په افغانستان کې د القاعده شبکې د پیاوړی کېدو په اړه اندېښنې

گزارشگر:چهارشنبه 15 ثور 1395 - ۱۴ ثور ۱۳۹۵

د القاعده د پخوانی مشر اوسامه بن لادن له وژل کېدو پنځه کاله وروسته په دې اړه چې دغه ډله له نویو متحدینو سره بېرته په افغانستان کې د پیاوړی کېدو په حال کې ده، اندېښنې راپورته شوی دی.
بریتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د القاعده د حضور د پیاوړی کېدو په اړه د دغې ډلې نوی جهادی متحدین د اسلامی دولت ډله او طالبان mandegar-3بللی دی.
اوسامه پنځه کاله مخکې د ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتې په دوهمه امریکایی ځانګړو ځواکونو د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې وواژه.
امریکایی چارواکو د هغه وژل پر دغې ډلې سخت ګذار بللی و خو په دې وروستیو کې یو شمېر امریکایی چارواکو په افغانستان کی د القاعده د بیا پیاوړی کېدو خبره کړې ده.
د انډیپنډنټ په لیکنه، القاعده بیا په افغانستان کې چې د نړۍ یوه ناکراره سیمه ده سر را اوچت کړی چې له اسلامی دولت ډلی یا داعش او طالبانو سره جهاد مخ ته یوسی او د لوېدیځ چې هڅه یې کړې دغې جګړې ته شاه کړه، پښې بیا په دغه کړکېچ کې ښکېلوی. امریکایی چارواکو تر ډېره وخته د القاعده د حضورد پیاوړی کېدو په اړه راپورونه کم اهمیته بللی و خو کله چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د قوماندانۍ مرستیال جنرال جیف بوچانان پردې خبرې اعتراف وکړ چې که تېر کال ته ځیرشئ یو زیات شمېر استخباراتی راپورونو په افغانستان کې د القاعده له پنځوسو نه ترسلو پورو د غړیو د حضور اټکل کړی و خو کله چې موږ دا وموندله چې یوازې په یوه کمپ کې د القاعده له ۱۵۰ زیات غړی فعال و، افغانستان ته د القاعده د بیا راګرځېدو پرمسلې ډېرې اندېښنې راپورته شوې.
د شاوخوا دېرش کیلومتره مربع په ساحه کې دغه کمپ د کندهار په لېرې پرتې ولسوالۍ شورابک کې فعال وچې امریکایی ځواکونو د دوورځو شدیدوعملیاتو او ۶۳ هوایی حملو په نتیجه کې بېرته ونیو.
ویل کېږی چې دا د القاعده تر ټولو لوی کمپ دی چې په افغانستان کې موندل کېږی.
د انډیپنډینټ په لیکنه د افغانستان د دفاع سرپرست وزیرمعصوم ستانیکزی د دې هڅه کړې وه چې وښیی القاعده بیا ډېره فعاله شوې او افغانستان ته یې جدی ګواښ متوجه کړی دی.
هغه ویلی والقاعده د لویو حملو لپاره ځان تیاروی، دا ډله د نورو شبکو ترشاه فعالیت کوی، د هغوی ملاتړ کوی او خپلې تجربې ورسره شریکوی.
القاعده نور زیاتې ویناوې نه کوی خو هغه یولوی ګواښ دی.
په وروستیو کې ناټو په یوې څېړنه کې دا وموندله چې د القاعده وسله وال په اوس وخت کې د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې فعال دی.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادی راډیو ته که څه هم هغه سیمې چې القاعده په کې فعاله ده ونه ښودې خو په افغانستان کې یې د القاعده د بیا فعاله کېدو مسله تایید کړه:
«په نږدې وخت کې بیا هم د القاعده ګنګوسې شروع شوې دی او په ځینو ځایونو کې یې مالی او ترهګریز فعالیتونه په افغانستان کې شروع کړې دی.»

د انډیپنډنټ په وینا د امریکا ولسمشربارک اوباما هیله من وچې د خپلې جمهوری ریاست په دو دورو کې د عراق او افغانستان جګړو په پای ته رسولو سره به د ځان لپاره په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړی خو لیدل کېږی چې امریکایی ځواکونه بېرته د افغانستان په جګړه کې ښکېل کېږی.
په افغانستان کی د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو عمومی قوماندان جان نیکولسن سنا ته د طالبانو او القاعده د اړیکو د نږدی کېدو خطرجدی بللی او ویلی یې وچې دی به په دې هېواد کې د نا امنیو زیاتوالی ته په پام سره پر هغه مخکینی پلان غور وکړی چې له مخې یې راتلونکې کال په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمېر۵۵۰۰ ته راکمېږی.
د ۳۵۲ زره کسیز افغان پوځ د تشکیل د پوره کولو لپاره د نویو پوځیانو د روزنې پروګرام پڅ شوی چې په جګړو کې افغان امنیتی ځواکونو ته رسېدلو تلفاتو ته په پام سره د امنیتی ځواکونو په لیکو کې یې د پرسونل د کمښت ستونزې راپورته کړې دی.
په تېرو دولسو میاشتو کې ۱۶ زره افغان پولیس او سرتېری وژل شوی یا ټپیان شوی دی چې دا د مخکینی کال په نسبت افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په سلو کې ۲۸ زیاتوالی دی.
د اندیپنډنټ په لیکنه، نوی افغان ولسمشر اشرف غنی داسې فکر کړی و چې که په پاکستان کې د قدرت اصلی مرکز ته چی ویل کېږی طالبان حملو ته هڅوی، د مرستې لاس اوږد کړی نو هغوی به طالبان د سولې د خبرو مېزته کښېنوی او په دې توګه به شخړې پای ته ورسېږی، خو داسې ونه شول، افغانستان نن ورځ د پراخو جګړو په داسې ځای بدل شوی چې لوبغاړې ېې تروریستی مختلفې خونړۍ ډلې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.