټول یې له منځه یوړل شول.»
چارواکی څه وایی
د ده بالا او اچین ولسوالان او همدغه راز د ننګرهار د والی ویاند دا منی، چې د داعش تر کنترول لاندې په ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوی، خو دا نه وایی، چې ایا د داعش جګړه مارانو د کوکنار کښتونه اړولی هم دی که څنګه؟
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼی دا خبره هم وکړه، چې هغوی د کوکنار پر ضد د کمپاین او له ځینو سیمو نه د داعش جګړمارانو د ختمولو لپاره د لویو عملیاتو تابیا نیسی. دا خبرې داسې مهال کیږی، چې افغان حکومت د همدې اونۍ په سر کې په ننګرهار کې د کوکنارو د فصلونو د اړولو کمپاین پیل کړ.
په ننګرهار کې د نشه یی توکو ضد د مبارزې مشر محمد ادریس ساپی وویل په دوه دریو ورځو کې معلومه شی، چې څومره کوکنار اړولی شوی، خو وایی چې د داعش له لوری د کوکنارو د فصلونو د اړولو په اړه معلومات نلری.
د ډېرو په بارو، کمزوری اقتصاد او کروندګرو لپاره د کوکنارو د یو ښه بدیل نشتوالی د کوکنارو د کر اصلی علتونه دی. همدا اوس د ننګرهار په سرخرود او بهسودو ولسوالیو کې، چې د مرکز جلال په څو کیلو مېترۍ کې دی، په پراخه پیمان کوکنار کرل شوی دی.
د ننګرهار د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې اداره وایی، چې تېر کال په شاوخوا ۱۶ زره هکتاره ځمکې کې کوکنار کرل شوی وو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.